پرون ۲۵/۰۸/۲۰۱۴ د ناروې په پلامزینه اسلو کې کابو پنځه زره مسلمانانو په یوه پراخ لاریو کې د داعش په شمول په اسلامي نړۍ کې له افراطیت څخه خپله کرکه څرګنده کړه.

دغه مظاهرې په داسې حال کې ترسره شوې چې څه موده وړاندې په اسلو کې یوې میشتې افراطي ډلې له داعش او اسلامي حکومته خپله ملاتړ اعلان کړی ؤ.

ننیو مظاهرچیانو شعارونه ورکول چې اسلام د افراطیانو له لوري یرغمال شوی دی او ناسمه استفاده ترې کیږي په داسې حال کې چې اسلام د سولې او عطوفت دین دی.

د دغو مظاهرو نوښتګرې نولس کلنې فاتن مهدي الحسین په خپلې وینا کې وویل اسلام موږ ته د زغم، سولې او درناوي درس رازده کوي خو ګوته په شمیر اورپکي له اسلامه ناسم اخیستون لري.

د دغه لاریو په پاي کې د ناروې لومړۍ وزیرې ارنا سولبرګ په دې خوښي څرګنده کړه چې مسلمانو ځونانو دغه ابتکار کړی او دا ددې ښودنه کوي چې اکثریت مسلمانان په تیره بیا ناروېژي مسلمانان له اورپکو واټن اخلي او دا هغه څه دې چې ما مخکې هم پرې باور درلود.

هغې وویل په ناروې کې خلک په دیموکراسې ، دبیان په ازادۍ، د مذهب په ازادۍ او له تاوتریخوالي پرته په سیاسي مباحثو باور او عقیده لري او دا مهمه نه ده چې دوي څه ډول شالید او توکم لري.

دغه لاریون کونکو د ناروې د پارلمان د ودانۍ په وړاندې داعش او هغه ناروېژي اورپکو ته چې د داعش ملاتړ کوي دا پيغام ورکړ چې تاسو دا حق نه لرئ چې دمسلمانانو په استازیتوب خبرې وکړئ.

په دې وروسیتو کې دنورو اروپايي هیوادونو په شان له ناروې هم ځینې اسلامي اورپکي له داعش او نورو اسلامي افراطي ډلو سره په یوه سنګر کې د جنګ لپاره عراق او سورې ته تللي دي چې دې چارې د ناروې چارواکي اندیښمن کړي دي

0 thoughts on “اسلو کې مسلمانانو داعش وغانده”
  1. مسلمانو ورونو ددا عش تمويلونکی وغندی او اخطارونه ورکړی چي داعش ته ،پيسی او سلاګانی ورنکړی دپردی شاته معاملی ونکړی

  2. مسلمانو ورونو ددا عش تمويلونکی وغندی او اخطارونه ورکړی چي داعش ته ،پيسی او سلاګانی ورنکړی دپردی شاته معاملی ونکړی .اسلام دصيهونيستانو يرغمل دی او پدی کی دهغوی سرميګذاری شوی ده

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *