تاند- د افغانستان کرکټ بورډ نن /سې شنبه/ د پاپو نیو ګینې پخوانی کوچ یا روزونکی پیټر اندرسن د افغانستان د کرکټ د ملي اکاډیمۍ د نوي روزونکي په توګه اعلان کړ.

د کرکټ بورډ اجرايي ريیس ډاکتر نور محمد مراد وویل:«موږ خوشاله یوو چې د افغانستان د کرکټ اکاډیمي د نوي مشر په توګه پیټر اندرسن ته هرکلی ووایو. دی به په نړۍ او استرالیا کې د کلونو – کلونو تجربې راوړي. د پاپو نیو ګینې، چې په کرکټ کې یو پرمختلونکی هیواد دی، تجربې به له ده سره په افغانستان کې په کار کولو کې مرسته وکړي.»

ښاغلي مراد همداراز وویل:«د کرکټ د ملي اکاډیمۍ د مشر په توګه ورڅخه توقع لرو چې د ده مهارتونه به د کرکټ په برخه کې په پراخه پیمانه په افغانستان کې پر ځوانو او تنکیو لوبغاړو اغېز وکړي.»

اندرسن وايي: د پاپو نیو ګینې لپاره د ده یوه مهمه بریا دا وه چې د دې هیواد ټیم ته یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو مقام ترلاسه کړ
اندرسن وايي: د پاپو نیو ګینې لپاره د ده یوه مهمه بریا دا وه چې د دې هیواد ټیم ته یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو مقام ترلاسه کړ

پیټر اندرسن له ۲ کلونو ارهیسي د پاپو نیو ګینې د ملي لوبډلې روزونکی دی. د ده د هڅو په نتیجه کې د پاپو نیو ګینې تر ۱۷ کلونو کشرو، تر ۱۹ کلونو کشرو لوبډلو او دغه راز  ملي ټیم د پام وړ پرمختګ کړی دی.د ده د کار په دوو کلونو کې د پاپو نیو ګینې لوبډله په نړۍ کې د درجه بندۍ له پلوه له ۱۹ څخه ۱۶ ته لوړه شوه.

ده ته په استرالیا کې له ۱۹۸۷ میلادي کال راهیسي د غوره روزونکي په سترګه کتل کېږي.

اندرسن په خپله د ۱۹۸۶ او ۱۹۹۳ کلونو ترمنځ د لومړی درجه کرکټ د ویکټ کیپر، بېټسمن او سپن بالر په توګه لوبه کړې ده.

5 thoughts on “استرالیايي روزونکی د افغانستان د کرکټ د نوي اکاډیمي مشر شو”
  1. خه خبر دي خو يوه خبر واوري جي كبيرخان له كركت بورد نه ونه شرل شي
    دا خو يي اندرسن راوسته جي د استراليا ملي لوبدلي روزونكي راولي هم كومه فايده نلري

  2. ډېر خراب کار، انډرسن یوازې فرسټ کلاس لوبې کړي، هیڅ یوه نړیواله لوبه یې نه ده کړې، کرکټ بورډ هم لاړه په دې شودا وواښته، له دې نه زمونږ د ملي ټیم لوبغاړي ډېر تکړه دي.

  3. Shahzada masood aw murad need keep daller this why they bring this poor Australian cricketer . He just play domestic matches not international . We need a coach from Pakistan or India because the player understand their language

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *