تاند- د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي د انتخاباتو کمیسیون په دې تورن کړ چې خلکو ته د معلوماتو په وړاندې کولو کې بې پرې چلن نه کوي.

اشرف غني احمدزي نن په یوه خبري غونډه کې د انتخاباتو له کمیسیونه وغوښتل چې د انتخاباتو پایلې له ناپاکو رایو څخه د پاکو له بېلولو وروسته اعلان کړي.

شرف غني احمدزي همداراز وویل :«موږ پر خپله بریا باور لرو، هغه که په لومړي پړاو کې وي یا دوهم پړاو کې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون قسمي پایلې اعلان کړې، موږ منو چې دا شمېرنې بدلېدلی شي، پوښتنه دا ده چې کمیسیون ولې د رایو قسمي پایلې پرته له دې چې رایې خوندي شي،اعلان کړې او ایا دا اعلان خلکو ته اندېښنه نه پیدا کوي؟»

ښاغلي غني پرون د نژدې پنځوس فیصدو رایو د ابتدايي پایلو له اعلانېدو وروسته هم ویلي و چې د انتخاباتو کمیسیون باید ووايي چې دا نتیجې د کوم ولایت دڅو فیصده رایو دي.

ویل کېږي چې د انتخاباتو کمیسیون د ځینو ولایتونو زیاتې او د ځینو لږې رایې شمېرلي او د هغو پراساس یې نتیجې اعلان کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو پرون د کمیسیون رييس د پایلو د اعلانولو په مهال وویل چې دا د پاکو رایو نتیجه ده.

د انتخاباتو له پایلو داسي ښکاري چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات به دوهم پړاو ته لاړ شي.

ښاغلي غني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له هیڅ کاندید سره ايتلاف نه کوي او حاضر دی چې دوهم پړاو انتخاباتو ته لاړ شي.

12 thoughts on “اشرف غني د انتخاباتو کمیسیون په طرفدارۍ تورن کړ”
  1. بس مشره خدای ج د کامیاب کړه او خدای ج د وکړی چې دا ناپاکه اداره له ټولو ناپاکیو پاکه کړې ستاسو د کامیابی په هیله!!!

  2. د داكتر اشرف غني. احمد زي خبري كاملاء بر خاي دي .
    كميسون مستقل انتخابات دجعل كاري مر كز او خه جه دكرزي او خارجيا نو له خوا ورته دكتي كيزي عملي كوي اوجيبونه دكوي د خوار ملت بروا نلري زه د داكتر اشرف غني طرفداري نه كوم ولي غوارم جه حق حقد أر ته وسبارل شي كوم حقدار ته هغه حقدار ته جه د خوار او بي جاره اولس غم خور وي أوبس.

    مخ به وراندي دحق او عدالت دبياده كيدو به هيله
    مرك به هغه أفغان صفته انسانانو جه دبر ديو به جو بر كي خبل خان او أفغانان خرخوي
    جلالزوي

  3. Is there any approved procedure or regulation that the IEC is following in dealing with the votes?
    Who makes the decisions and base on what?
    Why doesn’t IEC finish the process and claim the final result?

  4. د انتخاباتو کمیسیون ډېرو افغانانو ته د معدې زخم پیداکړ ، د خدای لپاره له بدماشانو مه ویریږۍ ، په چوکيو او ډالرو خپل وجدان مه پلورۍ او ځان د تاريخي ، جعل کارانو او تورمخو په ډله کې مه راولۍ چې بیا به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ خپل وجدان ته خجالت اوسۍ

  5. د ډاکټر صیب خبره بېلکول پرځای ده د کمیسیون مشران جیبونه ډکوي او ارګ ورته فرمایشونه ورکوي کرزیه خدایه ته وګوره چې نور په دا غریب ولس ملنډې ما واهه
    پرېږده چې خق خق ته وسپارل شي ولې دخلکو په زړونوکې ځان ته نفرت جوړه وي
    ولې په تېر وخت ځان شرمه وې؟

  6. درنو لوستونکو
    په سیاست کی چی اصلا هدف یی قدرت ته رسیدل دی دری شیان مهم دی او ټوله مبارزه او جدو جهد د همدی قدرت ته د لاسته راوړلو لپاره کیږی:
    هغوی چی په قدرت کی دی کوشش کوی چی خپل قدرت وساتی لکه شورای نظار او د کرزی شاوخوا راټول شوی اوسنی سهامی شرکت غړی، یا طالبان چی غواړی د ترور او جګړی له لاری د هیواد واک په لاس کی واخلی،
    هغوی چی چی غواړی قدرت او د حکومت واکی دخلکو په رایو او د صادقانه او رڼو انتخاباتو په نتیجه کی لاسته راوړی لکه ښاغلی احمدزی،
    او بالاخره هغوی چی غواړی په یو ډول نه یو ډول په هر یوګروپ کی چی بریالی شی په قدرت کی شریک شی لکه د محقق او خلیلی یا د اسلامی حزب تیت او پرک ډلی.
    د کرزی او شورای نظار سهامی شرکت والا به هیڅکله دا باد راوړی قدرت په رضا خوشی نه کړی او دوی غواړی په هرشکل چی وی قدرت په انحصاری شکل سره وساتی او یواځی وړو ډلو ته به موقتی یو څه وړاندیزونه وکړی تر څو خپل اصلی هدف ته ورسیږی.
    اوس زمونږ د هیواد والو دنده ده چی خپل سرنوشت په خپل لاس تعیین کړی. که غواړی جنګ او جګړو ته ادامه ورکړی او همداسی یوه ډله له قدرته مزی واخلی او نور مړه کړی یا یی داسی وځپی چی بیا هیڅکله سر را جګ نه کړی او د تل لپاره د نظار شورویانو په خدمت کی اوسی.
    او یا داچی دی حالت ته تغییر ورکړی او خپل سرنوشت او حاکمیت په خپل لاس کی واخلی. واضیح ده چی حق په رضا نه ورکول کیږی بلکی په زور سره باید تری واخیستل شی. ترڅو چی د انتخاباتو نهایی نتیجه نه وی اعلان شوی اصلی بریالی هم نه معلومیږی. خو د وروستیو نتیجو له اعلان سره سم به دواړه خواوی خپل وروستی تصمیم ونیسی. که انتخابات دوهم دور ته ووتل نو دا د ملت اصلی او اساسی دنده ده چی داځل په ټول توان سره د ښاغلی احمدزی په شاوخوا راټول شی او هیڅ ډول جعل کاریو ته زمینه برابره نه کړی. او هغوی چی جعل کاری کوی په ټول توان سره یی مخه ونیسی.
    ایران ، پاکستان او د نظار شورا ډلی غواړی چی افغانستان همداسی بی ثباته او بیرته پاته هیواد وی او دوی دلته خپل ګوډاګیان قدرت ته ورسوی یا یی وساتی. پدی حال کی د ځوانانو او پر وطن او هیواد مینو افغانانو دنده ده چی راویښ شی او په لوی لاس خپل هیواد پردیو ته پری نه ږدی. طالبانو ته هم معلومه ده چی د داکتر عبدالله او محقق اییتلاف به هیڅکله له دوی سره خبرو ته حاضر نه شی او همداسی ورور وژنه او جګړه به روانه وی. دوی هم باید خپل تاریخی او اسلامی رسالت پرځای کړی . که په انتخاباتو کی خپله شرکت نه کوی حداقل د رایه ورکونکو مخه د نه نیسی او بیا د د غزنی ولایت تاریخ نه تکراروی چی له څوارلسو ولسوالیو نه تول د محقق ملګری پارلمان ته را استول شویدی او هغوی د ملت له بیت المال نه عیشونه کوی او قوانین د خپلو خلکو او مذهب په ګټه وضعه کوی.

  7. Hello,
    I am 85 % accord with his excellency world 2nd thinker dr.M.Ashraf Ghani Ahmedzai, the next president of Afghanistan. I propose all the national & international human rights ,amnesty i.n.,IEC, civilisation etc… to avoid corruptions in people votes counting. And you must decrease one vote by finding a corrupting one! I mean 1*_1=0
    Thank u.

  8. بخدا کرزی یک ادم معامله گر است و هیشه به سرنوشت افغانها بازی کرده و می کند صرف بخاطر منفعت خودش و این بار هم با معامله که با تعداد از افراد کرده است می خواهد در انیده هم در قدرت بماند با تقسیم قدرت میان چند تن دزد ها می خواهد مردم شریف کشور را که با یک دنیا امید رای دادند تا از شر این دزد ها خلاص شوند به تمسخر بگیرد و اگر این کار شود مردم دیگر به ارزش های دیموکراسی و انتخابات بی باور می شوند

  9. پختنو ته خبرداری: لږ په حال شئ او دجوزا په ۷ نیټه چې دجمهوري ریاست د ټولټاکنو دې دویم پړاو ورځ ده،زما انۍ،خور او مور هم در سره د ټولټاکنو هډو ته ورولئ ،انشالله چې نه به پښتو برباده شي او نه به خدای ج خفه شي.ددې نه بغیر بیا ګیله مه کوی که اوداله مو با دار شو یا بسم اله

ځواب ورکول هاشمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *