پنځه وخته لمونځ نه کوم خو ځان سوچه مسلمان بولم. د خدای ذکر نه کوم خو ځان سوچه مسلمان بولم. د ښی او اخلاقی کړني پر ځای را سره د بدی او غیر اخلاقی کړني شوق زیات دی. د نجونو، شرابو، ګډا، پارټۍ او د وختو د ضایع کیدو ښه قوی اراده او شوق لرم او د اوداسه او لمانځه ښه کلک دښمن او مخالف یم ځکه چی فنډامینټلیزم نه منم خو باوجود د دی د یو بی تغیره، کلک او بی ساري مسلمان ادعا لرم. سینما ته د تګ، د فلم کتلو … ښه منظم پلان لرم، ځان ښه کلک او په اصولو ولاړ مسلمان بولم خو یوه اسلامی اساسی وجیبه او مکلفت ولا که ترسره کړم ولی ځکه چی بیا فنډامینټلسټ کیږم، بیا هم ځان قوی او غیرتی مسلمان بولم.

ډیر د خواشینی ځای دی چی ډیری شمیر زموږ افغان ځوانان ـــ داسی فکر ونکړۍ چی زه به ګواکی ۵۰ کلن یم، نه زه پخپله یو ځوان یم ـــ د ناسم فکر او د ډیموکراسۍ او فنډامینټلیزم څخه د ناسم مفهوم او معنی د اخیستلو له کبله د ډیرو داسی غیر اسلامی او غیر فرهنګی او داسی نورو … ناوړه او مضره نظرونو ښکار شویدي چی یو قوی ریفورم او اصلاح ته ضرورت لری او تر ډیره بریده زه دا ملامتی پخپله پر دوی اچوم. په تیرو لس دولس کلونو کښی چی د ولسمشر کرزي دوره ګڼل کیږی [البته لا تر واسه هم روانه ده] د افغان ځوانانو لپاره پکښی د پام وړ ښي لاسته راوړني وی. یوه بیلګه به یی راواخلم چی ډیری ځوانان نورو هیوادنو ته پکښی د لوړو زده کړو د لاسته راوړلو لپاره لاړل او البته لا هم روان دي. اکثره ځوانان چا چی لوړو زده کړو ته مخه کړه د هرڅه سره اشنا شول چی یوه بیلګه یی د ډیموکراسۍ معنی او مفهوم دی [دا خو یی یو خورا ساده او وړوکی مثال دی خو ددی لپاره چی د موضوع یوه برخه هم همدا ده نو ځکه می دا مثال راواخیست] خو متاسفانه چی ځیني نور یی د ناسم او غلط مفهم ښکار شول. زیاتره ځوانان د اسلامی اصولو سره، د فنډامینټلیزم سره او د ډیموکراسۍ سره په سمه معنی اشنا شول خو په خواشینی سره چی زیاتره یی بیا پکښی ګنګس او ګول پاتي دي او تفکیک یی نشی کولای، نو د همدی له امله زیاتره په ناسمه لاره لاړل. زیاتره ځوانان چی بهرني هیوادنو ته په ځانګړي ډول د تعلیم لپاره لاړل نو لومړی تغیر چی په دوی کښی تر ډیره حده تر سترګو کیږی نو هغه منفی ظاهري بدلون دی. په ځای د دی چی لومړی دوی د دغه بهرني فرهنګ، عامه اند، سیمي، ساست، او داسي نورو اساسی فکټورونو څخه په مثبت ډول متاثر شی او پخپل فکر کښی تغیر راوړی او یا په ټوله کښی په ځان کښی د یو مثبت مینټل بدلون لپاره ورڅخه ګټه پورته کړی نو لومړی دوی ظاهري بدلون ته ډیر لیواله وی چی اکثره وختونه یی بیا دا خپل هدف هم ورک کړی وی چی موږ دلته د څه لپاره راغلي یاستو. په ځای د دی چی دوی داسی یو څه زده کړی چی د خپل هیواد د پرمختګ او بیارغونی کښی ورڅخه ګټه پورته کړی نو دوی بس دی ته ترجیح ورکوی چی ویښته پداسی ډول جوړ کړه چی بیا دی شل دقیقي خپله غړۍ کږه نیولی وی چی ودریږه خراب نه شی.

دا چی زیاتره ځوانان د ډیموکراسۍ، فنډامینټلیزم او اسلامی اصولو په مفهوم کښی ګنګس پاتی شویدی نو ځکه خو د دوی کړني او فکرونه یو د بل سره په ټکر کښی دي. په ځای د دی چی د ډیموکراسۍ څخه دوی دا مثبت مفهوم واخلی چی دا زما ازادي ده چی چا ته رایه ورکړم او چا ته نه او یا هم دا چی موږ ټول د اساسی قانون له مخی سره یو برابر یاستو، او یا هم دا چی همدا عام خلک دي چی هر ډول حکومت وغواړی نو یی جوړولی شی او که یی زړه وغواړی نو د لمنځه یی هم وړلی شی. بلکه دوی دا منفی هدف تری واخیست چی زما زړه هر څه چی کوم، نو کوم به یی، نه د چا په قیصه کښی یم او نه به می څوک په قیصه کښی وی، زړه می چی ږیره په پینځه ډوله او یا شپږ ډوله جوړوم او زړه می چی شراب د ورځی دوه بوتله او یا دری بوتله څښم او زړه می چی نیکر اچووم او که پوره پتلون … په ځای د دی چی دوی د اسلامی فنډامینټلیزم د نظری څخه دا مفهوم واخلی چی که هرڅنګه کیږی نو په تعویذ جوړ شه، دوا یوه وسیله ده چی انسان جوړه کړی او تعویذ یوه معجزه یی او خدایی وسیله ده او که دی ږیره وریښله او یا دی پتلون واغوست نو بیا کافر شوی، او یا داچی فقه او حدیث وایه او که دی کیمیا، فزیک، انګریزی او داسی نورو ته لاس وروړ نو ایمان دی په خطر کښی دی، نو بدبختانه دوی ورڅخه داسی تفصیر کړی چی مه لمونځ کوه او مه هم روژه نیسه، مه واقیعی ملا منه او مه هم د هغه چا خبره چی یو څه په اسلامی اصولو روان دی، مه د قران او احادیثو خبره منه او مه یی هم وایه، مه چا ته د خیر خبره کوه او مه یی هم د چا څخه توقع لره،  او یا په ټوله کښی عبادات په قطعی ډول سره پریږده نو بس دا نه فنډامینټلیزم دی یعنی په نوم مسلمان واوسه او په عمل کښی د اسلام دښمن نو دا په واقیعت کښی غیرفنډامینټلیزم دی.

په ځای ددی چی دوی اسلامي اصول داسی تعقیب کړی چی پنځه وخته لمونځ کوه نو د پنځه وخته لمونځ په ځای دوی پنځه وخته د نڅا کلبونو او نورو عبثاتو ته ځی. د مشورو او نصیحت پر ځای مو غیبت ته مخه کړی ده. د خپل ورور او خور سره د مرستی او نیکی مشوري پر ځای مو هغوی ته د ناسمو او غیر اسلامی پلانونو اراده کړی ده. او داسی نور یی په زرهاوو بیلګي شته دي.  نن مونږ اسلامي او دیني اصول داسی تر پښو لاندی کړي چی که زر تر زره یی علاج ونکړو نو خدای مه کړه په لا نورو سترو عذابونو به اخته شو. نن زما بی لاری او ګمراه افغاني ورونه د غرب سره پدی ځان برابروی چی هغوی وګوره په اونۍ کښی یو ځل کلیسا ته ځی او نور خپل کار او بار کوی نو بیا دی زه ولی د فنډامینټلیزم ښکار شم او پنځه وخته لمونځ وکړم او یا دی هم په نورو عباداتو کښی ځان مشغول وساتم. نن تاسی وګوری په اقتصادی، ټولنیزو، سیاسي او په نورو راز راز ریفورمونو او اصلاحاتو خبریږو او پکښی برخه اخلو ولی بیا د دینی اصلاحاتو موضوع هیچیرته هم نشته. نن سبا موږ دیني وظایف او اصول داسی له نظره غورځولی چی پلار د زویه او مور د لوره او همداسی یی دا نور هم درواخله یو د بله څخه خبر ندي.

  د عمومی موضوع په اړه به یو دوه مثالونه راواخلم. له هغه وخته چی هندوستان ته د محصل په حیث راغلی یم د دریوو داسی پیښو سره مخامخ شوی یم چی په ځای د دی چی زما انډیوالان پری وشرمیږی نو زه پری شرمیدلای یم. په هند کښی می اولی شپی او ورځی وی. د یو څو افغانانو کره اوسیدم او ماسره دوه نور انډیولان هم ول. د دغو افغانانو کره چی زه اوسیدم د دوی سره یو بل فلسطینی ورور هم اوسیده چی تر اوسه پوری می یو کلک او صمیمی دوست دی. یوه ورځ د ماسخوتن د ډوډۍ څخه وروسته کله چی مو خبری اتری سره وکړی نو یو ناڅاپه دغه فلسطینی ورور زما د نورو افغاني ورونو څخه وپوښتل چی تاسی ولی لمونځ نه کوی؟ نو اوس خو دی کوم نر ځواب ورکړی.  خولي یی بس وازي پاتي شوی او رنګونه یی تک ژیړ وتښتیدل. دومره نه پوهیږی چی داخو یو انسان دی چی یی وپوښتل او په هغی دنیا کښی به خدای ته څه ځواب ورکوی. نو بس په یو نه یو شکل می فلسطینی دوست بلی موضوع ته کړ.

بله پیښه په یو جومات کښی رامنځته شوه. هغه جومات چیرته به چی زه د لمانځه لپاره هلته تلم نو ډیر دوستان می درلودل چی یو د هغو د جملی څخه یو سپین ږیری بابا و. نو د جمعی ورځ وه جومات ته وختی ولاړم او دغه بابا د معمول په شان همیشه په جومات کښی حاضر و نو بابا راڅخه په هندی ژبه کښی وپوښتل چی هغه نور انډیولان دی دلته ولی نه راځی؟ هغوی کوم جومات ځی؟ البته بابا ته ما مخکښی د انډیولانو په اړه معلومات ورکړی و. نو خلاصه دا چی بابا ته می په یو شکل خبره راجوړه کړه او ورته می وویل چی هغوی دلته نه راځی او بابا دی هم خیر یوسی نور جزییات یی ونه غوښتل.

او دا بله تازه پیښه چی دغه وړمه جمعه رامنځته شوه داسی وه چی اودس می وکړ او د جومات په طرف روان شوم نو چی د کوره کوز شوم په دوهم منزل کښی راسره یو همسایه هم ملګری شو او راته یی وویل چی زه هم ځم نو لږ چی وړاندی ولاړو  نوپه هندی ژبه کښی یی راته وویل چی هغه نور انډیولان دی لمونځ نه کوی؟ نو ما ورته نیغ ځواب ونه شو ویلی او په موسکا او په یوه اشاره می پوی کړ چی حقیقت څه دی. دا چی دا شخص زموږ ګاونډی دی نو کله کله زموږ کور ته راخیزی او خبري اتري راسره کوی نو طبعأ شاوخوا وضعه به  حتمأ څاری نو ځکه خو یی راڅخه یو دم وپوښتل چی هغه نور انډیولان دی ولی لمونځ نه کوی؟ نو نتجه دا چی زموږ څخه نن د دغو خلکو ایمانی او عقیدوی قوت او غیرت زیات دی.

دلته زه غواړم د موضوع په ارتباط افغان ځوانان په دوو لویو ډلو وویشم. اول هغه ځوانان چی د ډیموکراسۍ د ناسم مفهوم ښکار شویدي. دا هغه ډله ده چی موضوع په مجموعي ډول په همدوی راڅرخیږی او دوهمه هغه ډله ده چی د اسلامی فنډامینټلیزم ښکار شویدي چی دوی بیا نو د سمی پر ځای غره ته مخه کړی او غواړی قدرت د رایی له لاری نه بلکی د ټوپک له لاری لاسته راوړی. داچی د دغو دوو ډلو اندونه او نظرونه د ځمکي او اسمان توپیر لری نو اکثره وخت د دوی تر منځ فکری جنګونه البته دا خو یی همیشه وی او ځینی وخت حتی فزیکي شخړي رامنځته کیږی.

ډیری خبري نوري هم شته خو بس زه به یی همدلته پای ته ورسوم. په پای کښی غواړم دوه وړاندیزونه وکړم یو هم مور او پلار ته او بل هم افغان ځوان ته. اول خو د مور او پلار څخه غواړم چی لکه څنګه د خپل بچی په روزنه او تعلیم کښی بی ساري زحمتونه او تکلیفونه ګالی نو همدارنګه خپل بچی دی همیشه څاری او کوښښ دی وکړی چی خپل بچی د اسلامی کړنو څخه سرغړاوی ته پری نږدی ځکه که چیرته یو پلار د خپل بچی اساس سم جوړ او کیښود نو زه یقین لرم چی هغه بچی به برسیره پر دی چی خپل پلار ته همیشه دعاګانی کوی بلکی هیڅکله به هم بی لاری نه شی او هغه دنیا یعنی ابدی دنیا خو لا څه د دی دنیا په هره چاره کښی به مخکښی، بریالی او نیکمرغه وی. د هغه بچی بنسټ چی پلار یی سم ایښی دی زه یقین لرم چی هغه که په افغانستان کښی وی او که په اروپا کښی، هغه که په هندوستان کښی وی او که په امریکا کښی نو هیڅکله به هم د اسلامي اصولو څخه سرغړاوی ونه کړی. او افغان ځوان ته به ووایم چی که په کور کښی یی تر څو به دی خپل پلار د سوټي په زور او یا به دی مور د زارۍ په زور او یا به دی خپله ښځه د مینت په زورعباداتو او سمی لاری ته راکشکوی، او که د کوره بهر مسافر یی نو تر څو به دی خپل دوست درته وایی چی د خدای عبادات کوه نو بلاخره په خپل ګریوان کښی سرښکته کړه او سوچ پری وکړه.

نو دوستانو تاسی اوس پخپله فکر او قضاوت وکړی چی ایا داسی کړني فنډامینټلیزم، ډیموکراسی او که اسلامی اصول دي؟

په افغانستان کښی د فنډامینټلیزم د ختمیدو، د ډیموکراسۍ د اصلی مفهوم د پیاوړي کیدو او د اسلامو اصولو د پیاده کیدو په هیله!!!

مننه

طارق جهان

یادونه: دوستانو د دی لپاره چی لیکنه اوږده نشی او د اصلی موضوع څخه بلی خوا ته وانه وړم نو ځکه می کوښښ وکړچی د فنډامینټلیزم، ډیموکراسۍ او اسلامي اصولو د روښانولو لپاره د مفصل جزییاتو او تعریفونو څخه تیر شم او په یو څو لنډو مثالونو کښی یی یو څه روښانه کړم.

5 thoughts on “اسلامي اصول او که فنډامینټلیزم!؟ طارق جهان”
  1. مننه جهان وروره
    ښه لیکنه وه، که څه هم ډیره اوږده وه.

    آنلاین لیکنې باید لنډې او خوږې وي. لدې سره یوځای باید هر پارګراف بشپړ پیغام ولري او د ورپسې پاراګراف د لوستو لپاره لوستونکی ور کش کړي.

    که دا ټکي په آنلاین لیکنه کې نه وي، خلک ېې نه لولي او یا ېې یوازې عنوان لولي

    1. هو، د نورو لیکنو برعکس، د لیکنې ټول یا زیات مهم ټکي باید د لیکنې په سر کې راوړل شي، څیړنو ښولې ده چې آنلاین لوستونکي ډیری وخت یوازې د لیکنو سر لولي او تر آخره په هایلایټ شوو او مهمو ټکو پسې سترګې غړوي او د ټولې لیکنې لوستو ته زړه نه ښه کوي

  2. Asalamoalikom

    Mr Tareq want to tell you 2 things in short words , 1st WESTERN DEMOCRACY IS KUFR 2ND : THE ONE WHO ARE IN MOUNTAINS ARE FIGHTING FOR HAQ (TRUTH) NOT FOR POWER
    FIGHTING FOR THE SAKE OF ALLAH, FIGHTING ACCORDING TO SUNNAH OF OUR BELOVED PROPHET PEACE BE UPON HIM,

    SO PLEASE SPREAD THIS ALLAH WILL REWARD YOU FOR THIS

    AND DONT THINK THEY ARE FIGHTING FOR POWER IF THEY WERE THEY WOULD COME FROM MOUNTAINS AND BE PART OF THIS TAGHOTI, CORRUPT, SHAMELESS, SLAVE REGIME

  3. Dear Pervez khana, I guess you have not understood the message from Mr Tareq. Hence, the second point of you analysis is absolutely in-correct. Please read his message once again and submit your finding and understanding. Thank you for your patience.

ځواب ورکول شمالیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *