تاند- د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر او پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې که د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره روغه نه کوي له «مجاهدینو» سره دې خبرې پیل کړي.

ده چې په هرات کې د حوت د څلرویشتمې نېټې د پاڅون په مناسبت خبرې کولې، د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل «که له حکومت سره موافقې ته نه شئ رسېدای د جهاد له کورنۍ سره وږغېږئ چې د اسلامي حکومت د ټینګېدو لار هواره شي او جګړه هم پای ته ورسېږي.»

ده د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو هم وغوښتل چې ښه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې اور ته د لمن وهلو پر ځای د سولې لپاره هلې ځلې وکړي کنې د افغانستان د جنګ لمبې به د دوی خاورو ته خپرې شي.

اسماعیل خان په الیکترونیکي تذکرو کې د قوم له درج کېدو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا کار افغانان سره ویشي.

5 thoughts on “اسماعیل خان له طالبانو وغوښتل چې له مجاهدینو سره خبرې وکړي”
  1. ټالیبان به هغه وخت کمزوري شي چې د مجاهلینو پښې له دولت نه سپکې شي. دوي د سرتېرو او افغان ملي اردو ټوله بودجه په مختلفو نومونو مصرفوي، ښه مثالونه یې د بسم الله د پچو غل ، د اوبو او برښنا وزیر له خوا د درې میلیاردو دالرو غلا ، د دوبۍ په هوایې ډګر کې د احمدضیا مسعود له خوا په بکسونو کې د 52000000 دوه پنځوس میلیون دالرو غلا او د مړه شوي قسیم فهیم او رباني له خوا د بانکونو چورو چپاول ، د همایون همایون او ظاهر قدریر له خوا د زرګونو میلیونو دالرو غلا ټولو ته معلومه ده .

  2. په طالب او د اسماعیل خان پشان مجاهد کې هیڅ فرق نشته. طالب د سلاح په زور افغانستان او افغانان تباه کړل او اسماعیل غوندې مجاهدینو په هیواد کې دننه د نفاق، فساد او لنډغرۍ پواسطه افغانستان او افغانان تباه کړل. الله تعالی دې هم غلام او جاهل طالب تباه کړي او هم غل او مفسد تش په نوم مجاهد

  3. سلام
    در لا بلا ي هيا هوي تورن اسماعيلخان بايد كفت كه انديشه بك وزير قومندان وشيخ همين باشد كدام مجاهد انهايكه درعالم بريشاني ومشكلاتي كوناكون دركنج وكناز كشور بدون هيجكونه هزينه شهرت موقف زر وزور وزن بسر ميبرد
    انديشه أين ريش سفيد در برابر مسوليت بسيار محدود وناجيز أين اسماعيل ضرورت دارد كه درست محاسبه كند وانديشمندانه فرق بين فرض محال وفرض ممكن قائل باشد

  4. ضداشراره و ظالمه هر عيب او نقص او خامياني په مونږ او تاسو کښي دي نه په اسلام کښي مجاهدين, علما,او طالبان خو مبارک او سپيڅلي لقبونه دي دا چه مونږ يي غلط قياس کوو او بد نامه وويي دا زمونږ جهالت او بي پروايي ده بايد چه خپل عملونه اصلاح کړو..

ځواب ورکول ع شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *