تاند- د افغانستان اسلامي حزب وايي، په راتلونکو ورځو کې به په کابل ښار کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.
د اسلامي حزب د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې، چې په راتلونکو ورځو کې دایرېږي، د افغانستان روان حالات او د هیواد په چارو کې د اسلامي حزب راتلونکی رول څېړل کېږي.
اسلامي حزب وايي چې دا غونډه به، چې تابیا یې د دغه ګوند مرکزي شورا کړې ده، د اسلامي حزب یوه تر ټولو ستره او تاریخي غونډه وي.
ویل شوي چې په زرګونو کسان به په غونډه کې ګډون وکړي.
اسلامي حزب هیله لري چې دا غونډه به د افغانستان پر روانو حالاتو مثبت اغېز ولري.
حکمتیار روانه اوونۍ د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې وویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې به فعاله ونډه ولري.
حکمتیار صاحب چې کابل ته راغلی او ما یې خبرې اورېدلي دي،ټول اقدامات یې ملي او د ملت په ګټه دي. خدای دې کامیاب لري.