تاند- افغان امنیتي چارواکو په کابل کې د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله د کمپاین غونډې ته نژدې د چاودنې د تلفاتو شمېر ۶ تنه وښود.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې د عبدالله عبدالله د موټرو پر کاروان نننۍ حمله ځانوژونکې وه.

خو تر دې مخکې عبدالله عبدالله رسنیو ته ویلي و چې په یوه بل موټر کې دوه ماینونه چاودول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«نن ۱۲ بجې او ۲۰ دقیقې یوه تروریست خپل چاودېدونکي مواد هغه مهال والوزول چې عبدالله او د ده ټیم له غونډې ووت.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې برید کې شپږ تنه ملکیان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي وویل چې له ځانمرګي بریده وروسته د سړک د غاړې بم چاودلی دی.

ستانکزي همداراز ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د عبدالله عبدالله دوه ساتونکي او یو ترافیک پولیس شامل دي.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل نه دي تایید کړي. د طالبانو ویندوی ویلي چې د حملې په اړه معلومات نه لري.

په چاودنو کې د عبدالله او د ده د لومړي مرستیال محمد خان موټر زیانمن شوی دی.

د عبدالله عبدالله سیال اشرف غني احمدزي په ټویټر کې نننۍ حمله غندلې او لیکلي یې دي:«دا د افغانستان د دښمنانو کار دی څو په هیواد کې دیموکراتیک بهیر ګډوډ کړي.»

کرزي هم دا برید غندلی، ویلي یې دي چې دا د افغانستان د هغو دښمنانو کار دی چې نه غواړي ازاد او سوله ییز انتخابات ولري.

One thought on “اشرف غني او ولسمشر کرزي پر عبدالله حملې وغندلې”
  1. داسی حملو کی همیش دکرزیانو لاس وی موږ غوشتل چی دشمالی اتحاد داسی کس فیدا کړو او خبر یی کړو چی زیاتو داسی شدیدو حملو کی دکرزیانو لاس وی تر څو دوی همیش دفردیو غلامان اودافغانستان فه خلقو واکمن وی لکن متاسفانه چی موږ به چاته ووایو افغانان تول سره ورونه دی صرف او صرف بعضو حلقو سره جدا کړی ۰ فه افغانستان کی خلق دکرزی دحکمرانی فه دور کی تر فوزی راغلی خو افغانان چاته وږاړی او چا ته خفل فریاد ورسوی۰۰۰ زموږ مهاجر ورونه فه فردیو هیوادو کی خیرات تولوی او زموږ سفینسری میندی داسلام اباد ایران دنان بایانو خوله کی یوی مړی ډوډی ته ټوله ورځ ناستی وی خو کرزیان هیڅ سر فری نه خلاصوی او داسی عملو کی ګوتی وهی چی بل سوک هم نه فریږدی واک تر لاسه کړی

ځواب ورکول احمد فوفلزیی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *