سید اسحق ګیلاني

ځینې سرچینې وايي، داسي ښکاري چې ولسمشر غني د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د پروسې د چڼکولو لپاره په پام کې لري چې د سولې د عالي شورا په جوړښت کې لوی بدلون راولي.

سرچینه وايي، احتمال شته چې سید اسحاق ګيلاني د سولې د شورا رئيس او انوارالحق احدي د دارالانشاء رئيس وټاکل شي.

د سید اسحق ګیلاني په اړه ویل کېږي چې نوموړي له دې سره سره چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال له دې ډله سره مخالفت حرګنداوه خو له پاکستان سره یې تل ښې او نژدې اړیکې لرلي دي.

سرچینه وايي، پخوا داسې فکر کيده چې ولسمشر به خپل اکا ډاکټر عبدالقیوم کوچی د منځګړیتوب له بې ساري واکونو سره د سولې د شورا رئيس وټاکي خو اوس داسې ښکاري چې ډاکټر کوچی د زیات عمر او ناسم روغتیايي حالت له امله دغه کار ته چمتو نه دی.

له بله لوري د اجرائيه رئيس ټیم غواړي چې د صلاح الدین رباني په تعقيب د سولې د شورا ریاست د دوی کوم بل نوماند ته وسپارل شي. سید اسحق ګیلاني هم د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه او د دغه د انتخاباتي ټیم غړی ګڼل کېده.

ويل کيږي چې په دې برخه کې ولسمشر ته د ګڼو کسانو یو ليست هم سپارل شوی دی چې له منځه یې وړ کانديد غوره کړای شي. د سرچینو په وینا که څه هم تر دې وړاندې داسې ګونګوسې وې چې پير سیداحمد ګيلاني به د سولې د شورا د رئيس او ښاغلی انوارالحق احدي به یې د دارالانشاء رئيس وټاکل شي، خو څنګه چې پير صاحب د خپل زیات عمر او ګڼو ناروغیو له امله د دې کار جوګه نه دی، ځکه نو اوس کيدای شي ډاکټر غني پر سیداسحاق ګيلاني هوکړه وکړي.

د سرچینو په وینا د ښاغلي ګيلاني ټاکل کیدل به له دې امله هم ممکن ښکاري چې له ټلوالي سره پر اړیکو سربېره یې په انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی دی. د سرچینو په وینا د طالبانو له لورې هم داسې نښې نښانې ترلاسه شوي چې که ښاغلی ګیلاني د سولې د شورا په مشرتابه کې راشي، نو کېدای شي د دوی لپاره به د سولې په اړه دريځ نیول نور هم اسانه شي.

ولسمشر ته نژدې سرچينې دا هم وايي چې ولسمشر غواړي چې له مخالفانو سره سوله د ملي منځګړیتوب له لارې  او همدا راز له نړیوال ضمانت سره سمه وشي. د دغو سرچینو په وینا ولسمشر دا مهال په ملي ساحه کې له ګڼو داسې جهتونو سره په تماس کې دی چې په بیلابیلو خواوو کې یې د سولې حرکتونه پيل کړي او هغه یې تر یوه معقول پړاوه رسولي هم دي.

د سرچینو په وینا بیلابیل نړیوال جهتونه هم دا مهال په ګڼو اړخونو کې د سولې د یوې منطقي پروسې د پيل په موخه د ځمکې پر هوارولو لګیا دي او ډاکټر غني په دې برخه کې له چیني او پاکستاني مقاماتو سره په دوامداره تماس کې دی.

سرچینو دا خبره هم وکړه چې په راتلونکو څو اونیو کې کیدای شي د سولې په تړاو د طالبانو ليدلوری کره شي، ځکه دا مهال طالبان هم په پاکستان کې د وروستیو تحولاتو له امله تر سخت فشار لاندې دي.

9 thoughts on “اسحاق ګيلاني د سولې د شورا رئيس ټاکل کيږي”
  1. عجبه داده جه ديوي خوا به دولت كي نيمه برخه غواري دبلي خوا بعضي جوكي او مقامات به وراثيث تو كه خبلي كوي ..

    داكوم امتيازدي جه دي شاغلو ته وركرل شوي دجلاا لتماب ريس صاحب جمهور خخه هيله كيزي جه داسي بو شتنوته، زمونز جواب وواءي.

  2. ،اسحاق ګیلاني د ای ایس ای ډېر پخواني کارمند دی، که په دې پسټ وټاکل کیږي د پاکستان له اجندا سره سم به مخې ته ځي. غوښه به د پیشو په څارنه کې ورکړی شي!

    ي

  3. ډیر د افسوس ځای خو داده چی غنی هم اوس د یو وړ او اهل سړی په ځای بیاهم د ویش له لاری ټاکنی کوی، د سولی د شورا ریاست دپاره داسی یو کس چی د ولس له منځه وی بیطرفه وی او پیژندل شوی څیره وی په کار دی، داسی یوه څيره چی نه طالب وی او نه هم په حکومتی چارو کی دنده ترسره کړی وی ګیلانی خیلانو څه کړیدی؟ تول عمر یی په عیش او عشرت کی تیری کړیدی او اوس یی هم لوڼی او نورو یی په خارج کی مزی او چړچی کوی بله دا چی خپله اسحاق ګیلانی د طالبانو پرخلاف وو نو هغه به څنګه وکولای شی چی منځګړیتوب وکړی، ای غنی او ای عبدالله د خدای مخ وکړی نور دا ولس مه ځوروی اول خو حکومت مو دوه سری کړل چی هیڅ دنیاکی داسی کار نه دی شوی او اوس بیا لګیدلی یاستی او هرڅه سره ویشی هغه که وړ وی یا ناوړ لږ په دی مظلوم ملت رحم وکړی

  4. زما په آند د سولې د شورا لپاره یو دروند، پاک او د اعتماد وړ بې پرې شخصیت ته اړتیا ده چې د سولې په برخه کې تجربه هم ولري مختلف اړخونه احترام او درناوی هم ورته ولري او خپله د واک او قدرت شوقي نه وي بلکې یوازې او یوازې د افغانستان د نجات او سولې فکر ورسره وي. داسې شخصیت په افغانستان کې یوازې او یوازې ډاکټرفاروق اعظم دی. د افسوس خبره ده چې ولسمشر تراوسه پورې پدې برخه کې هیڅ توجه نده کړې او زه یقین لرم چې ولسمشر تراوسه د سولې په اړه لازمې مشورې ندي کړې. که اوسنی ولسمشر هم د پخواني ولسمشر په څیر د تنظیمونو په رهبرانو اتکاء وکړي او یوازې د هغوی کسان د چارواکو په توګه و ټاکي، نو یو فیصد مې هم زړه ته نه لویږي چې هیواد به مو سولې ته ورسیږي.

  5. که څه هم نوموړی د صلاح الدین ربانی په پرتله غوره دی خو دنوموړی ګذشتې ته په پام سره زیاته هیله نشته چې نوموړی به د سولې په برخه کې بریالی شی. له دې امله هیله ده ولسمشر یو داسې شخص د سولې د شورا د مشر په توګه غوره کړي چې لږ ترلږه منتازع فیه شخص نه ویَ ټولو خواوو ته د اعتماد وړ وي او دروند سپین ږیری، تجربه کار او پاک شخصیت وي چې هم جهادي او علمي بڼه ولری او هم د روانې لوبې په ټولو ابعاد آګاه وي او د جنګ د هیڅ لوری پلوي یې نه وي کړې. داسې شخصیتونه په هیواد کې شته او یوه نمونه یې هم ډاکټرفاروق اعظم دی.

  6. اسحاق ګیلاني د پاکستان د اجنډا پر اساس پرمخ ځي. دی د پاکستان په غوښتنه له ډاکټر عبدالله سره یوځای شو او اوس د اسلام اباد خواهش هم دادی، چې د سولې شورا ریاست دې ده ته ورکړای شي. په طالبانو کې یې هم یو شمیر ډلې ورته چمتو کړې. ګیلاني به د سولې بهیر د پاکستان په ګټه پرمخ وړي. دی هغه څوک دی، چې د لر او بر د یووالي سرسخته دښمن دی. کوم رول چې په پښتونخوا کې عمران خان ته سپارل شوی، دلته دغه رول ته دی رامخکې کیږي.

  7. زما په اند باید د سولی شورا له مینځه یوړل شی او مخالفینوته د یو تاریخ ورکړل شی چی د هغه تاریخ پوری دوی وخت لری چی خپلی وسلی په ځمکه کیږدی ځکه چی د سولی شورا تر اوسه هیځ مثبته لاسته روړنه نه لری او مصارف یی بیخی زیات دی

  8. که چیری اشرف غنی په رښتیا د طالبانو سره سوله کول عواړی نو د سولی شورا او د هغی په سر کی د داسی څوک وټاکی چی بیطرفه او پر هیڅ ګروپ یا ډله باندی نه وی تړلی.. کله که د سولی شورا ریاست د عبدالله په واک کی ورکړل شوی وی دا خو لویه تیروتنه شوی ده . دا ځکه طالبان د شورانظار سره اډماتی دښمنی لری او شورا نظار به هیڅ کله هم ونه عواړی چی طالبان د افغانستان ته راشی سوله د ورسره وشی.
    او که چیری په رښتیا ګیلانی لکه چی پورته یی په خبر کی لولو همدغه پوسته ته ټاکلی وی معنی یی دا چی اشرف غنی د طالبانو سره سوله نه کوی.دا ځکه په لومړي سر کی ګیلانی اوس د شورا نظار په اخور کی خوشند وهی او ګیلانی هیڅ وخت د طالبانو سر ښی اړیکی نه دی لرلی. .
    دغه پوست ته باید بی طرفه کس وګمارل شی.

  9. محترم سيد إسحاق كيلانى نيكه ورنيكه هخه خلك وه جه دوى دافغانستان په تجزيه كى يى لاس درلود چه پشتون قوم يى پر دو حصو تقسيم كر دا أصلا دانكلس اجنتان دى داخلك دعراق دى او دبير نوم هم دانكريز دخوا دوى ته وركول سوى دى بله خبره ريس جمهور كرار كرار دغلو اوجباولكرانو تَر تأثير لاندى راخى اوددوى تر وهم لاندى دى چه مبادا كوم ضرر وده ته ورونر سيزى ده هيره كره چه دخلكو به زور راغى بايد پر خلكو تكيه وكرى دده زور أوس دجباول كرانو وخا ته دى به اينده كى به وكورو چه دى لا نور خه كوى مننه

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *