په پیل کې باید وویل شي چې دا ستونزه له ۱۲ او ۱۴ کلونو تر مینځ پيلږي او په دواړو جنسونو یاني نجوڼو او هلکانو کې شته، په هلکانو کې تر ۱۰ کلونو دوام کوي او ۴۰ سلنه نجوڼې یې له نارینه وو سره د جنسي اړیکو په پرتله ښې ګڼي، څېړنې ښيي چې له ۷۰ سلنو ډېر نارینه دا ستونزه لري او تر دې ډېرو یې دا ستونزه لري په خپل ژوند.
ښایي ووایئ چې استمنا څه ډول اروايي جنسي ستونزه ده؟
استمنا یا(Masturbation) په خپل لاس د خپل جنسي غړي پارول او په دې سره جنسي خوند ته رسیدل دي چې، فزیکي او تخیلي اړخونه لري په دې مانا چې د مخالف جنس په اړوند فکر او په خیال کې راوستلو سره سره له یوې فزیکې آلې لاس یا کوم بل څه څخه په ګټه اخیستلو سره جنسي خوند ته رسېدل میستربیوشن نومیږي یا هغه جنسی کړنه ده، چې له جنسي ملګري پرته د خپلو جنسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره کېږي، کله کله خو یې لوی لامل اضطراب، هورموني ستونزې، عادت، ملګري او د دې کړنې په اړوند باور وي خو یوه خبره باید یاده کړو چې ځینې ارواپوهان یې ګډوډي ځینې یې عادي کړنه بولي.
په ټولیزه توګه دوه بڼې لري چې د نارینه وو بڼه یې بېله او د ښځینه وو بڼه یې بېله ده.
د استمنا ډول او مودې ته په پام سره کولی شو ځان ترې خلاص کړو، خپلې اروايي، کورنۍ، اقتصادي او جسمي ستونزې باید حل شي تر څو د دې اروایی ګډوډۍ پر وړاندې مقابله وشي تر څو په بشپړه توګه له مینځه لاړه شي په یاد ولرئ چې د دې جنسي ګډوډۍ له امله به مو ذهن ډېر بوخت شي، نورې جنسي ګډوډۍ به هم درته پيدا کړي او ځان به ګنهګار هم احساس کړئ او له واقعیت څخه به مو لرې کړي او ښایي پخوانۍ روغ اړیکي مو په بشپړه توګه له لاسه ورکړئ ځکه هر ځل چې په دې کار سره خوند اخلئ نو دې چارې ته مو لېوالتیا ډېریږي له همدې امله خو یې هره ورځ په شمېر کې ډېروالی راولئ چې له امله یې د بدن ډېره انرژي له لاسه ورکوئ او دا مو له جنسي او بدني اړخه کمزوري او سستوي چې پایله له نورو سره د ملګرتیا او صمیمي اړیکو حوصله هم له لاسه ورکوئ او ګوښه والی غوره کوئ.
په ښځینه وو کې بیا د بکارت پرده له منځه وړلی شي، لوی دردونه له ځانه سره لري چې له واده وروسته یې د خاوند باور پرې کمیږي او یا په بشپړه توګه له مینځه ځي چې هم مېرمنې او هم یې خاوند ته اروایي ستونزې پیدا کوي او پيدا کولی یې شي.
د درملنې تر ټولو ښه لاره یې د لاملونو پيژندل او له منځه وړل دي هغه لوڅ انځورونه، فلمونه داستانونه او خبرې باید له مینځه یووړل شي چې له جنسي اړخه انسان پاروي او دې جنسي ګډوډۍ ته یې هڅوي، ځان په شدت او شیبه پر شیبه بوخت او مصروف کړئ د دې ګډوډۍ د له مینځه وړلو په موخه ځان ته منظم مهالوېش جوړ کړئ، خپله انرژي مو په روغو چارو ولګوئ د دې پر ځای چې ځان ارضا کړئ پخلی، بزګري، ورزش او مطالعه وکړئ تر څو یې په مقابل کې اروایي انرژي او اکسېجن واخلئ، د دې کړنې د سرته رسولو وخت پیدا کړئ او په همغه مهال کوښښ وکړئ مخ او سرته یخې اوبه ور وشيندئ تر څو تازه شئ او د دې ګډوډۍ له خوبه راپاڅېږۍ، له مهالویش پرته هېڅ ورځ مه پیلوئ ځکه چې له مهالویش پرته ژوند منفي فکرونه ډيروی او له امله یې ددې کار فکر هم پیدا کیږي د زیانونو او منفي اغېزو په اړوند یې مطالعه وکړئ تر څو پوه شئ او له سرته رسولو څخه یې ډډه وکړئ، تل صبر ولرئ، له ځان سره شرط کيږدئ چې که هر څنګه کیږي دا کړنه به پرېږدم کلک هوډ ولرئ له ځان سره وعده وکړئ چې بیا به دا کړنه سرته نه رسوم او له ځان سره وعدې ته ژمن اوسئ، د خوب حالت مو بدل کړئ، تنګې جامې مه اغوندئ د شپې له مخې ډېر خواړه او اوبه مه څښئ.
پایله: باید وویل شي چې ددې ګډوډۍ له امله به سست، بې انرژي، منفي فکره، زاړه، او مړاوې شو وېښته به مو سپین شي او ښایي آن بې اولاده شو نو هرکله مو چې په ځان کې د دې جنسي ګډوډۍ نښې ولیدلې د درملنې په موخه یې ژر تر ژره ارواپوه ته مراجعه وکړئ دا ستونزه د درملنې وړ ده او په هر حال مخنیوی یې سخت دی جنسي اړیکي باید سالم او روغ کړو.
سلام علیکم ،
عظیمي صاب ! ولې ېې په افغانستان کې اصطلاحات نه کاروئ ؟ تر څو ځوانان پرې لا ښه پوه شي.
په پښتني اطرافو او کلیوالي سیمو کې دې ته (موټک وهل ) وايي
او په کابل او لویو ښارونو کې ( جلق زدن یا جرق وهل)!!
حا ها..
د محترم ډاکټر صاحب د ګټورو معلوماتو څخه په مننی سره
استمنا د فحشاء خفیف ترین حالت دی
د فحشا خصوصاً استمنا د عادت د مخنیوی لیاره د لمونځ د فریضی سره اُنس او مینه بهترینه چاره ده
نوری علمی توصئې به هم حتماً ګټوری وی خو د لمونځ د اداینی سره ژور عادت د عقیدوی او روحی او جسمی اغیز پخاطر د فحشا په وړاندی د واکسبن حیثیت لری