تاند- د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي چې مشرف د خپلې واکمنۍ په مهال ورته ویلي و چې که افغانستان غواړي په ارام واوسي نو ډیورنډ دې په رسمیت وپېژني.

ښاغلي اسفندیار ولي ډیوې راډیو ته وویل:«مشرف راڅخه وغوښتل چې کرزي ته ووایم چې د ډیورند کرښه ومنه د ترهګرۍ او ناامنۍ ټولې مسلې به ختمې شي.»

اسفنديار ولي خان وايي چې ده مشرف ته په خواب کې وويل “که چېرته ته په کشمير کې کنټرول کرښه «لائن اف کنټرول» د نړيوالې رسمي کرښې په توګه ومني نو کیدای شي افغانستان هم د ډیورنډ کرښې منلو ته غاړه کښېږدي “.

اسفنديار ولې خان وايي کله چې پروېزمشرف دغه خبره واوریده، نو په تونده لهجه يې وويل “زما قام خو دا خبره نه مني”.

اسفنديار ولي خان وایي چې مشرف ته یې په ځواب کې وويل “چې ستا قوم د کشمیر کرښه نه مني نو د حامد کرزي قوم به ولې د ډېورنډ کرښه ومني”.

د عوامي نيشنل ګوند مشر زياته کړه چې د ډیورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چې هېچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري.

7 thoughts on “اسفندیار ولي: مشرف راڅخه وغوښتل چې پر کرزي ډیورنډ ومنم”
  1. که منافقت پکښې نه وي نو افرين دنر بچي نره خبره یې کړې ده خو داخبره اوس ولې ميدان ته راځي ولې هغه وخت نه او کرزی څوک دی؟؟ پښتانه هيڅوک نشي بېلولی !!

  2. کله به هغه وخت راشی چه داتور مخی سپی برباد او تباه وگورم، دهغی ورزی په هیله.

  3. نکرزي چي تر اختر تېري سي په درد نه خوري ، تا بايد دا خبره په هم هغه وخت کي چي دا خائن پر قدرت وو بايد
    کړې او رسوا کړې وای ، اوس نه ګټه لري او نه خريدار ٠

  4. ځار دې شم قلمه د پښتو سندری ولیکه
    بیا د پښتونخوا د ښکلو درو سندرې ولیکه

    که د اسفندیار ولی خان په شانې ټول پښتانه مشران سره یوځای شې نو ډیر زر به مونږ پښتونستان ولرو

  5. دیورند کرخه هیح افغان لپاره د منلو ور نه دی، پختونخوا او بلوچستان زمونژ د وینه شه رگ دی، نن وی که سبا وی دغه سیمه به له افغانستان سره بیرته یو حای کیژی، پاکستان که په رضا ورنکری بیا به په زور خپل خاوره پنجابیانو نه بیرته اخلو، تل دی وی افغانستان.

  6. ا افراسیاب ولی هغه خبره کریده چی دده پلار خان عبدالولی خا ن یی کری و او دده نیکه خان عبدالغفار خان یی کری وو – او د لر او بر تول پختانه یی کوی – خو مونز دهغه ورحی انتظار باسو چی پختانه دخپل حق د غوشتلو دپاره قیام وکی – تشی خبری د شمال سره الوزی – مننه – هاشمیان ی
    بحنه غوارم چی د پختو حروف نلرم

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *