تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰ مه: کابل کې د شپږ کلنې ماشومې مهسا ۲ قاتلان سجاد اغا او روح الله د استیناف محکمې لخوا په دېرش کاله زندان محکوم شول.

تر دې وړاندې د جوزا په ۵مه هم لومړنۍ محکمې دواړو مجرمینو ته د ۳۰ کاله زندان سزا اورولې او پریکړه یې د مهسا د پلار او خپلوانو د نه منلو په وجه استیناف ته راجع کړې وه.

د مهسا پلار، یو شمېر هېوادوال او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي دواړو قاتلانو ته د اعدام د سزا غوښتنه کوي.

خو محکمه وايي، د عدلي طب د څېړنو له مخې نیول شوي مجرمین ۱۸ او ۱۹ کاله عمر لري او د جزا د کوډ په اساس له ۲۰ کلنۍ کم کسان په اعدام نه شي محکومولی.

قضايي پلاوي دا هم ویلي چې د وژل شوې نجلۍ پلار هم په ابتدائیه محکمه کې د قصاس او حق العبد موضوع نه ده را اچولې، ځکه نو په استیناف محکمه کې پر دغو قاتلانو د قصاص دعوای مخته نه شي وړلی.

کوچنۍ مهسا د ۱۳۹۷ کال د حوت په ۱۹مه له یوولسمې ناحیې وتښتول شوه او بیا یې مړی د ګنده اوبو په یوه ویاله کې وموندل شو، خو د حوت په ۲۴مه یې پولیسو قاتلان هم ونیول.

تښتوونکو د مهسا له کورنۍ څخه د هغې د ژوندي ورخوشې کولو په بدل کې د درې سوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د وري د میاشتې په ۱۷مه د ولسمشر غني په امر دا دوسیه قضا ته واستوله او ترې وروستیو پرېکړو غوښتنه یې وکړه.

One thought on “استیناف محکمې هم د مهسا قاتلان د اعدام پر ځای په ۳۰ کاله بند محکوم کړل”
  1. د مظلومی مهسا محترمی کورنی ته د زړه د صبر د هیلو تر څنګ، که دا قاتلین اعدام شوی وای نو د هیچا د خواشینی وړ به نه وای خو خبره داده چی وضع سوی او مصوب سوی مدنی- قضائی قوانینو ته درناوی هم یوه ملی وجیبه ده
    هیله ده دا وروستی ځوروونکی پیښه وی او نور زموږ ګران هیوادوال د جنایتکارانو د تورو منګولو څخه په امان وی

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *