تاند- پرون عبدالله عبدالله د اشرف غني احمدزي کور ته لاړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب د شوې موافقې د عملي کېدړو پر لارو خبرې وکړي. خو د دواړو کاندیدانو ویندویان د ښاغلیو غني او عبدالله د خبرو د موضوع په اړه متفاوتې څرګندونې کوي.

د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي او ویندوی عباس نویان رسنیو ته ویلي چې دواړو کاندیدانو په دې خبرې وکړې چې موافقه څرنګه سمه عملي شي.

د ده په وینا ښاغلیو غني او عبدالله د خپلو ویندویانو د خبرو او مرکو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې.

په همدې حال کې ویل شوي چې دواړو کاندیدانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د نوي رييس د ټاکل کېدو په اړه هم خبرې وکړې خو کومې موافقې ته ونه رسېدل.

د ضیا الحق امرخېل له استعفا وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د ريیس چوکۍ خالي ده.

د عبدالله عبدالله ویندویان وايي چې په دې خبرې وشوې چې واک د یوه کس په لاس کې متمرکز نه وي او څرنګه باید واک ووېشل شي.

د عبدالله یوه ویندوی فاضل سانچارکي وویل چې دواړو خواوو د دارالانشا د نوي رييس په اړه هم خبرې وکړې خو د کوم چا پر سر موافقې ته ونه رسېدل.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې عبدالله عبدالله په خپل کور کې د اشرف غني احمدزي کوربه وي.

لوېدیځوال هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د ولسمشر واک کم کړي خو د سیاسي چارو ډېر کارپوهان باور لري چې دا کار به په افغانستان کې اختلافاتو ته لار اواره کړي او راتلونکی ولسمشر او اجرايي رييس یا صدراعظم به خپله انرژي د دې پر ځای چې خلکو ته په کار ولګوي د یو بل پر ضد لګوي.

One thought on “اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشا پر رييس خبرې وکړې”
  1. ډیره عجیبه خبره ده تاسی کاندیدان یاست نه رئس جمهوران چې د دارالنشأ رئس وټاکۍ او که بیا ئې تاسی ټاکې نو هیڅ ددې کمیسون هم اړتیا نه شته لکه څنګه مو چې دا ځل د ملت په رایو معامله وکړه، او په ډیر امید او جذبه ئې رأی ورکړی تر څو یو خپلواکه حکومت رامینخته شې او دا هیلی غنی د خاورو سره خاوری کړی، په بیا ټاکنو کې به ډیره مشکله وی که ددی شمیر ګډونوالو ۵ سلنه خلک هم ګډون وکړی.
    په احترام

ځواب ورکول fahem sadat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *