تاند- د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د انتخاباتو او د ملي یووالي د حکومت په اړه خبرې وکړې.
د عبدالله د انتخاباتي ټیم سرچینې وايي چې اشرف غني احمدزی نن د عبدالله عبدالله کور ته لاړ او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب له موافقې راوروسته یې د دوهم ځل لپاره په خپل منځ کې خبرې وکړې.
تر دې مخکې عبدالله عبدالله د اشرف غني احمدزي کور ته تللی و او د رایو د تفتیش په اړه یې خبرې کړې وې.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم په وینا دواړو کاندیدانو د انتخاباتي پروسې د شفافیت او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په دارالانشا کې د خپلو استازو د حضور په اړه خبرې وکړې.
ښاغلیو غني او عبدالله تایید کړه چې د ټولو رایو د تفتیش په پای کې به د انتخاباتو نتیجه ومني.
دواړو خواوو په خپله کتنه کې، چې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم په وینا په دوستانه چاپېریال کې وشوه، موافقه وکړه چې د سیاسي موافقې لپاره به یو چوکاټ رامنځته کړي.
د افغانستان مظلوم اولس همدا هیله لري چې هرڅه د سولې او تفاهم له لارې حل اود وطن او خاورې ګټې د شخصي هیلو او ارزوګانو څخه پورته وګڼل شي ، قانون په ټولو یوشان تطبيق اود اداري فساد لمنه ټوله شي ، ځکه چې لدې وضعې څخه قسم خوړلو دشمنو ګاونډيانو ډېره ګټه واخسته او په سلهاو کورنۍ ېې د غم په ټغر کینولې په وطن کې د تلپاتې سولې په هیله
هغه څه وسو چي اودولا اودولا غوښتل. دا یو سیاسی جوړجاړی دی چی په نتیجه کی به یی یو مشترک دولت رامنځته کیږي. تر دې وروسته دا هیڅ مهمه نه ده چي څوک به ولسمشر اعلانیږی ځکه چی د واک پر سر پرېکړي لا وخته شوی دی. د هیواد راتلونکی ته دی خدای خیر پېښوی

.

څه چی وشول د ملت د تواقع خلاف وشول. ځکه اتلاف د ملي یوالي به نوم رامنځ ته شو. موږ هیڅکله داسی ملی یوالی نه غواړو چه د څوکیو بر بنیاد وی. او بس منصور خوستی