تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښ کاندید ډاکتراشرف غني احمدزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د ضیاالحق امرخېل د استعفا پرېکړه وستایله.

ډاکتر غني وویل:«موږ د خپل هیواد د ملي ګټو په خاطر د ښاغلي امرخېل د استعفا زړه وره پرېکړه ستایو.»

ښاغلي احمدزي هیله څرګنده کړه چې د ښاغلي امرخېل له استعفا وروسته به عبدالله عبدالله او ټیم به یې انتخاباتي پروسې ته راوګرځي.

ده وویل:«ډاکترعبدالله غوښتنه کړې وه چې امرخېل دې لېري شي، نوموړي استعفا ورکړه. اوس موږ هیله لرو چې عبدالله او ټیم یې انتخاباتي پروسې ته بېرته راشي.»

ډاکترغني همداراز په دې تاکید وکړ چې د انتخاباتو له کمیسیونه غیرضروري غوښتنې او پر انتخاباتي ادارو نور فشارونه ګټور کار نه دی.

پرون ملګروملتو په یوه اعلامیه کې امرخېل وستایه او هغه یې یو مدیر او مدبر شخصیت وباله.

4 thoughts on “اشرف غني د دارالانشا له ریاسته د امرخېل د استعفا پرېکړه وستایله”
  1. کوم تصمیم چه دملت دملی منافع په خاطر نیول کیزی پاداش یی یوازی الله ج ورکولای شی او فکر کوم دابه کافی وی دهغه چا لپاره چه دخدای ج په حقانیت باندی اعتبارلری او حوک چه دقدرت په نیشه کی دوپ وی دایو موفتی آزمایش دی
    په احترام

  2. چې ګل مرجان یې نه منی!

    د ګل مرجان په وياړ…!!
    _________
    عجيبه غوندى انسان دى ګل مرجان
    بس په نه خبره وران دى ګل مرجان
    ***
    خپله هر څه هر څه و کړي پروا نشته
    ستا په ښه خبره وران دى ګل مرجان
    ***
    کله يو څه کله بل څه بهانه کړي
    ډير ضدي او ډير شيطان دى ګل مرجان
    ***
    حقيقت ته به په سپکه سترګه ګوري

    د دروغو قهرمان دى ګل مرجان
    __________
    ايمل يار ساجد

  3. د ګل مرجان (عبدالله جان) په وياړ
    _________
    عجيبه غوندى انسان دى ګل مرجان
    بس په نه خبره وران دى ګل مرجان
    ***
    خپله هر څه هر څه و کړي پروا نشته
    ستا په ښه خبره وران دى ګل مرجان
    ***
    کله يو څه کله بل څه بهانه کړي
    ډير ضدي او ډير شيطان دى ګل مرجان
    ***
    حقيقت ته به په سپکه سترګه ګوري

    د دروغو قهرمان دى ګل مرجان
    __________
    ايمل يار ساجد

  4. تولو دوستانو ته سلامونه
    یوه کلمه وایم هغه دا چی نور د مونژ د صبر کاسه دکی شوی دی د عبدالله خاین هره بل خواهش به په زور باندی ور رد کوو نور نو د غنی صاحب نه خوارو جی د خپل زان نه لژ جدیت شکاره کی.

ځواب ورکول Rohullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *