تاند- د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرګندونې په کلکه وغندلې.

د پاکستانۍ ورځپاڼې (دي نیوز) له راپور سره سم، اسفندیار ولي خان ویلي دي چې د صدراعظم عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه د پاکستان په زیان ده.

د عوامي نشنل ګوند مشر د پاکستان په انتخاباتو کې د عمران خان په ګټه درغلۍ ته په اشارې ویلي«هغوی چې په خپل هیواد کې په غلا ځان واک ته رسولی وي هیڅ حق نه لري چې د افغانستان د خلکو د انتخاب حق ته سپکاوی وکړي.»

د اسفندیار ولي خان په وینا عمران خان په دې څرګندونو هڅه کړې چې د افغانستان د پخلاینې په هلوځلو کې نفوذ وکړي.

اسفندیار ولي خان ویلي چې د ده په باور د افغانستان د سولې هلې ځلې حساس پړاو ته داخل شوي او په دې برخه کې هره وینا اغېز لرلی شي.

د عوامي نشنل ګوند مشر وايي«افغانان له څلورو لسیزو راهیسې کړېږي او اوس چې د دوی هیواد د سولې لور ته پر مخ روان دی، عمران خان هڅه وکړه چې د افغانستان حکومت څنګ ته کړي.»

ده له عمران خان څخه وغوښتل چې دا روښانه کړي چې د چا په امر یې په افغانستان کې د موقتې ادارې غوښتنه کړې ځکه چې دا خو د افغانستان په چارو کې څرګنده لاسوهنه ده.

د اسفندیار ولي خان په وینا د عمران خان څرګندونې ښيي چې دی د طالبانو استازیتوب کوي.

ده وویل چې د افغانستان د حکومت د غوره کولو حق د افغانانو دی او د سولې روانه پروسه باید د افغانانو له هیلو سره سمه وي.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت او امریکايي چارواکو هم د عمران خان څرګندونې غندلې وې.

One thought on “اسفندیار ولي خان: د عمران خان څرګندونې په افغانستان کې ښکاره لاسوهنه ده”
  1. د کرزی د لنډه غرو ډله هم چه مستقله سیاسی قبله نلری د عمران خانه سره د موقت حکومت خوبونه تازه کوی د خپلو شخصی ګټو ته د رسیو د پآره کرزی آماده کیژی چه ددښمنانود طرحو لوډسپیکروګرزی ، دغه دی ملی خائنان
    چه د افغانستان په ملت کی په خپل لاس انزوا ته درومی او په ملت کی دادی کرارکرار خپل محبوبیت د لاسه ورکوی . او عمران خان هم شرم نلری چه د خپل مملکت او دولت شخړی یی پریښی او د افغانستان په چارو کی لاس وهیی اوس د ۴۰ کلو مخکی افغانستان نه دی چه د پاکستان نه په افغانستان کی دحکمتونو جوړولو طرحی جوړی شی ددی نه وروسته دی پاکستان خپل خیر وغواړی .

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *