روایت دی د حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی چې که چیرته مچ ستاسی په کوم مشروب کی ولویږی هغه باید پوره غوپه شی او بیا تری راوباسلی شی، د دې په یو وزر کی رنځ دی او په بل وزر کی شفا.

د حدیث څخه په ښکاره ډول څرګندیږي چې مچ په یو وزر کې رنځ لري او په بل وزر کې د همغه رنځ درمل. کله چې په یو لوښي کې مچ ولویږي نو مچ کوشش کوي چی هغه وزر وړاندې کړي چې له رنځونو او مکروبونو ډک وي څو په دې وزر سره دفاع وکړي.

د پورته حدیث په شرحه کې امام ابن حجر فرمایی چی یو عالم دا خبره ښه درک کړې وه چې مچ خپل چپ وزر سره د ځان ساتنه کوي او د دې څخه دا جوتیږي چې په چپ وزر کې یې مکروب او ویروسونه دي او په خپل ښی وزر کی د رنځ ضد دواAntidote) لری.

نو هرکله چی ستاسی په مشروباتو یا خواړو کی مچ پریوځی نو پوره یی غوپ کړئ تر څو دواړه وزرونه یی ښه ډوب شی او هغه مکروبونه چی دې یی په خپل چپ وزر کی لری د ښی وزر په واسطه ختم شی.

امین شینواری
امین شینواری

په مصر او سعودی کی د څېړونکو یوې ډلې په څو لوښو کی  اوبه، شهد او یو څو نورو جوسونو باندی تجربی د مچانو پواسطه ترسره کړی. هغوئ یو څه لوښی سر خلاصه پریښودل او په یو څو کی یی مچان غوپه کړل. د مایکروسکوپی عملیاتو او تجزیاتو دوئ دی نتیجی ته ورسول چی په هغه لوښو چی خلاص پریښودل شوی وو په هغی کی بی شمیره باکتریاوی او ویروسونه شتون درلود ، او له بله پلوه په هغه لوښو کی چی مچان ښه غوپه شوی وو په هغی کی د باکتریاوو او ویروسونو څرک نه موندل کیده.

دا خبره د کایناتو سردار سیدالانبیاء محمد الرسول الله صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله د مخه کړی وه کله چی انسانان په عصری علومو هیڅ نه پوهیدل ، لاکن داسی موثق مالومات چا ور وښودل، له چا یی زده کړه چی د مچ په یو وزر کی مرضونه دی او په بل وزر کی یی شفا ده او یا یی د مرض ضد دی؟ دا وړه خبره نده ، نه په هغه وخت کی مایکروسکوپ وو، نه عصری علوم، نه عصری وسایل او نه کوم لابراتوار؟ بیا نو چا ور وښودل؟ دا خبره چا مالومه کړه؟

شته یو ذات شته !!

چی انسان ته یی دا او ددی پشان نور علوم ور زده کړه.

قرآن کریم د ساینس کتاب ندی خو دا خبره دی لیری نه وی چی قرآن کی ساینس ته لویه اشاره شوی، الله جل جلاله انسان ته شیان په نښه کوی او بیا یی دی ته اړ کئ چی تدبر او تفکر څخه کار واخلی. قرآن عظیم الشان زیاتره شیان اجمالاً ذکر کړی او بیا انسان د ورکړ شویو دماغو کارولو حکم شوی-

انسان ته اشاره پکار ده او هغه رب ورته په ځای ځای کړی، نور دی انسان خپل د ککرئ استعمال زیات کړی تر څو د نوی شیانو استخراج وکړی شی او په خاصه توګه مسلمان ته لازمه ده چی د قرآن څخه الهام واخلی او د نوري نړئ سره د دینی علومو سربیره په دنیاوی او عصری علومو کی سیال شی.

One thought on “اسلام او ساینس/ ژباړه او زیاتونه: امین شینواری”
  1. Brother,
    What is yhe source of your information? When you write such scienctific claims, you have to proof it and provide a credible source. Whatever the hadith says, it is pne thing and what you are claiming is absolutely a different thing…
    Let’s say your claim is write, then you should keep eating flie 24 hour a days…
    خواړو کی مچ پریوځی نو پوره یی غوپ کړئ تر څو دواړه وزرونه یی ښه ډوب شی او هغه مکروبونه چی دې یی په خپل چپ وزر کی لری د ښی وزر په واسطه ختم شی.
    Prophet Mohammad said many more important things to consider in life than wasting your time on these useless anecdotes from others…
    I do not know why would even write aboit this when you know that you will not even do it in your life…
    I think it would be better if a fly dunks in your drink, to throw away the drink than running or katching the fly and sinking it in your drink again and then drinking…
    In order to have better life, we have to think about what other things prophet Mohammad has done and said…

ځواب ورکول Mullah Habibullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *