تاند- د افغانستان د مالیې پخواني وزیر ډاکتراشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندیدوي.

ښاغلي احمدزي نن په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې د ۲۰۱۴ کال د اپریل د پنځمې نېتې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.

ډاکتراشرف غني احمدزي د ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ د افغانستان د مالیې وزیر و، تر دې مخکې یې د نړیوال بانک د یوه چارواکي او دغه راز د امریکا په براکلې، جانس هاپکنس او کولمبیا پوهنتونونو کې د استاد په توګه کار کړی دی.

اشرف غني په ۱۹۴۹ میلادي کال په لوګر ولایت کې زېږېدلی دی.

ډاکتر اشرف غني احمدزي پرون د انتقال د تنظیم د کمېټې له مشرۍ استعفا وکړه. د دې کمېټې تر مشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه افغانستان ته امنیتي مسوولیتونه لېږدوي.

نوموړی د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې د خبرو اترو د افغان پلاوي غړیتوب هم لري.

ډاکتر اشرف غني احمدزی د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هم کاندید و خو د انتخاباتو لپاره یې چندان کمپاین ونه کړ. څرګنده نه ده چې د ښاغلي احمدزي دوه مرستیالان به څوک وي.

ښاغلی احمدزی سږ کال د نړۍ دوهم ستر مفکر وپېژندل شو.

د پراسپیکټ مجلې له لوري په شوې سروې کې ویل شوي دي چې نوموړی یو له څو ګوته په شمار پوهانو (اکاډیمیک) څخه دی چې خپلو نظرونو ته یې د عمل جامه واغوستله.

32 thoughts on “اشرف غني احمدزي اعلان وکړ چې ولسمشرۍ ته کاندیدېږي”
  1. د محترم اشرف غنی احمدزی لپاره لومړی مرستیال باید ډاکټر رمضان بشردوست او دویم مرستیال پوهنوال محمد اسماعیل یون شی بیا ېې نو ګټل هم سل په سلو کې دی

  2. له بده مرغه چې د اشرف غني او رمضان بشردوست لپاره په افغانستان کې ځای نشته.
    دوی باید د انسانیت او بشریت د خدمت لپاره د ځمکې داسې یوې څنډې ته ولاړ شي، چیرته چې خلک د ځان په قدر او د پرمختګ لپاره هوډمن او له جګړې متنفر وي.

    افغانستان کې خو جګړه مار، قوم پرست، نشنلیست او یا سخت دریځه ملایان ځای لري.

  3. اشرف غنی یوازینی وړ نوماند دی خو چ اول مرستیال بشردوست وټاکي او دوهم مرستیال هم یو وطنپاله او عادل انسان وټاکي مونږ ټول ځوانان ی ملاتړ کوو

  4. دیر بهترین شخصیت دی او بشردوست او پوهنوال اسماعیل یون صاحب هم دیر د قدر ور اشخاص دی خو ارمان چه دلته هم عدل انصاف او خلک هم پوه وی ددوی په قدر او بل دا هری لوری ته وخشی چیرونکی زناور دی نو ددوی دی الله مل شی

  5. ګرانو دوستانو سره موافق یم خو باید چی خپلی مبارزی ته دوام وکړی او مونږ یی مرسته وکړو. همدارنګه باید چی ډاکټر رمضان بشردوست او علی احمد جلالی د محترم راتلونکی ولسمشر اشرف غنی احمدزی مرستیالان وي. مونږ به په پوره توګه د ډاکټر صاحب د ګټلو لپاره کمپاین کوو…. او الله پاک دی وکړی چی زمونږ دردیدلی ملت نور د خپلو واقعی بچو په پیژندګلوی کې غلط نه شی او ملی خاینین انتخاب نه کړی. بلکه د اشرف غنی احمدزی په شان څیری او مفکرین چی نړی پری ویاړی انتخاب کړی…. د اشرف غنی احمدزی د کټلو او د افغانستان د جوړیدو په هیله

  6. د لوګر ولایت مرکز پل علم ښاروالۍ مامورينو د نه کار کولو اعتصاب کړی، دوی وایی تر هغه چې فاسد ښاروال احمد خان الفت له دندې لرې نه شي دوی به خپل اعتصاب ته ادامه ورکړي.
    دغه اعتصاب له تېرو دوو ورځو راهسي روان دی، تر دې دمه لا د کارکوونکي په اعتصاب چا غوږ نه دی ګرولی.

  7. د خوښۍ خبر دی. زه هم د ښاغلي ډاکټر اشرف غني له پاره ښاغلی جلالي او ډاکټر رمضان بشردوست د مرستیالانو په توګه وړاندیز کوم.

  8. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د ښاغلي اشرف غني په اړه بايد ياده شي، چې په افغانستان د امريکايي يرغل د اقتصادي پروکرامونو او سياسي جوړښتونو طراح ښاغلی اشرف غني او ښاغلی احدي ول، چې د لومړيو ۶ کلونو، چې د پېړنيز حکومت او بيا د لومړني انتقالي ـانتخاباتي سيستم او بيا د ټوليزو انتخاباتو د نظريې مسؤل هم ښاغلی اشرف غني دي، نو په فعلي شرايطو کې په افغانستان کې يو ځانکړی سياسي انډو خر روان دی، چې ډېره ستونزمنه ده، چې د يو سم نوماند ملاتړ وشي.
    ښاغلي اشرف غني د ماليې وزرات په دوران کې کوم داسې شهکار نه وو، مخکې کړی، چې نن يې موږ ياد کړو، ځکه له بهرنيو ملکو راتلونکې پيسې د ملل متحد او اينجو ګانو لخوا د هغوی له خوښې سره سمه تطبيق کېدله او دغه هم د اشرف غني او احدي نظريات ول، چې حتی د ښوونې روزنې نصاب ليا د امريکايآنو له يرغله مخکې د جاپان او يو شمېر اروپايي ملکونو په وساتط د طالبانود د احتمالي نسکورولو په درشل کې پيل شوې وه، چې په ملل متحد کې دغه ټول اسناد شته دي.
    د پيسو رېفورم هم د احدي د کارونو زېږنده نه وه، ځکه انګرېز او آلمان دغه پلان د روسيې د تاثيرات د مخنيوي پر ضد ليا مخکې پلا کړی وو، چې افغاني پيسې بيا په انګلستان او آلمان کې چاپ شوې، نو احدي صيب او اشرف غني صيب د امريکايي يرغل د افغاني د ظاهري بڼې دوې څېرې وي، چې د طالبانو د ظهور او تنظيمي جوړښت مشاور بيا د (سي آی اې) او امريکا لپاره ښاغلی احمد رشيد پاکستانی ژورنالېست ګڼل کېدلو او په افغانستان کې د طالبانو ضد مسلح ډلې بيا د نظار شورا، د وحدت ګوند، د جنبش ډله او له پښتنو يې حاجي قدير مخکې کړو او د يونيکول د مشورتي بورډ غړی ښاغلی حامد کرزی يې په بون غونډه کې واک ته ورسولو! نو د افغانستان په غميزه کې د دغو ټولو کانديدانو شاليد ته بايد پام وشي.
    د کرزي په واکمني کې ليا په لومړيو کلونو کې ښاغلي اشرف غني، جلالي او يو شمېر نورو خپلې پښې سپکې کړې او بيرته امريکا ته ولاړل او په دويم ځل يې ځانونه کانديد کړل، خو بيا يې بايلودله، نو په امريکا او يا اروپا کې ورته سم کار پيدا نه شو، نو ټول په يو او بل نامه بيرته افغانستان ته راغلل، چې اشرف غني صيب هم تېر ځل يو څو سوه او که يو دوه سلنه رايې اخيستې وې، نو اوس هم بايد وويل شي، چې در شهر کور ها يک چشمه پادشاست!
    د ښاغلي اشرف غني په جسمي حالت، چې يو احساساتي شخصيت دی او په ضمن کې د نس ګڼشمېر عملياتونه يې هم کړي دي، چې کېدلی شي د خپل زعامت په ترڅ کې د اوږدمهاله ناروغيو له ګواښ سره مخامخ شي، چې بيا به د لومړي او دويم مرستيال نخرې په افغان ولس ترسه شي، نو په دې برخه هم بايد پام وشي. د کابل پوهنتون د چاپېر کټاره هم اشرف غني ته د دې برايت نه شي ورکولی، چې د ده مخکنۍ کړنې وروبښل شي.
    بله پېښه د د نړي د دويم مفکر ډنډوره ده، بايد په زغرده وويل شي، چې په نړي کې په لکهاوو داسې اشخاص شته، چې تر څو دوکتوراوې لري او په سلهاوو آثار لري او په نړيواله کچه پېژندل شوې څېرې دي، نو هغوی ته چا داسې القاب نه دي ورکړي، کېدلی شي يو ځوان ته، چې د خپل کم عمر په ترڅ کې ژر ګڼشمېر کارونه وکړي، نو په نړيواله کچه ورته پام وشي، لکه ملاله يوسفزۍ، چې کېدلی شي د نوبل جايزه هم تر لاسه کړي! مګر د اشرف غني دوې ماسټرۍ، چې هره ماسټري د ملکونو د علمي جوړښت پر بنسټ له ۳ مياشتې نيولې تر ۳ کلونو پورې کولی شي په بېلابېلو برخو کې داسې يوه ماسټري تر لاسه کړي، چې په اجتماعي علومو کې ليا تر ټول آسانه کار د ماسټري اخيستل دي، چې نن سبا ډېر افغان ځوانانو د نړي په ګوټ ګوټ کې همدا ډول د ماسسټري پروګرامونه پر مخ وړي او د ډېرو افغانانو په (سي وي) يا ريزومې کې د دوو او يا دريو ماسټريو نومونه ليکل شوي دي، نو دا کوم خارقالعاده کار نه دی، چې تاسو ليسانس ديبلوم ولری، نو کولی شي حتې په ځينو ملکونو کې وړيا د ماسټري پروګرام تر سره کړی، چې اشرف غني همدغه کار په ۵۰ کلونو کې په يو او يا بل هېواد کې تر سره کړی دی، نو کوم خارقالعاده کار يې نه دی کړی! او نه يې هم لکه نيچې، کارل مارکس، اېنګلس، هاګوين، چبران خليل او پا کومې بلې پېژندل شوې څېرې غوندې کوم کتاب شته، چې موږ يې یاد کړو، نو بيا هم که خلک پرې راټولېدلی شي، نو دا به بده نه وي!
    چلالي ۷۶ کلن او يا تر دې هم ډېر دی، نو دغه ښاغلي د داخله وزارت په موده کې څه وکړل، چې اوس به يې وکړي، د جلالي په وزارت کې جرئت، مقبل، داود داود او داسې نور په ټولنه وروتپل شول، ولې جلالي! ځکه د امريکا ځواک يې تر شاه وو، خو دغه محترم هم صرف د ډبډبې ليوال وو، مګر نه د ټولنې د ستونزو د حللارې! بايد دا هم ياده شي، چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر بايد له ځوانانو يو څوک رامخ ته شي، چې نه په ټلوالې پورې اړه ولري او نه هم په امريکايانو پورې، ځکه ټوله نړۍ غواړي، چې له افغانستانه پښې سپکې کړي، مګر افغانستان بيا د ستونزو خولې ته نه اچوي، مګر که بيا ټلواله او امريکايي پلوه په خپل چلول راشي، نو هلته به بيا د ټولنيز ژوند د ستونزو بړبوکۍ وي!
    که په افغانستان کې له ځوان نسله څوک راپيدا نه شي، نو زلمی خلیل زاد هم بد وريانټ نه دی، ځکه په امريکا کې يو لوړپوړی چارواکی تېر شوی او په امريکا کې يو مقتدر ګوند ته ژمن دی، چې د خليل زاد راتګ افغانستان ته د ټولې غربي نړۍ او اسلامي نړۍ مرستې راجلبولی شي، ځکه سعودي ته يې عراق پړ کړ اوپه راتلونکي کې به ايران ته ملا وتړي، نو دغه شخص د افغانستان په ګټه کېدلی شي يو څه وکړي، ځکه امريکا کې مجبور دی، د خپلو کړو وړو ځواب ووايی، نه لکه کرزی، چې نه خپلو ته ژمن وو او نه هم نورو ته ځواب ګو وو!
    معه سلاموکم الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  9. Great news to hear of ashraf ghani ahmadzi and with team like bashardost , ismael yoon , amrullah saleh , jalali , and other good political background person free from Iranians and isi evil influence .
    Ashraf ghani ahmadzi need very strong campaign around our nation to awake our poor nation

  10. تېر ځل که دی ولسشمر شوی وای نو شاید دغه حال به مو نه وو. اوس هم ډېره تمه ده ته ده. د دې سړي ملاتړ د افغانستان، اسلام، او انسان د لاتړ معنی لري .په درنښت

  11. موږ ټول باید په راتلونکو ټولټاکنو کې د اشرف غني د بریالیتوب لپاره کار وکړو او پرنږدو چې کوم بل مافیايي څېره د افغانانو پر برخلیک واکمنه شي. زه خو دا وایم چې د اشرف غني په وجود کې افغانانو ته خدای یوه فرشته رالیږلې، افغانان باید د هغه په قدر او وړتوب وپوهیږي او خپل دغه اخري چانس له لاسه ورنکړي. راځۍ چې له همدې ننه په ټول ځواک او هوښیارتیا په ټاکنو او له هغې روسته د اشرف غني پر محور راټول شو. که داسې وکړو بری زموږ او د ټولو افغانانو دی! ه

  12. . محترم ډاکټر اشرف غنی احمدزی دافغانانوویاړدی ددی لپاره چی داویاړ دافغانانوپه سر مشریزه کښی راشی هرومروټول رایه ورکوو

  13. د خبر سرلیک مو غلط دی، لطفا سم یې کړی. مستقیم د کاندیدۍ اعلان هغه وخت کولی شئ، چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې نوم لیکنه وکړي، اوس یې یوازې د کاندیدو اعلان کړی، تاسو هم همداسې ویلی شئ، چې ځان نوماندوي، نه دا چې نوماند شو.

  14. لمړی مرستیال داکتر رمضان بشردوست
    دووهم مرستال له لاندی کسانو څخه یو

    حاجی فرید
    اسماعیل یون
    عبدالهادی ارغندیوال
    قطب الدین هلال
    قیوم کرزی

  15. گرانو دوستانو راحي چي واقعي دوطن دوستي وكرو هغه حنگه چي سياست په كي لژ وي هغه سري ته رايي وركرو . د ژبي او مذهب ملت نه په كي تير شو اول وطن دي چي وطن نهوي په پرادي وطن ژبي او مذهب دغه بي فايدي كار دي دوخت تيرول دي نو دغه دوستانو دير معكول نظر دي حكه اشرف غني ريشتيا دالردوستا نه معلويژي او مخترم رمضان بشر دوست همچونان دوهم مرستيال چي هر حوك شي مگر وطن ته زيان نشي دومره دير اراولي حكه دي شو خلكو سره خرب هم جوريژي نو په وطن مينو بي معاميلي سري شكري نودوطندوست ريس په هيله

  16. داامکان نه لری چی هغه سوک دی واک ته وه رسیژی چی دافغانانوپه ګټه وی هغه سوک به کامیاب وی چی دغربیانوخوش وی

  17. dear afghans sister&brother salamualikum;if all afghans brother&sister together gave vote to
    ahmadzai saheeb,this will be a good luck for afghans.
    good leadership is very importent,
    ahmad zai saheb is not warloard,he did not kill any one,
    if we think,this is the time to support him,
    in the north all gunmans,become together,they are want to become more millionair,
    all scientist,doctors,teachers,enginers,educated afghans,poor afghans,all womens must.must
    stand with ahmadzai saheeb and support,
    AFGHAN POLICE,AFGHAN NATIONAL ARMY AND NATIONAL SECURITY FORCE MUST
    TAKE CONTROL FROM ELECTION,TO NO ONE DO CORRUPTION IN ELECTION.
    WE BELIVE PEOPLE WILL 100% STAND WITH AHMADZAI ASHRAF GHANI SAHEEB.
    THANK YOU RAZMOHAMMED KAMAWALL

  18. دا خو ډیر په زړه پورې خبردی خوکه خلک خپل دوست او دښمن وپیژنی او اصیل افغان،مسلمان اوهغه نړیوال شخصیت ته چه لاسونه یی دخلکو په وینو سره نه وی رای ورکړی.زه د پورته مبصرونو وروڼو نظرونه، بیغیرله اخوند نه، تاییدوم اوبشردوست او یون صاحب هم وړ شخصیتونه دی ؛خودمعتصم اغا جان او اکبربای ،داودزی ،نعیم لالی حمیدزی،قهرمان کاکړ، ا.د.ن. هم باید له یاده ونباسو.
    تر ټولو به بهتره زما په نظردا وی چه خاموشه بیطرفه اکثریت د ملت، اعم له روڼ اندو،ځوانانو او صالحه افغانانو سره جرګه شی اوبیا پخوانۍ غلطۍ تکرار نکړی.د احمدزیو+نورو قومونو جرګه باید مخکی له ټولټاکنو دا مشکل حل کړی انشاءالله.آمین.

  19. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ټولو لوستونکو، تبصره کوونکو او په تېره ښاغلي ډاکټر صيب صافي ته په درنښت، بايد ياده کړم، چې محترم ډاکټر صيب صافي دې يو ځل بيا زما تبصره ولولي، ځکه زه د ښاغلي اشرف غني په اړه کوم منفي نظر نه لرم، مګر رېښتيا هم نه شم پټولی، موږ بايد احساساتي نه شو، مګر اشرف غني په روڼآندو کې لږ ځای لري، خو عاميانو کې ورته سخته ده، چې رايې راټولې کړی!
    ما د ناڅاپي ناروغيو نغوته کړې، ښاغلی غني د معدې او کولمو ناروغۍ تېرې کړې دي او د ناروغيدا ګواښ يې دېر دی، چې د جمهور رئيس په نشتوالي او يا ناروغي کې د واک واګي مرستيالانو ته رسي، چې بيا به په افغانستان کې څه غوبل جوړ شي، نو موږ يې مخکېوينه نه شو کول، نو زما اندېښنه دغه ګواښ دی! جلالي ډېر زوړ دی، نو ښه به دا وي، چې له ځوان نسله کوم څوک سر پورته کړي او د ملت د زعامت جوګه شي!
    پيسې هسې هم د امريکا او نړيوالې ټولنې دي، نو صادق او څانګپوه ټيم ته اړتيا ده، مګر هم اشرف غني او هم جلالي موږ آزمویلي دي، چې په تېرو کې يې له ډېرو سره يې سازشونه کړي، چې د پښتنو په خير نه ول، نو ښه ،يل شوي، آزموده را آزمودن خطاست! ځکه په تېرو مودو کې يې افغانستان په ډېر حساس وخت کې تنها پرېښود، که نه نو افغانستان کې سرې او خړې ګېدړې نه راپيدا کېدلې، ځکه ټوله نړيواله ټولنه په افغانستان کې نسکوره شوله او ټول ارزښتونه له منځه تللي دي، چې بيرته راټولول يې نه په اشرف غني کېږي او نه هم په جلالي! خو له بده مرغه زه هم نه پوهېږم، چې بل الترناتيف به څوک وي! ما له بې وسي او د رهبر د نشتوالي په ترڅ کې د خلیل زاد نوم ياد کړی او په مخکنۍ تبصره کې مې د خپل نظر علت هم ليکلی دی!
    په پای کې بايد ياده کړم، چې افغانستان په ګيلزيو او دورانيو مه وېشی!
    معه سلاموکم الاهلول مباحثين
    ملا ميوند آخوند

  20. وړونو ښه نظرونه ورکړی دی زه هم د داکتر صاحب اشرف غنی کاندیدی د بشردوست او یون صاحب معاونیت وړ او مناسبه پریکړه منم او د افغانستان په خیر یی بولم خو دا به څوک تایید او ګرنتی کړی چی ایا انتخاباتو او د رایو ورکولو لپاره زمینه برابره شوی او برابره به شی؟ فکر کوم چی امکان نه لری کیدای شی په شمالی ولایتونو کی تر یو حده خلک د رایوورکولو سایټونو ته لاړ شی .خو دا باید واضح ووایم او تاسی ټول یی را سره ومنی چی په پښتنو میشته سیمو کی د خپلو رایو کارول ناممکنه خبره ده دلته ټول واک او اختیار د طالبانو سره دی تاسی خپله فکر وکړی چی د پکتیار، خوست پکتیکا ،فاریاب، نورستان ، هلمند، غزنی ،وردګو کندوز، تخار او ورته نورو ولایتونو په کومو ولسوالیو کی د رایو ورکولو امکانات شته؟ که یو څوک اوس له کلیوڅخه مربوطه ولایت مرکز ته یا کابل د سفر په خاطر د طالبانو اجازه اخلی او خپل هدف ور ته وایی چی پدی خاطر ځم نو بیا به دولت څنګه وکولای شی په کلیو او بانډو کی د رایو ورکولوصندقونه کیژدی او خلک را شی او د خپلی خوښی کاندید ته خپله رایه استعمال کړی ؟
    خو بیا هم کیدای شی انتخابات وشی مګر شفافیت یی څوک تضمین کولای نه شی.

  21. دی کی هیڅ شک نشته چی محترم ډاکټراشرف غنی احمدزی صاحب یو ډیر پوه او بااستعداده شخصیت دی نو زه هم له ټولو افغانانو وروڼو او خویندو نه غواړم چی د رایی ورکونی کارتونه واخلی او محترم ډاکټراشرف غنی صاحب ته رایه ورکړی او د هغه لپاره کمپاین وکړی ۰ د ډاکټر صاحب مرستیالان که هر ځوک وی مونږ ته قابل قبول دی ۰

    والسلام

  22. زه دیوځوان افغان په صفت ډیر ویارم چی مونږ دښاغلی داکتراشرف غنی احمدزی په څیر یو مفکر لرو اوهغه هم ځان ډی دردیدلی ملت په چوپړ کی وقف کړی. دازمونږلپاره یو ډیر طلای چانس دی باید چی ګته پورته کړو زما په نظر باید ډاکتر رمضان بشردوست لومړی معاون او امرالله صالح دوهم معاون وټاکی .

  23. الله دی راولی موږ یی پوره ملاتړکووخدای دی همداشان ته خدمت کونکی دتل لپاره کامیاب لری دډاکټرصیب دکامیابی اوخدمت په هیله

  24. سلام علیکم ملا میوند اخوند ورور یا اخ ته!
    ستاسی همه جانبه تبصرې ما بیا ولوستې؛یوخوما هیڅکله د درانی اوغرزی پښتانه فرق نه دی کړی اوپکر کوم زمونږټولو موخه دیوصالح،ښه،اودټولوافغانانوپه غم غمجن مشرپیدا کول دی.له بلې خوا تاسی دیوچا علمی اوتجربوی پوهی ته په ټیټ نظرمه ګورئ.د مالیزیا لپاره ۵کلن پرمختیایی پلان همدا زمونږ اشرف غنی صاب جوړ کړی وو او اوس وګورۍ مالیزیا څومره ترقی کړی؟.که افغانستان کی هم چا ده او بشردوست صایب ا.د.ن.ته وخت ورکړی وای اود حضرت نه نیولی ترشورای نصوار ،ګیلم جم ،جټ اوجولا
    او بیا پخپله امریکایانو او مافیایانو یی چورنه وای کړی،له ۲۰۰۴ نه تر اوسه ممکن یوم البتر نه وای!!
    بله خبر د خلیلزاد یعنی بوشزاد ده..ته د یو مسلمان او بیا اخوند او ملا په صفت څنګه دهغه چا چه دملیونونو مسلمانانو د دربدرۍ ،وژنو،توهینولو،شکنجو نقششه کش اوبوش اوموش ته یی د حملو زمینه پر عراق،افغانستان،پاکستان،لیبیا،مصر،یمن،سوریه،تونس،…ایران…ازبکستان..برابره کړه ؛نوم په خوله اخلې؟.
    خدای دې تاسوملایانو ته، چه غیر له پنج کتابه مو اخوا کوم علمی تحقیق ندی کړی، اود بیبیسی د ازادی جرګی دیوی خورخبره؛ په هيڅ یوی کبیره یا صغیره اسلام شرموونکو ګناهونو مو وطن کی عکس العمل ونښوده؛ اودکلدارومردارو پسی اوخیټو پسی روان یاست
    هدایت وکړی.واخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمین. الفاتحه.

  25. ترهمدا اوسه پورې په ښپږو معلوم الحاله کاندیدانوکې اشرف غني ته له هرنګاه یې بهتره اوبرتره بولم۰وطن راباندې ګران دۍ شخصي هدف نه لرم۰

  26. اسلام اعليکم و رحمت الله و براکاته و اما بعد!
    ما مخکې د ښاغلي ډاکټر صافي د تبصرې يوه ځوابيه ليکلې وه، خو تاندوالو خپره نه کړه او نن ډاکټر صيب د اکبر بای خبره کړې، خو دومره بايد ياده کړم، چې اکبر بای تورکمن نه دی او لکه دوستم اوزبک دی او په تورکتبارو کې هزاره، ايماق او قرغيز (څلوېښتيان) هم ځان شمېري، چې له مغولي وينې سره ځانونه ګډ ګڼي او په آريايي پښې ځان نه ورګډوي!
    اکبر بای خو په امريکا کې ۲۰ کاله بند د چرسو د قاچاق په اړه تېر کړي دي او له امريکې په وروستيو ګلګلميريو کې افغانستان ته رسېدلی دی، نو که موږ ګوته ږدو ييا نو بايد په يو څانګپوه اوزبک ګوته کېږدو! او که بيا نه وي، نو تر جاهل، قاتل او ظالمه خو يو عادي شخص هم ښه دی!
    معه سلاموکم الاهلول مباحثين
    ملا ميوند آخوند

  27. we from the core of our hearth is willing to Mr Ashraf ghani ahmadzi to come forward and kindly strive to win the presidential post we are praying for him to accomplish our aims.

  28. Salam Mr.Mola MAIWAND akhond saab,
    Thank you for your reminding.I thought that mr.Akbar bey is a victim of Dostem too;I didnt know about his history.
    And about Turktabars!.I think the mother of turks is Arien but thier father was Mongolian as Changez..But you know there are good, beter & best and bad,.. & worst in every tribe or nationalities.As you said may we select the best one.
    May Allah show the true way to moslems.Amien.Vesselam.

ځواب ورکول میرویس وردګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *