تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د پښتونخوا د ملتپالو عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان، افغانانو ته د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د هوکړې مبارکي ورکړې ده.

مشر اسفندیار ولي خان په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا د سولې پیل و او هیله یې څرګنده کړه چې دغه تړون به په افغانستان او سیمه کې د سولې او هوساینې نوی پړاو پرانیزي.
اسفندیار خان زیاته کړې، چې هیله لري دا تړون به په افغانستان کې د ۱۸ کلونو جګړه ختمه کړي: (( دا تړون د نړي افغانستان پر لور مثبت ګام دی، د افغانانو کړاوونه باید پای ومومي، ځکه افغانان له څلورو لسیزو راهیسې ځوریږي.))

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان په ګډون ټول ښکیل اړخونه باید د سیمه ییز ثبات او سولې لپاره خپل رول ادا کړي.

هغه وویل چې له تړون وروسته ، د هیڅ یوې تېروتنې لپاره ځای نه شته او زیاته یې کړه چې معمولي خطا به د سیمې لپاره بلکې په لویه کچه نړۍ ته زیان ورسوي.

3 thoughts on “اسفندیار ولي خان: د امریکا او طالبانو له تړون وروسته به معمولي تېروتنه هم نړۍ زیانمنه کړي”
  1. یاره تا هو د افغان جګړی په هکله هیڅ هم ونه کړل۰
    تر تا هو ختک صاخب مخمود حان صاخب او د پی ټی ایم مشران دیر شه وو
    تاسی د پاچاخان بابا لمسی یاست مګرڅه نا څه مخافظه کار یاست
    مننه

  2. سلام
    که چیری د افغا نستان مسول کسان د یوه متحد ،کلک او باتدبیره تیم په توګه د سولې میکا نیزم او ستراتیزیکه لوری ښه مدیریت کړی بې له
    هردول ستونزو او تېروتنو سوله به ټول افغانتان کې عملی کیدای شي افغا نان باید هېر نه کړی او دا ومنی چې ملی حاکمیت ، دخاورې تمامیت ، عقیدې او فرهنګ ته له هردول شخصی او فردی غوښتنو څخه لومړیتوب لری . پوهه او ثبات رامنځ ته کوی
    موږ باید یو داسې دریځ او تګلاری ومنو چې په یوه سیستم باندې بدل شی او په دې سیستم کې ټول افغانانن ، ملی او بهرنی ګتې خوندی باتی شی زه فکر کوم عدالت ،انصاف ، مساوات او ګذشت نه برته درې نورې مهمې تجربې هم لرو
    دڅلورو لسیزو جنګ او جګړو نه عبرت دی چې یو فیصد هم دهېواد به ګټه نه وه
    د یوویشتمۍ پېړی پرمختګونه او زموږ پایله لرونکي بې پایلې کړکېچ
    هېڅوک له بهر نه سوله ، ثبات او جوړجاړی موږ ته نه شی راوړی او نه یې راوړی
    فلهذا از ماست که بر ماست ! داسفندیار ولی خان مبارکی کې دسیمه ایزه سیاست یو لوی تصویر پروت دی دهغه په نظر کې د یوه سیاسی زعیم په توګه د سولې لپاره معمولی تیروتنه هم د منلو وړ نه ده او نور باید تکرار نشی هغه چې پلمې او بهانې کوی هغه هیڅ وخت د ملی ګتو به غم کې نه دی

  3. همدا یی وخت دی چی ښکته پښتانه مشران پخپل پوځ او استخباراتو او همدارنګه ملکی حکومت باندی غږ وکړی چی د طالبانو او همدارنګه دداعش له نظامی او مالی ملاتړ لاس واخلی او پریږدی چی افغانان پخپل مینځ کی د نوری نړی په شان د ورورولی په فضا کی ژوند وکړی او پاتی عمر په سوله او سوکالی کی تیر کړی

    کچیری دا کار ونکړی نو امکان شته چی که په افغانستان کی اور بل شی نو سپرغی یا بڅرکی د اور زموږ ګاونډیانو ته ورسیږی ځکه دا تاریخ او نړیوالو دود ته په کتو امکان لری

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *