تاند(سې شنبه، د حوت۲۷) اې بي سي یا د استرالیا نشراتي ادارې افشا کړه چې د بشري حقونو یو راپور یې ترلاسه کړی چې هغه تورونه تاییدوي چې د استرالیا ځانګړو خواکونو د افغانستان په اروزګان ولایت کې په یوه حمله کې یو بې وسلې سړی او د هغه زلمکی زوی وژلي دي.

اې بي سي د هغه سند پر اساس، چې په ۲۰۱۷ م کال کې چمتو شوی، ویلي چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۳ م کال په سپټمبر کې یو افغان بزګر بسم الله جان ازادي او د هغه ځوانکی زوی صدیق الله وژلي دي.

په راپور کې راغلي چې دا دوه افغانان د اروزګان د مرکز ترینکوټ په لمنه کې په اعلي بلوغ کلي کې په خپل کور کې ویده ول چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو برې یرغل وکړ.

استرالیايي پوځیان هماغه وخت په دې خاطر د دې برید لپاره مستحق وبلل شول چې دوی ادعا کړې وه چې دواړو وژل شویو کسانو غوښتل چې پر دوی د تمانچې ډزې وکړي.

خو اې بي سي وايي چې د افغانستان د بشري حقونو چارواکو د دې خلاف څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د دوی د تحقیقاتو پایله ښيي چې وژل شویو کسانو وسله نه لرله.

One thought on “استرالیايي پوځیان په اروزګان کې د بېګناه خلکو پر وژلو تورن شول”
  1. امریکا او د ناټو او آیساف ځواکونو کیدای شی ورته ګامونه پورته کړی وی مګر داسی څوک نشته چی پوښتنه وکړی چی دا انسان یعنی بشر وو که هسی اوبو راوړی

    خو پدی ټول مسلمانان یقین لری چی ورځ د آخرت راتلوونکی هغه کسان یا جنګی ډلی لکه شمالی ټلواله او بیا په ځانګړی ډول دوستم ، خلیلی ، محقق او عبدالله او ملګرو یی له امریکا او دوی ستراتیژیکو او جنګی ملګرو سره ددا ډول جنایتونو په سرته رسولو کی تر خپله وسه پوری مرسته کړی

    چی پدی ډله کی پنجابیان هم باید له یاد ونه ویستل شی ځکه چی همدی پاکستان هم هغو سیمو کی چی پښتونخوا او ډیورنډ کرښی سره نږدی ژوند کوی کله راګټی یا کروز مزایلو حملی کوی چی تیره میاشت کی وویل چی پاکستان په تیر کال کی ۷۰۰ څخه زیات توغندی حملی کړی چی زیاتره تلفات یی ملکیانو ته اړولی

    هغه جنګی جنایتونو چی پدی ۴۰ کالو کی امریکا، برتانیه او روسیه او په ځانګړی ډول پنجاب کړی هیڅوک او هیڅ سازمان ندی توانیدلی ددی جنګی جنایانو په اړه ګام پورته کړی بلکه آن تردی چی ملګری ملتونه او امنیت شورا هم ګونګه ده

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *