تاند – د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته له وربلل شویو افغان مشرانو او جهادي لیډرانو سره سپکوونکی چلند وشو.
له کانفرانس څخه یوې منبعې چې نه غوښتل نوم یې یاد شي تاند ته وویل چې د اسلام اباد دغه کانفرانس ته ورغلي افغان مېلمانه په خپل ورتګ پښېمان دي ځکه په ډېره سپکه سترګه ورته کتل شوي دي.
بلې خوا ته، په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغان فعالانو پاکستان ته د پخوانیو جهادي مشرانو ورتګ پاکستان ته د دغو ډلو او ډلمشرانو د هغو پخوانیو خدمتونو امتداد بللی چې یادو ډلو د افغانستان د ورانونې په لړ کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په خوله کړي دي.
د اسلام اباد د کانفرانس خپاره شوي عکسونه ښیي چې د پاکستان خارجه وزیر د مشر مېلمه په حیث پاس ناست دی او د افغانستان د حکومت سیاسي مخالف مشران، چې ویل کیږي پاکستان غواړي هغوی د افغانستان د حکومت پر ضد استخدام کړي، د ښوونځي د یوه ټولګي په څېر لاندې ناست دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دا کانفرانس کومې غیرحکومتي ادارې جوړ کړی او حکومتي نه دی. دا په داسې حال کې ده چې ډېر تحلیلګران په دې باور دي چې د آی اېس آی له خوښې پرته په پاکستان کې هېڅ غیرحکومتي اداره هېڅ ډول ښکاره فعالیت نشي کولی.
ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي ادارو د برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، محمد یونس خالص، جلال الدین حقاني، احمدشاه مسعود، او عبدالرب رسول سیاف په شمول یو شمېر افراطي افغان فعالان د محمدظاهرشاه د اساسي قانون د لسیزې په وروستیو کې جلب کړل، وسله واله روزنه یې ورکړه او د سردار داودخان په وروستیو کالونو کې یې وسلې ورکړې چې افغانستان ته راستانه شي او د حکومت پر ضد د ورانکارۍ فعالیتونه پیل کړي خو دا تود شمال وروسته له هغه توپاني شو چې د خلکو دیموکراتیک ګوند کودتا وکړه او نژدې شل میاشتې وروسته شوروي پوځونه افغانستان ته راننوتل.
this soldout jihadee&nun jihadee corrupt are honest with any enemy.
because booth are have same sterategy for corruption IN afghanistan.
AFGHANS MUST BE SMART AND RECOGNIZE THESE THEFTS,
PAKISTAN IS NOT HONEST AND NOW THEY BRING PASHTOONS
INSIDE PAKISTAN UNDER PRESSURE.
EXACTLY PAKISTAN AND THESE JIHAADEE CONTRACTURES ARE
ENEMY OF PASHTOONS,
ALWAYS BE UNITED AFGHANISTAN.
ALWAYS BE UNITED PASHTOONS.
THANK YOU
دا ټول کسان چې نومونه یی په پورتنۍ لیکنه کې یاد شوی دی د پاکستانی استخباراتو نا اهله اولادونه دی نو دا خو په ځای خبره ده چې هر مور او پلار خپل نا اهله او کم اصله اولاد ته په ښه نظر نه ګوری
له الله ج څخه غواړم چی لدی هم سپک او ورک سی، ولی داسی چلند ورسره وسوو دوی خو په ډیر اخلاص د پاکستان په قومانده افغانستان وران کړ، خپل وروڼه او خویندی یی ورته شهیدان کړل، د افغانستان نظامی طاقت یی ورته ختم کړ او همیش یی اوسنی نظام هم د پاکستان په خوله وننګوو او ډیری او د ډیرو ښو کارونه مخه یی ورته ډپ کړه نو له غلاامانو سر باید څرنګه چلندی وسی. ددوی او طالبانو تګلاره یوه ده چی د غنی باباه نظام وران او بیا د پاکستان لاس پوڅی حکومت حاکم سی. که دوی په ریښتیا هم د افغانستان بچی وی اوسنی نظام چی هر څه دی تقویه او د طالب او پاکستان لپاره لاس یو کړی تر څو پاکستان له اوسنی بربادی را ونګرزی. د پاکستان دا فوځی نظام مخ په بربادی دی او یوه وړی ټیلی ته ضرورت لری چی هغه د غنی باباه په تقویه کولو سره سرته رسی.
محترم راز محمد صیب. سلام علیک.
اول خو ستا انگلش نه شکاری چه یو بیسواد انسان یی.
دویم هو ته رشتیا وایی. د ا جهادی مشرانو خیانت پدی وکه چه د شوروی
تجاوز مقابل کی یی د پاک جهاد اعلان وکه او تاسو یی له ودکا او کلخوز نه بی برخی کری.دا چه تا ته سه مهم او سه شه او سه بد دی ، ستا د بی ریط او بی محتوا لیکنی نه جوته ده، نو تا ته یو زواب کفایت کوی! سلام علیکم
Mujahida taso ye poha kraye da English pa spelling pase ma gerza.da angrez na dair mothasaira khakarai.from kpk
تجاوز مقابل کی یی د پاک جهاد اعلان وکه او تاسو یی له ودکا او کلخوز نه بی برخی کری.دا چه تا ته سه مهم او سه شه او سه بد دی ، ستا د بی ریط او بی محتوا لیکنی نه جوته ده، نو تا ته یو زواب کفایت کوی! سلام علیکم
دمکار ذاهد پر قبر بد مستان سره ټول سوی
انتقام د ژوند اخلی هدیره یی میخانه کی
لپاره لاس یو کړی تر څو پاکستان له اوسنی بربادی را ونګرزی. د پاکستان دا فوځی نظام مخ په بربادی دی او یوه وړی ټیلی ته ضرورت لری چی هغه د غنی باباه په تقویه کولو سره سرته رس
دی کی هیخ شک نسته چی افغان ملت د روسانو په مقابل کی جهاد وکی او دیره زیاته قربانی یی ورکره الله تعالی دی اجرونه نصیب کری
،خو مشرانو لکه قصاب گلبدین، ربانی، سیاف مجددی ،مسعود و امثالهم دپاکو مجاهدینو ارمانونه په اوبو لاهو کرل
عجیبه ده روس په مقابل کی جهاد فتوا همدوی ورکولی خو وروسته، ربانی امریکایانو ته ویل پر طالبانو غت غت بمونه غورزوی دا کوچنی دی.
مجددی فتوا ورکول چی پر خلقیانو جهاد روا دی زکه دوی د روس مرسته کوی خو ده پخپله د ظالمی امریکا سره د موفقتنامه پر امضا کرزی خخه خوابده سو.
دغه رهبران چی نه یی دپلار جایداد درلود او نه یی هم کوم تجارت اوس هر یو بیلدینگان لری د کومه زای کره؟؟؟؟
یوازی دربانی د ماینی سره په دوبی کی لس میلونه دالر تینگ سول
د قانونی زوی چی په دوبی کی محصل وو په اکاونت کی یی دری لکه دالر وو
د شیرزی دا دومره سرمایه د کومه کره، سیاف او داسی نور…..
موژ زوانان دا منو چی په افغانستان کی جهاد سوی دی خو دغو مشرانو خپل ناموس یعنی وطن په اخر کی د چوکی او پیسو لپاره خرخ کری
بیت الله ته ولاره قسم یی سره وکی خو بیا بیرته شرمیدلی سره په جنگ سوه
دوی هغه وخت هم غلامان وه اوس هم دی
د دا دومره تجربو سره سره دوی بیا هم دوشمن پاکستان ته د یتیمانو په شان کشیناستل
ربانی او مجددی خو رب تعالی ته ورغله ددغو نورو خخه دی مو هم خدای تعالی د خپل جلالیت په روی خلاص کری.
موژ زوانان صلحه غوار و، امنیت غواری ، دینی او عصری تعلیم غوارو، پیشرفت او ترقی غوارو ، مادرن صنعت او زراعت غوار، قومی ژبنیز او… تبعیض او نفاق نه غوارو، ازاد ملک او اهل رهبران غوارو، د ملک اشغال نه غوارو.
نو مجاهد، درمانه، رحیمی ، الکوزی او… ورونو ایا زموژ دغه ارمانونه په دغو تالی ستو او جاسوسانو پوره بولی؟؟؟؟
زما داخبری یوازی دغو د جهاد تیکه دارنو ته نه دی متوجه دغسی خلقیان طالبان حساب کره البته په هر یوه کی استثنا سته چی هغوی ته پوره احترام قایل یم