تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي چې طالبانو د اورکم یا د نسبي اوربند په موده کې د افغانستان په ځينو ولایتونو کې سرغړونې کړي دي.
ښاغلی خالد وايي، په دغه اوونۍ کې وسله والو طالبانو په بلخ، غزني، هلمند، ارزګان او ځینو نورو سیمو لوی او واړه بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو لخوا یې ځواب ورکړل شوی دی.
هغه که څه هم د اوښتیو تلفاتو شمیر ونه وایه، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تېره اوونۍ کې د ۲۳ سرتېرو په ګډون ۳۶ تنه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او ۶۵ ملکیان او نظامیان نور ژوبل دي.
اسدالله خالد نن شنبه د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څو ساعته مخکې ویلي، طالبان په خپلو کې سره مشکل لري، امکان لري چې بعضي ګروپونه یې جلا شي او دا تړون ونه مني: (( شاید همدغو ګروپونو د تاوتریخوالي د کموالي اوونۍ نقض کړې وي.))
ښاغلي خالد د افغانستان له ملي تلویزون سره په ځانګړې مرکه کې دا خبرې کولې چې په فیسبوک باندې هم ژوندۍ خپریده.
ښاغلي خالد وویل چې هیله لري طالبان به په خپلو ټولو ډلو باندې کنترول ولري چې د سولې خبرې پيل او نتیجه ورکړي: “زموږ اول شرط اوربند دی. که طالبان ټول شرایط عملي نه کړي، له امریکا سره یې تړون ماتیږي، موږ به د افغانستان ملي ګټو ته په کتو مرحله په مرحله مخکې ځو.))
اسدالله خالد داسې مهال دا خبرې کوي چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شي.
سلام
فتوی ور کول هم پوهه غواړی
په دولت کې هر مقام او چوکۍ ځان ته خپل ظرفیت ،دریځ او تاریخی مسولیت ټاکی چې مسلک او ایمان یې دشخصیت بله برخه ده څوک چې ددی
برخې فاقد وی هغه په مسلکی لحاظ د خدمت وړ نه دی. په افغانستان کې له بده مرغه دظاهرخان له وخته دغه زوړ فرهنګ چې سل په سلوکې په ډاګه د هېواد په ضرر دی لا کلک نښتی دی له منځه نه ځې دا شخصی اړیکی یوه ستره ستونزه ده دکورونا ناروغی ده ! به ډیرو کلیدی وازرتونو ، سفارتونو، قونسلګریو او نورو….. کې دفساد له کچې هم اوری
ټوله نړۍ د سولې نارې وهی رښتیا دی او که دروغ ؟ دابحث به پرېږذو اوس. خو اسد الله ژنی بیا د پاوکم، چارک کم ، اورکم ،نسبی اوغیر نسبی په تور لګلولوګواښ لری. له نشتو مېړو ملک شو میرو