تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني بالاخره نن د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.
له توقع سره سم په ابتدايي پایلو کې ډاکتر اشرف غني احمدزی د دوهم ځلي انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.
اشرف غني احمدزي د ټولو اچول شویو رایو (56.44 فیصده) ګټلي دي.
ښاغلي نورستاني د عبدالله عبدالله د رایو فیصدي 43.56 وبلله.
———————————————————————–
د احمدزي رایې: ۴،۴۸۵،۸۸ (۵۶ اعشاریه ۴۴)
د عبدالله رایې: ۳،۴۶۱،۶۳۹(۴۳ اعشاریه۵۶)
ټول محلونه ۲۳۱۳۶
احتیاطي محلونه ۵۷۰
۱۹۳ مرکزونه پراننستل شول
۷۷۹ محلونه بند پاتې شول.
په محلونو کې ۲۹۹ رای ګیري ونه شوه
ټولټال په ۸۷۸ محلونو کې انتخابات ونه شول
۶۱۷۲ محلونه پرانستي ول
باطل شوي محلونه ۵۰
د ټولو محلونو رایې:۸۱۹۴۹۳
۳۷ اعشاریه ۶۳ ښځې
۱۹۳۰ محلونه تفتیش شول چې په نتیجه کې یې ۱۱۷۸۹ رایې کمې شوې- تقریباً د دواړو کاندیدانو یو شان رایې کمې شوي
————————————————————————–
یوسف نورستاني په افغانستان کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو له کبله په نړیوالو معیارونو بشپړ انتخابات ناشوني وبلل خو ویې ویل چې د درغلیو قضیې باید د شکایتونو کمیسیون حل کړي.
نورستاني وویل چې ځینو امنیتي قومندانانو، والیانو او ځینو نورو جګپوړو او ټیټ پوړو دولتي چارواکو په انتخاباتو کې مداخله کړې ده.
ده وویل چې هر کاندید ته د پنځوس زره څارونکو کارتونه ورکړي و او له هغوی څخه یې غوښتي و چې د درغلیو په مخنیوي کې مرسته وکړي خو د دې برعکس په خپله انتخاباتي ټیمونو درغلۍ وکړې.
ده ځیني رسنۍ تورنې کړې چې قومي او نژدادي تبعیض ته یې لمن ووهله او متعصب کسان یې خپلو خپرونو ته وروبلل چې د افغانانو په منځ کې نفاق ته لمن ووهي.
ښاغلي نورستاني د دواړو کاندیدانو ترمنځ د خبرو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې دواړه تر یوه حده موافقې ته هم رسېدلي چې پر اساس یې د ځینو مرکزونو رایې بیا شمېرل کېږي.
ده وویل چې د ښاغلي عبدالله له ۱۰ وړاندیزونو ۴ ښاغلي احمدزي منلي چې پر اساس یې د ۷زره محلونو رایې بیا شمېرل کېږي. د نورستاني په وینا داسي ښکاري چې عبدالله له خپلو ۶ نورو وړاندیزونو تېر شوی دی.
ده وویل چې له دواړو خواوو سره همکاري ته تیار دي.
د انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه وروسته د عبدالله عبدالله ویاند وویل چې د انتخاباتو پایلې ورته د منلو نه دي.
ټولې نړۍ ته د لمر غوندې روښانه وه چې داکتر اشرف غني د ډېرئ افغانو رائې ګټلي دي ، اوس چې داکتر اشرف غني په لمړنيو شمیرنو کې بريالئ اعلان شو د زړه له تل څخه ټولو افغانانو ته مبارکۍ وړاندې کوم اود ښاغلي داکتر عبداله څخه آرزو لرو چې خپله مردانګي او علميت د دنيا د نورو مشرانو غوندې لکه په امريکا کې ماته خوړلئ جان مکين چې نر غوندې ېې خپله ماتې ومنله او خپل رقيب ته ېې مبارکي ورکړه ، تاسې هم داکتر اشرف غني ته مبارکي ورکړۍ اود افغانستان آبادولو ته ملا وتړۍ ، البته د نهايي نتایجو وروسته
Tolo Afghanano ta mobaraky wayam.
پداسی حال کی چی د ښاغلی احمدزی په مشری د تحول او تداوم ټیم مشرانو او فعالینو او د افغانستان ټولو خلکوته په دوهمی دوری انتخاباتو کی د جلالتمآب داکتر محمد اشرف غنی احمدزی د بریالیتوب مبارکی وایم ، هیله لرم چی د دوی په داهیانه او شجاعانه مشری سره د افغانستان موجود ټول سیاسی ، اجتماعی او اقتصادی مشکلات حل او یو روښانه او با ثباته راتلونکی لپاره ټول په یو اتحاد او اتفاق سره کار او فکر وکړو.
جلالتمآب داکتر محمد اشرف غنی احمدزی د بریالیتوب مبارکی وایم ، او هغو اشخاصو ته هم مبارکي ویم چې د داکترصاحب له له ټیم سره یی ډیرې هلې ځلې کړې دي، هیله یم چې دوی به په ډ یرې میړانې سره د افغانستان موجود ټول سیاسي ، اجتماعي او اقتصادي ستونزې حل او یو روښانه او با ثباته راتلونکی لپاره به کاروکړي، او داکتر صاحب سیال دې په دې نه خپه کیږي چې د دوهم پړاو ټاکنې ولې زما په ناکامي تمامي شوې بلکه دا یو چانس دی او داکتر صاحب عبدالله باید داکتر صاحب احمدزی ته په ډیر پراخه ټنډه مبارکي ووایی تر څو د را پیداشوې ستونزې حل فصل شي او داکتر صاحب احمدزی دې داسې شفقت پرې وکړې لکه پر یو کشر ورور او همدارنګه داکتر عبدالله دې داسې احترام ورته ولري لکه یو مشر ورور ته چې یو کشر ورور لري.
یو ځل بیا د افغانستان ټول ځوریدلي نجیب ولس ته مبارکي ډالۍ کوم الله تعالی دې وکړې چې د داکتر صاحب په را تګه سره ټولو ناخوالوته د پای ټکی کیږدي.
په درنښت
لر او بر داخل ا وخارج کی هغه وروڼو او خویندوته چه دډاکتر صاحب اشرف غنی دکا میابیدو احساس یی هم در لود او که رایه یی نه وی کارولی هم ډیرډیره مبارکی وایم هغه وروڼو او خویندوته چه داخل دافغا نستان کی دی او رای کارولی دزمر یانو په خطاب سره هم مبارکی وایم بریا مو مبارک شه
in the next we have tow aeds > own _tow په نږدی راتلونکی کی موږ دوه عیده لرو یو دروژی مبارکی عید بل داشرف غنی دبریا عید (مبارک)