تاند- د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزی، چې ویل کېږي تر پنځوس فیصده زیاتې رایې یې ګټلي دي، په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د چوکۍ له ترلاسه کولو وروسته به تر هر څه مخکې د اعلی قومندانۍ دفتر پرانیزي چې په هرو ۸ ورځو کې د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

ده وویل چې دا ورته خورا مهمه ده چې افغان امنیتي ځواکونه په کامل ډول مسلکي شي.

ډاکتر احمدزي، چې د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له خبریال سره خبرې کولې، وویل:«په عین ورځ به د ملي اقتصاد شورا جوړه کړم چې هره اوونۍ به غونډه کوي. زه به د لومړیو ۱۰۰ ورځو کاري پلان چمتو کړم چې د اصلاحاتو لومړنۍ بسته به وي.»

ډاکتر اشرف غني احمدزي د فساد په اړه وویل چې ډېر ژر به له دې پدیدې سره مبارزه پیل کړي ځکه چې دا به یې د حکومتوالۍ په اجنډا کې شامله وي.

 ده وویل:«زموږ هدف دا دی چې په ۳ کلونو کې د نړیوال شفافیت په فهرست کې ۱۰۰ نومرې وګټو.»

ډاکتر احمدزی ډاډه دی چې د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ انتخابات یې ګټلي دي او د دوهم پړاو انتخاباتو اړتیا نه پیدا کېږي.

بېلابېلې سرچینې وايي چې اشرف غني احمدزي تر پنځوس فیصده زیاتې رایې ګټلي دي. د اشرف غني ټیم هیله لري چې د انتخابالتي شکایتونو د کمیسیون د څېړنو په نتیجه کې به د ده د سیالانو رایې نورې هم لږې شي ځکه چې د دوی په باور ډېره درغلي نورو ټیمونو کړې ده.

5 thoughts on “اشرف غني احمدزی: د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ به د اعلي قومندانۍ دفتر پرانیزم”
  1. خدای دې هغه ورځ راولي چې د داکتر اشرف غني تر ولسمشرۍ لاندې غوړيدلئ افغانستان وګورو چې د دې شهید پالونکې خاورې ټول بچیان پرته د لساني ، مذهبي او سمتي اړوندونو څخه د ورونو په شان ژوند ولري او قانون حکومت وکړي

  2. طالبانو ته غبرګ اودالله او شمالی ټلوالی لنډغرو پریمانه پیسي او اسلحي ورکړی وی څو د ټاکنو په ورځ په پښتون میشته سیمو کې امنیت خراب کړی چې پدی سره به پښتانه خپله رایه د اشرف غنی لپاره ونه کارولی شی؟ خو په ورته وخت کې به غیر پښتون میښته سیمو که خلک د عبدالله لپاره بغیر د کومی یره صندقونه ډک کړی او د ټاکنو پایلی به د غبرګ اودالله په ګټه تمامی او د دولت واګی به د پښتنو څخه غیر پښتنو ته په اسانه سره لاسته پریوځې؟؟؟؟؟؟ چي دا یو بل جنایت دی د پښتونو په جامه کې د طالب وحشیانو د پښتنو سره. تاریخ به تاسو ونه بخښی وحشیانو پښتون خورو؟؟؟؟

    د طالب په نوم لنډغرو او وحشیانو ته چې هر څوک (که انګریز وی، پنجابی وی، ایرانی شیعه وی او د شمال لنډغر وی) پیسی ورکوی دوی یې په چوپړ کی دی او پښتانه چې په هر ځای او هره پیمانه غواړی ورته یې وژلی شې.

    د طالب په نوم ظالم او وحشی انسانه که ته په ریښتیا مور راوړی یې نو لږ خو د دوستم د اثر لاندی سیمو ته بیا ورشه چې د تور پنجابیانو سره دی یو ځای بیا په کنټینرو کی پیکوړه کوی او کنه؟

    بیغیرتو د پښتانو پیدا او په پښتنو لګیا یاست؟؟؟ ټو پښتانه مو تباه او برباد کړل!

  3. بیغیرتی خو ښکر او لکۍ نه لری. خپل ځان د پنجابی لپاره وژنی . خپل کور ورانوی. خپل ورونه وژنی او خپل لاسونه او پښی د پردیو په ګټه پری کوی. د اسلام مبارک دین خلکو ته یو ظالم او وروسته پاتی دین معرفی کوی. د پښتنو د پرمختګ مخه نیسی. د دوی له لاسه حد اقل سل پښتانه وژل کیږی. د پښتنو د حاکمیت خلاف له پردیو سره لاس یو کوی او پيسی تری اخلی . تالیب یعنی دین او وطن خرڅونکی ، قوم وژونکی ، ځان وژونکی د اسلام دین حقیقی دښمن…

  4. equipaciones de futbol

    I truly love your website.. Excellent colors & theme. Did you create this site yourself? Please reply back as I’m hoping to create my own personal blog and want to find out where you got this from or exactly what the theme is named. Appreciate it!|

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *