خبریال: میرویس جلالزی –

د افغانستان د استخباراتو یو پخوانی مامور ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي اداره د افغان دولت پر ضد په راتلونکي کال کې نوي ورانکاري پلانونه لري.

د حامد کرزي د دولت دغه پخوانی چارواکی چې ډیری خلګ يې د پاکستان پر ضد په خپله تنده لهجه پیژني، وايي د پاکستان استخباراتي اداره ( آی، اس، ای) پلان لري تر څو د هواد په تودیدو سره افغانستان کې یوه خونړۍ او ډیره خطرناکه نوي لوبه  پیل کړي.

نوموړي دغه څرګندوني د طالبانو له خوا په کابل، هلمند او کندهار کې د وروستیو ځنځیري بریدونو په غبرګون کې کړي دي.

نوموړی چې اوس مهال په کابل کې دی وايي، د کندهار د برید په اړه د دوي معلومات داسي دي چې ګواکۍ دغه برید د پآکستان استخباراتو له لوري د طالبانو د کویټي شورا د غړو په نیغه همکارۍ تر سره شوی دی.

په دغه برید کې چې تیره اونۍ تر سره شو د کندهار د والي مرستیال په ګډون نږدې لس تنه مړه او تر لسو ډير ژوبل شول.

په برید کې د عربي متحده اماراتو پینځه دیپلوماتان هم مړه شوي ول.

اسدالله خالد وايي  تر کومه ځآیه چې دی معلومات لري دغه برید د پاکستان له لوري تر سره شوی ځکه دی او ملګري يي خبر ول چې ګواکي پاکستاني استخبارات پلان لري په کندهار کې یو خونړی برید تر سره کړي.

خو دا چې برید موخه او ځای به کوم وي په اړه یي څه و نه ویل.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق هم د پاکستان استخبارات په دغه برید تورن کړل او دا یي په ډاګه کړه چې دوي په کندهار کې د یوه احتمالي برید په اړه خبر شوي وو .

د افغانستان د استخباراتو دغه پخوانی مامور چې په خپله هم څو کاله دمخه په یوه ځانمرګي برید کې سخت ژوبل شوي وو ټینګار کوي چې د کندهار، کابل او هلمند وروستي بریدونه ټول د ډیورنډ د کرښي هغه غاړي ته پلان او جوړ شوي ول.

ښاغلی خالد وايي د پاکستان استخبارات د نوي کال لپآره د افغانستان د حکومت پر ضد نوي پلانونه لري او دغه پلانونه به یو پر بل پسي پلي کوي تر څو په دغه ملک کې  ډار او وحشت خپور کړي.

ښاغلی خالد دا په ډاګه نه کړل چې دغه پلانونه به له پخوانیوهغو سره څه ډول توپیر ولري لیکن هغه یي ډیر خطرناک وښودل.

په همدې حال کې د کندهار د وروستۍ پیښې د پلټني په اړه د بریټانیي د سکاټلنډیارد پولیسو یوه ډله هم کندهار ولایت ته را رسیدلي ده .

دغه ډله د امارتو د دولت په غوښتنه راغلي تر څو د دغې پیښي څرنګوالي وڅیړي او په اړه یي د اماراتو دولت ته معلومات وړاندي کړي.

د اماراتو دولت بهرمیشتي دیپلوماتان له دغه لوړ تحقیقاتي امنیتي سازمان سره بیمه دي او د اړتیا په صورت کې د هغوي مرستي ته وردانګي.

همدا راز د دوبی د پولیسو یوه مشر څخه په نکل ځينو رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي چې ګواکي هغه د کندهار برید د افغانستان د دولت کار بللی دی.

له دغه چارواکي په حواله په افغانستان کې دننه په  ټولینزو رسنیو کې راغلي چې ګواکي دغه برید د افغان حکومت د داخلي عناصرو په مټ تر سره شوی او اماراتو ته په کار ده چې له افغانانو سره له نږدې نه بلکې له لري مرسته وکړي.

تر اوسه پوري کومي خپلواکي سرچینې د دغه اماراتي چارواکي د خبرو سپیناوی نه دی کړی.

2 thoughts on “اسدالله خالد: پاکستاني استخبارات د افغان دولت پرضد نوي پلانونه جوړوي”
  1. په تورونو او انتقادونو هیڅ نه کیږي. افغان دولت او افغانان د کلونو راهیسې همدا وایي چې د اکثره بریدونو تر شا د ای ایس ای لاس دې تورونو کومه نتیجه ورکړه؟ ستاسو لاس چا نیولی؟ چې هغوی کولی شي د بې غیرته، بې ایمانه او پیسه خورو افغانانو په لاس داسې کارونه وکړي نو په پیسه دوستۍ کې خو د پاکستان تاریخ موږ ته معلوم دی. اصلي خبره دا ده چې په مونږ کې حب الوطنی نشته، زمونږ چارواکي او غټان د پيسو سره مینه لري. که نه همغه څوک چې د پيسو لپاره بریدونه کوي ته ورته دوه چنده پيسې ورکړه ددې نه به هم خونړي بریدونه هلته وکړي. بیا ته هم د هغوی غوندې دا بریدونه وغنده او غمرازي ورسره وکړه. چې هغوی پدې دومره کلونو کې چا ګرم نکړه نو ته د چا نه ویره لرې؟

  2. دپاکستان د۸۰%دسيسو دخنثاکولو لپاره آسانه لاره ددولت په چوکاټ کي هغه وطن فروشه چه ملي روحيه نه لري او دخپل جيب دډکولو لپاره تپ او تلاش لري چه ددغه جنګ پوټنشال او دپاکستان او دنورو مرتجع هيوادو جاسوسان دي ګوښه کول دي.
    دا ددولت غله تر طالبانو ۱۰۰%خطر ناکه او ددې ټولو کوم چه ئې دشهادت جام چښلئ دئ مسول دي.
    ضرور نه دي چه په ګوته سي ټول هيواد ته معلوم دي.
    که ګوښه نه سي دټولو خيانتو مسول به يوازي او يوازي دا دملي وحشت حکومت وي او اوس هم دئ

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *