تاند – د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په سوابۍ کې یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان وو افغان دی او افغان به مري.‌

ښاغلي خان له پاکستان څخه د راستنېدونکیو کډوالو په وړاندې د پاکستان د حکومت ظلمونو ته په اشارې سره وویل چې،‌ افغانانو ته زه مهاجر نشم ویلی او نه زه د هغوی سپکاوی زغملی شم. هغه وویل چې پښتونخوا زمونږ ملکیت دی او افغانستان مو د پلار نیکه وطن دی.‌

Screen Shot 2016-08-28 at 13.41.32اسفندیار ولي خان په پاکستان کې د پنجابیانو له خوا د نورو د حقونو د خوړلو په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل چې، په پاکستان کې د نفوسو د شمېرنې پروسه د حالاتو له کبله نه ده ودرول شوې بلکه د دې تر شا د وړو صوبو د حقونو وهلو خبره پټه ده.‌

ښاغلي ولي د پاکستان د مرکزي حکومت چې پنجابیان په کې برلاسي دي ناکامو پالیسیو ته د اشارې پر وخت وویل چې،‌ د کورنیو چارو وزیر دې پارلمان ته راشي او قام ته دې ووایي چې په نېشنل اکشن پلان باندې څومره عمل شوی دی.‌

ویل کیږي چې پاکستان چې پنجاب یې د ملاتیر جوړوي د خپلو یو شمېر او په ځانګړې توګه مذهبي حلقاتو له لارې په بلوچستان،‌ سند او پښتونخوا کې د ترهګریزو ګروپونو او ترهګریزو فعالیتونو په شمول ګڼ داسې جریانونه رامنځته کړي چې ځاني او مالي تاوان یې یادو ایالتونو ته رسېږي خو ګټه یې او په ځانګړې توګه نړیوالې مرستې یې د پنجابیانو جېبونو ته ورځي.‌

One thought on “اسفندیارولي خان: زه افغان وم افغان یم او افغان به مرم”

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *