تاند- د استرالیا حکومت د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره لا سخت قوانین د تصویب لپاره وړاندیز کړي دي.
د دغو سختو مقرراتو لایحه به راتلونکې اوونۍ پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي.
د وړاندیز شویو مقرراتو پر اساس، له دې ایسته که څوک په غیر قانوني ډول د سمندر له لارې استرالیا ته ورشي، هیڅکله به اجازه نه ورکول کېږي چې استرالیا ته داخل شي او یا په استرالیا کې ژوند وکړي.
استرالیا یو لوی ټاپو دی چې شاوخوا یې اوبه دي او پناه غوښتونکي عموماً په بېړیو کې ځان دغه هیواد ته رسوي.
د استرالیا صدراعظم ملکم ټرنبل وايي، دا قانون به د انساني قاچاقبرانو کاروبار ورختم کړي ځکه چې نور به د پناه غوښتونکو سر په دې خلاص شي چې په استرالیا کې د منل کېدو چانس نه لري.
دا قانون به د هغو پناه غوښتونکو، چې پاپو نیوګینې او نایرو ټاپوګانو ته تللي او د انتظار شپې ورځې تېروي، برخلیک لا ناڅرګند کړي. هغوی هڅه کوي چې استرالیا ته لاړ شي.
په دغو دوو ټاپوګانو کې شاوخوا ۳ زره پناه غوښتونکي دېره دي.
په دغه قانون کې بل د پام وړ ټکی دا دی چې پر هغو کسانو استرالیا ته د تګ دایمي بندیز لګول کېږي چې دغه هیواد ته د سیلاني یا سوداګر په نوم ورځي او بیا د پناه غوښتنه کوي او یا له یوه – یوې استرالیايۍ سره واده کوي.
استرالیا ۷۶۹۲۰۲۴ کیلومتر مربع مساحت لري خو په دومره لویه خاوره کې یې صرف څه باندې ۲۴ ملیونه وګړي اوسي.
دومره غټ هیواد دی خو یو څو کډوال نسي منلائ
دومره خاوره به په غره اومنډي