تاند: په پاکستان کې د عمران خان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د جولای له ۳۵مې څخه د لاریونونو د را ایستلو ګواښ کړی دی.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، د حکومت ضد دا خوځښت به شهباز شریف به پنجاب، بلاول بوټو په سېند، فضل الرحمن او افتاب شیرپاو به په خیبر پښتونخوا او محمود خان اڅکزی او حاصل خان بزنجو به په بلوچستان کې مخته وړي او له هغې وروسته به د اسلام اباد پر خوا له لویو مارشونو او مظاهرو سره ورخوځېږي.

اسفندیار ولي خان وايي، خلک له اوسني حکومت څخه تنګ شوي دي او دوی به د ولس د ژغورلو لپاره اوسنی حکومت کور ته رخصتوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې حکومت ستره محکمه د خپلو ګټو لپاره کاروي او د حساب کتاب خبره باید د صدراعظم له کوره پيل شي، نه دا چې نور سیاستوال ونیسي او بندیان یې کړي.

مسلم لیګ ن ګوند لا د ای این پي د اعلان په تړاو څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد د لاریونونو تنظیمولو غوڼده له ناکامۍ سره مخ شوې وه، خو اوس دا دی اسفندیار ولي خان خبر ورکړی چې دوی به د حکومت پر ضد د جولای له ۲۵مې وروسته منظم لاریونونه پيل کړي.

One thought on “اسفندیار ولي خان: د عمران خان پر ضد پراخ لاریونونه راباسو”

ځواب ورکول Dr Rahman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *