تاند- د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر پوره وتلو مخکې د یوې مضبوطې پالیسۍ د جوړولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي اسفندیار ولي خان پرون په خپل کور (چارسده) کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که داسي ونه شي په سیمه کې به ګډوډي او بې ثباتي نوره هم زیاته شي.

د عوامي نشنل ګوند مشر همداراز وویل: طالبان په پېښور، متنو، کواټ او ورسک کې ازاد ګرځي او د خیبر پښتونخوا صوبې اعلي وزیر پروېزخټک یې دوستان او وروڼه بولي چې په سبب یې په صوبه کې امنیت او نظم له منځه ځي.

اسفندیار ولي خان وویل چې بې پېلوټې الوتکې وزیرستان په نښه کوي خو بېګناه خلک په پېښور او نورو ښارونو کې وژل کېږي.

ده زیاته کړه:«دا به تر هغو دوام وکړي چې سیاسي مشران او د نفوذ خاوندان د خبرو مېز ته نه وي کښېنستي او فیصله یې نه وي کړې.»

ده د تحریک انصاف ګوند پر ريیس عمران خان نیوکه وکړه چې د ټولو ګوندونو په کنفرانس کې یې ګډون ونه کړ.

2 thoughts on “اسفندیار ولي: د ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې کلکې پالیسۍ ته اړتیا ده”
  1. اسفند یار ولی اوس هم نه پوهیږي چې د مساییلو د حل کونجي د چا سره ده، دده نیکه د عدم تشد د د تګلاری په نوم ټول پښتون قوم غافل وساتلو، پخوا به چې د پښتون قوم سره په سیمه کې د پان پښتونالیزم روحیه وروسره وه، ځان یی د سیمي سرنوشت ټاکونکی او بادار بللو، اوسمهال د عدم تشدد د بیرغ لاندی دومره کمزوری شویدی، او چاپیریال ورته دومره اغزن شویدی، چې پښتون جومات ته هم نه شی تلای.بنآ، د خان کورنی پښتنو د پاره داسی د زغامت نقش نه دی لوبولی، چې پښتون، سره د خدای ورکړي عظمت، شهامت او شجاعت؛ سرلوړی ژوند وکړي. هغه پښتون چې پرون به اغیارو خپل وړکي او جلکۍ په زانګو ګانو د پټان د نوم په اخیستو سزه خوبول او غلي کول به یی. نن ، هغه د پرون ببر غوږی پټان د خپل کوره هم نه شی وتی، او په بې پوره ډول کړاول کیږي او وژل کیږي.
    اوس که څه هم وخت تر یوه حده تیر دی، خو بیا هم د تیرو نه د زده کړي په فرصت سره، پښتون قوم ته په کار ده چې داسې تګلاره څپله کړي، چې د خپلو کلتوري، ښوونیزو، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز بنسټونو په غښتلي کولو سره ..
    . په سیمه او نړۍ کې د د متقابل احترام په چوکټ کې عزتمن ژوند وکړي،
    .

  2. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته :
    ښاغلیه اسفندر یار ولی لومړی می سلامونه ومنه پس له سلامه د امریکا بی پیلوټه الوتکی د تروریزم د وژلو لپاره بمبارد نکوی بلکی د ( آی اس آی ) په همکاری سره پښتانه وژنی او همدا ده چی د خیبر پښتونخوا صوبې اعلي وزیر پروېزخټک طالبانو ته د ورور خطاب کوی او بله دا درته ووایم که ( آی اس آی ) او همدارنگه زمونږ گاونډی هیوادونه د افغانستان په داخلی چارو کښی لاسوهنه ونکړی ، ترویزم روزل او بیا افغانستان ته لیږل پریږدی په سیمه کې به هیڅ ګډوډي او بې ثباتي منځ ته نشی.
    که داسی ونه شی د افغانستان او پاکستان نه پرته گاونډی هیوادونه به یو هم ښه ورځ و نلری.

ځواب ورکول زیارمحمد تصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *