ډونالد ترمپ

هو دا اسلامي ډلې وې چې امريکايان يی دې ته وهڅول چې دونالد ترمپ د امريکا ولسمشر شي. که  اتفاقا له ماسره موافق نه یاست، لطفا دا لیکنه ترپايه ولولئ او قضاوت وکړئ.

ترمپ سره له دې چې په خپل ګوند کې ګرانښت نه درلود، په سیاسي او حکومتي چارو کې بې تجربې و،  د ټکس نه ورکولو تر تر یو شمیر پوښتنو لاندې و، د ښځو په اړه په جنسيت پالنې تورن و، د مسلمانانو په وړاندې په تعصب مشهور و.، د خپلو قدیمي لويديځوالو هیوادونو او ناتو په خلاف بې تفاوته  و، د امریکا د کلونو مخالف هیواد – روسې سره د دوستۍ  ټینګولوعلاقمند و .. دغه راز د میلیونونو کډوالو په اړه هم د هغه غبرګون ډیر توند او منفي و.

خو سره د دې ټولو امریکایانو هغه د هیلري کلینتون په پرتله د خپل هیواد د راتلونکې د پاره غوره وګانه او هغه يی ولسمشر کړ.

هیچا هم تصور نه کاوه چې داسې به وشي. د هغه په مقابل کې هیلري کلنتون چې د امریکا په سیاست کې يوه پېژندل شوې څیره وه او د سلیم عقل په سپاسي قشر برسیره د ښځينه قشر د ملاتړ نه هم برخمنه وه.

خو پوښتنه پیداکيږي چې ولي داسې وشول؟ ایا امریکایانو عقل د لاسه ورکړی و او که کومه بله خبره وه؟

ښايی دې سوال ته ځواب ورکول اسانه نه وي، او هرڅوک ورته له يوې مختلفې زاويې ځواب ورکړي خو زما شخصي نظر دادی چې توند لارو اسلامي ډلو ښاغلي ترمپ سره مرسته وکړه چې سیاسي قدرت ته ورسيږي.

په وروستیو څه کم دوه لسیزو کې د نړۍ امنیت دومره خراب شو چې د نړۍ  نژدې هر مطرح هیواد ورڅخه په امان کې نه و. د امنیت مسله د نورو ټولو مسلو په سر کې مطرح کیدله. امنيت په الوتکو کې، امنیت په توریستي سواحلو او ښارونو کې، امنیت په لارو او سرکونو، امنیت په دفترونو او کارځايونو کې، امنیت په دروازو او ننوتن ځایونو کې… لنډه داچې د امننیت د تامین لپاره په پرمختللو هیوادونو په بودجو کې ډیر زیاتوالی راغی او په میلیاردونه اضافي  پیسې  ورته تخصیص شوې. د امنیت اړوند الکترونیکي وسایلو کې لویه پانګونه وشوه، نوي الات اختراع او مارکيټ ته وړاندې شول، استخباراتي سازمانونه پراخ او د اشخاصو د څار فعالیتونه  هم زیات شول.

د دې ټولو سره سره بیاهم وخت په وخت  د تروریستي حملو مخنیوی ونه شو او په جګړو کې د ښکيلو هیوادونو سر بېره يی د لويديځ په لویو ښارونو کې يي هم په چاودنو او ځان وژونکو بريدونو د هغوی ژوند د خطر سره مخامخ کړ.

امریکا د لويديځ د نورو هیوادونو په سر کې په سلګونو میلیارده ډالر مصرف کړل، خو نه یوازې داچې تروریزم يی  مات نه کړ بلکې لا پراخه شو. د نړۍ د عامو خلکو سره ډیر سوالونه راپیدا شول او په نتیجه کې زیاتې توطیوي تیورۍ هم وزيږيدې چې ګواکې داجنګونه د امریکا او د هغه د متحدينو په واسطه تمویل کيږي او د نړۍ په نارامۍ  هغوی ځانګړې ګټې لري.

امریکا  د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې په جګړو کې ښکیل شوه. دا ځکه چې اسلامي ګروپونه لکه طالبان، داعش، القاعده ، بوکوحرام او نور چې  نړۍ يی نارامه کړې وه  د امریکایانو په ضد هم په جګړو اخته وو.  د نورو ترڅنګ امریکایان له هزچا زیات  ترحملو لاندې راغلل ، د هغوی په مقابل کې کرکه زیاته شوه او د هغوی د وګړو ژوند هیڅچیرته  خوندي نه و.  د هغوی نړیوالو ګټو ته هم زیات تاوانونه اوښتل.

امریکایانو ورو ورو  دا باور د لاسه ورکړ چې د هغوی اوسني حکومتونه په اوسنۍ پالیسۍ سره  کولای شي، هغوی خوندي وساتي. هغوی د يو تغیر غوښتونکي وو. هغوی د يو داسي حکومت په ارزو کې وو چې قوي ، ځواکمن او په زور سره وکولای شي، امریکا له داعش، القاعدي او نورو تندلارو ګروپونو د حملو او د هغوی څخه د راولاړشوي ډله ایز مهاجرت څخه خوندي وساتي.

دغه وخت يو کس د امریکایانو روانشنیاسي لولي، د هغوی حالت درک کوي او بیا امریکایانو ته وايی:
دا زه يم چې کولای شم تاسې وساتم، د اکسترمیزم نیلي وباسم، اقتصاد مو ښه کړم، فساد له منځه یووسم، کارونه ایجاد کړم، او د امریکا برم بیرته راژوندی کړم. زما نوم دونالد ترمپ دي!

د امریکا خلک د ترمپ له ټولو منفي اړخونو څخه تیریږي او هغه ته چانس ورکوي چې د امریکا ولسمشر شي.
داچې دو نالد ترمپ به خپلې وعدې پوره کړی شي، یا تش لاپې وې، هغه پوښتنه ده چې وخت به يی ځواب کړي.

5 thoughts on “اسلامي ډلو ترمپ ولسمشرۍ ته ورساوه!/ ش. ځیرک”
  1. ځیرک صیب کو مو ودان، همداسې ده تحلیل مو پر ځای دی. دغه ډلې ټپلې اصلا د همدغو موخو لپاره وخت په وخت په مختلفو نومونو راپیدا کیږي، چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د زبر ځواکونو پر کورنیو او بهرنیو پالیسي ګانو او سیاستونو خورا د پام وړ اغیز لري. یو څه موده مخکې هیلري کلنټن په یوې تلویزیني مرکه کې په زغرده پر دې اعتراف وکړ، چې د مجاهدینو او القاعده په رامنځ ته کولو کې د دوي ښکاره لاس و او دا د هغه وخت یوه مبرمه تقاضا وه

  2. وروره زه ستاسی ددغه ژوری لیکنی سره سل فیصده موافق یم په تیره بیا ستاسی دلیکنی دغه جمله ځما ډیره خوښه شوه(دغه وخت يو کس د امریکایانو روانشنیاسي لولي، د هغوی حالت درک کوي او بیا امریکایانو ته وايی)زما نوم دونالد ترمپ دي زه امریکا ژغورم

    مننه

  3. ځیرک صاحب خو تاسو په خپله لیکنه کی بیا دا نه دی ویلی چی دا ډلې یا ګروپونه چی تاسو یی پورته یادونه کړی ده چا او د څه لپاره پیدا کړی دی او څوک یی مالی مرسته کوی؟
    اشنا که له القاعدې یی راونیسه تر افغان مجاهیدینو ورپسی طالبان او اوسنۍ یی داعش ټولی د همدغه امریکا له خوا مسقیمی یا غیری مستقیمی د خپلو ګتو لياره جوړی شوی وی او دی.
    نو که اوس امریکایان په رښتیا پوهه شوی وی او داسی چا ته یی رایه ورکړی وی چی هغه په رښتیا د امریکا سیاست ته ژور بدلون ورکوی نو دا خو ښه خبره ده او موږ به یی هم د یو ښه فال په صفت ونیسو.

  4. ډاکتر صاحب ځيرکيار
    ما درته نه ويل چې ټرمپ گلمرجان نه دی، هيلري گلمرجانه ده او سيدحسين پاچا هم درته په ايات او حديث زباده کړه؟ بيا هم ښه شوه چې مټې اوس دې خپله خبره بيرته واخېسته! ستا منندوی زيار

ځواب ورکول شاکر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *