تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي نن په یوه خبري غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لس فیصدو رایو د پایلو د اعلان د هرکلي په څنګ کې د پایلو په اعلان کې نیمګړتیاوو ته ګوته ونیوله.
ده وویل:«د نن ورځې د اعلان ستاینه کوو. هیله لرم چې کمیسیون په راتلونکې کې هم خپل کارونه سم ترسره کړي.»
اشرف غني احمدزي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د لسو فیصدو اعلان شویو پایلو پر اساس یې ۳۷ اعشاریه ۶ رایې ګټلي او تر عبدالله عبدالله وروسته دی، له کرزي په انتخاباتو کې د بې پرې توب په خاطر مننه وکړه.
ده له امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه چې د انتخاباتو په ترڅ کې یې خلکو ته د امن چاپېریال برابر کړ. اشرف غني له رسنیو هم مننه وکړه چې د ده په وینا ښه رول یې ولوباوه.
اشرف غني احمدزي په دې خوښي ښکاره کړه چې ټولو کاندیدانو تقریبا له هر ولایته رایي اخیستې دي او دا د ده په وینا د ملي یووالي لپاره ستر ګام دی چې اخیستل شوی دی.
ده زیاته کړه:«لومړۍ نتیجې داسې دي لکه د فوټبال تر لوبې مخکې چې لوبغاړی لوبې ته ځان چمتو کوي او نوي دقیقې لوبه پاتې ده.
تفاوت اوس هم کم دی ډیر نه دی. چې څومره ژر کیدای شي کمیسیون دې تقلبي رایي بیلې کړي څو ولس ته مسله واضح شي. په ځینو ولایتونو کې الف شکایتونه ډیر دي هیله ده چې دواړه کمیسیونونه په یوه وخت پر دې کار وکړي څو ولس ته موضوع ژر واضح شي.»
ده د خپلو څرګندونو په دوام کې وویل، د انتخاباتو او احصایي توپیر دا دی چې په انتخاباتو کې هره راییه اهمیت لري او دلته اته ولایتونه نه دې حساب شوي.
اشرف غني احمدزي د کمیسیون له لوري په انتخاباتو کې د ګډون کوونکو شمېر او د پایلو لس فیصدي د پوښتنې وړ وبلله، ویې ویل:«کمیسیون وایي چې دا لس فیصده ده که داسې وي نو نن په دې حساب خو پنځه ملیونه خلکو رایي ورکړې دي. هیله ده چې کمیسیون دا ژر معلومه کړي چې څومره کسانو په انتخاباتو کې رایي اچولې دي.»
د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي هیله حرګنده کړه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ټولو رای ورکوونکو رایي په پاڼه کې واچوي. «له دې لومړي ګامه هرکلی کوو او هیله لرو چې نور ګامونه هم له قانون سره سم واخیستل شي.»
ده وویل، دواړو کمیسیونونو ژمنه کړې ده چې درغلۍ به څیړي. البته کمیسیون تر فشار لاندې دی خو تر دې دمه کمیسیون داسې کار نه دی کړی چې دوی قانون تر پښو لاندې کړی دی. د شک له فضا باید ووځو او اعتماد رامنځته کړو.
اشرف غني احمدزي وویل، نه پوهیږم چې دا اوازې له کوم ځایه راغلي دي چې حامد کرزي پر ده فشار راوستی دی. ده وویل:« زه او عبدالله عبدالله او زه او زلمی رسول او ارسلا صاحب سره همکاران یوو، موږ پخوا یو ځای کار سره کړی دی. دلته تشویش مه لرئ چې کوم خاص فشار دی.»
اشرف غني زیاته کړه که چیرته کمیسیون داسې څه وکړل چې تیروزي نو بیا قضاوت وکړئ. د ده په وینا په تیرو شپږو میاشتو کې کمیسیون تیروتنه نه ده کړې او له دې وروسته هم باید صبر وشي.
!اشرف غنی احمدزی له کرزي په انتخاباتو کې د بې پرې توب په خاطر مننه وکړه
په پښتو کی یو متل دی وایی چی په پک پسخند وهې ورته ووایه څڼوره: ښاغلی احمدزی هم په کرزی پسخند وهلی دی. که د کرزی د ټوپکیانو زور نه وای نن به په کندهار کی بې ژبی رسول ۴۵ سلنه رایی نه وړلای. دا د کرزی نه بې پرې توب دی چی نن د شمال ټلواله تر ټولو مخکی سوه. کرزی هیڅکله نه غوښتل چی په پښتنو کی دی یې سیال پیدا سي او تر ټولو ډېره وېره یې له پښتنو څخه ده تر څو د پوپلزیانو ګټي په خطر کی ونه لویږی
مېړني افغان، ستر مفکر او راتلونکي ولسمشر ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته!
خوشال خان خټک درته وايي:
څو دې توان رسي په لوی درياب کې ګرځه په وياله کې دې زوال وينم نهنګه
شاوخوا درې مياشتې دمخه د ګران ټاټوبی په لرغوني تاريخ کې په لومړي ځل يوه ولسمشر، بل ولسمشر ته د واک د سوله ايز او ډموکراټيک لېږد هوډ د ولسمشريزو ټولټاکنو لپاره د کمپاينونو په پيل سره وکړ. په دغه موده کې ډېرو فرصت طلبانو بيا د ولس تېر اېستلو ته مټې بډ وهلې او د اسلامي، جهادي، مقاومتي…. جعلي شعارونو يې غوښتل اوبه خړې او کبان ونيسي. ډېر ښکارونه يې هم وکړل خو دا وار ولس د سپېڅلي بغاوت په کولو دغو بد مخو ته د نه نه نه نه… په ويلو سره جوته کړه چې لا مړه نه يو !!!!!!!!!!!!!!!!!!!! ولس عقلانيت ته مخه کړه او دغه د انسانيت، اسلاميت او افغانيت په تندي تور داغونه يې له يوې مخې رسوا کړل.
افغان مېړنی ولس له بېلابېلو ګواښونو سره سره د رايو صندوقونو ته ولاړل او ګوتې يې شنې کړې، خو دا وار يې د خلکو په وينو سرو ګوتو ته رايې ورنکړې او تاسو ته يې د نړۍ د ستر متفکر، پر افغانستان مين او رښتيني مجاهد په حيث، رايه درکړه او د راتلونکي نظام د چلولو دروند پېټی يې ستا پر اوږو کښېښود. په رښتيا چې ښه پرېکړه يې وکړه، آفرين دې شه دردېدلي ولسه! سمه ټاکنه دې کړې.
خو له څو ورځو راهيسې اورېدل کېږي چې په نامشروعه ډول په سياسي واک روږدي بد مخي بيا غواړي چې تاسو دې ته اړ باسي تر څو شرمېدلي، ناکام او له معاملو ډک ائتلافي حکومت ته مو اړ باسي، خو زه وايم:
1. ولس تاسو ته (له ټولو ګواښونو سره سره) په دې رايه نده درکړې چې تاسو يې د هغه له وژونکو سره شريکه کړئ.
2. دغه ډول نظام په تېرو دولسو کلونو کې د نړۍ په فاسد هېواد مشهور کړو…………..
3. که داسې وشي نو په خپله فکر وکړئ چې ولس به بيا په څه بنسټ د رايو صندوقونو ودروئ؟؟؟؟؟؟
نو هيله من چې په خپل تدبير او ژور فکر سره د ائتلافي حکومت د جوړولو مخنيوی وکړئ، ځکه ولس په همدې بنسټ پر تاسو اعتماد کړی.
نن د لس ورځې مخکيني ټولټاکنو د لس سلنه رايو د شمېر پايلې اعلان شوې، حاکم نظام او په تېرو ۱۲ کلونو کې يې شاوخوا مردار خواره ائتلافيان چې کله ځانونو ته اپوزيسيون هم وايي (کاش لږ عقل ور سره وای) په دې لټه کې دي تر څو ستاسو روحيات په دغو لومړنيو محدودو رايو در مات کړي او ولس دې ته چمتو کړي چې د (د دوی په اند) راتلونکو ائتلافيانو په مقابل کې پاڅون ونکړي.
که چېرې د ولس رايو ته درناوی لرئ او د هېواد ښېګڼه غواړئ (چې زه يقين لرم تاسو يې لرئ او غواړئ يې هم) له ائتلاف له کولو ډډه وکړئ او پرېږدئ تاريخ د دغو تور مخو په اړه قضاوت وکړي.
بريالی دې وي يو موټی افغانستان
))هیله ده چی تاند دا لاندی د ډاکټر اشرف غنی وینا لږه روښانه کړی، ما خو هيڅ مطلب تر وانه شو خیستلای.
اشرف غني احمدزي وویل، نه پوهیږم چې دا اوازې له کوم ځایه راغلي دي چې حامد کرزي پر ده فشار راوستی دی. ده وویل:« زه او عبدالله عبدالله او زه او زلمی رسول او ارسلا صاحب سره همکاران یوو، موږ پخوا یو ځای کار سره کړی دی. دلته تشویش مه ((لرئ چې کوم خاص فشار دی.
د ډاکټر صاحب اشرف غنی مطلب څه دی؟
پیاوړي مشر داکتر اشرف غني ته په مينه سلام او پس د سلامه ګرانه مشره ! د افغانستان د کونډو ، رنډو ، يتيمانو اود دې جنګ ځپلي هیواد افغانانو د اميد سترګې تاسې ته دي ، خبرياست چې د وطن دښمنان وايي چې اشرف غني د همدې دولتي مافيا یو غړئ دئ هیڅکله به داسې قدم پورته نکړي چې د هغوی د منافعو خلاف وی ليکن افغانانو په ډیره میړانه هغوی په خوله ووهل او ستاسې د دې نیک نظر چې سهامي شرکت به نه جوړوم ېې سرونه په لاس کې نيولي ولاړ دي ـ هیله لرو چې په ځينو مواردو کې د وطن دښمنه کړيو په چال تیر نه اوځې اود ياسرعرفات غوندې دوه ګوتې پورته کړې يا مرګ ( خدای دې نه راولي ) يا افغانستان د مافيا د منګولو څخه خلاصول ـ ولسونه ستا سره دي بې غمه اوسه مونږ ژوندي يو { دهغه ستر افغانستان د جوړیدو په هیله چې ټول مليتونه پکې په برادرۍ او برابرۍ او سوله ژوند وکړي } آمين
احمدزی صاحب منو په پستو کی یو متل دی چی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی خو ستا د خوصیله مندی نه مننه کاش د افغانستان ټول سیاستوال ستا په شان وی هغوی خو اخطارونه ورکوی که پلانی کا میاب شی نو وینی به توی شی خو له دی به یی معلومه کړو چی ډیر کم ظرفیته دی نو دوی به د یو دولت مدیریت څنګه وکړی په داسی شریطو کی
ډیر محترم ډاکتر اشرفغني ته اسلام علیکم !
قدرمنه تاسې ته د ټاکنو په اړه پوره معلومات شته زمونږ د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې ډیره بې امني وه د دې سره سره د حکیم اباد سیمې ته لاړم ځکه ماته ویل شوي وه چې هلته د ډاکتر عبدالله عبدالله لپاره جعل کاري روانه ده او میا خان اغا دوه دوه لکه روپئ ډی ایف سیانو ته منلي کله چې ورسیدو کې شوم نو ومې لیدل چې طالبانو په مرکز برید کړی اما له دې سره چې مرمۍ روانې وې خو وطن دوسته خلک په مرمیو ور روان او ویل یې چې که مرو هم اشرف غني ته رایه ورکوو په دغه ځای شپږ ځله برید وشو خو زمونږ میړنیو پولیسو په شا وتمبول او میړني ولس رایه ورکړه په همدې ډول د چمتلې په سیمه کې هم برید وشو چې نژدې وه چې ماهم په کې خپل ژوند د لاسه ورکړی ؤ خو مخالفین په شا وتمبول شول او غیرتي ولس د ټاکنو له محل څخه لاس وانخیست هر یوه ویل چې اشرف غني یې کاندید دی په همدې ډول د قیلغو قریې لپاره د شنې وړی په غونډۍ مرکز جوړ شوی ؤ ما غوښتل چې هلته هم ورشم خو ملګرو راته وویل چې طالبان را وتلي او د هر کور مخې ته ولاړ دي خلکو ته وايي که را ووتلې د مرګ سره به مخ شی اما له دې سره هم د مرکز سره نژدې کورنۍ ورغلې او رایه یې ستاسې په نفعه کار کړه په دغه وخت خبر راغی چې د ډاکتر عبدالله نمایندګانو د شیرحیدر په نامه یو ه قوماندان ته پیسې ورکړې چې په محل برید وکړي لس منټه تیر نه وه چې برید وشو وروسته داسې راپور راغی چې د هغه ځای ډی ایف سي ته چې اسد الله یې نامه ده د ډاکتر عبدالله نفرو دوه لکه افغانۍ ورکړې او یوولس سوه رایه یې په تقلبي ډول ورته استعمال کړه چې په نتایجو کې هم همداسې وښودل شوه خو متاسفانه ولسوال چې هم د ډاکتر عبدالله طرفدار ؤ هیڅ ورته ونه ویل داچې دغه اسدالله زړور شوی ؤ نو د رایې شمیرنې په وخت یې چې د شپې اته بجې وې خپل تره زوی ته د ولایتي شورا د رایو یوه کتابجه ورکړل شوې وه چې د معلوم کاندید په نفعه یې وکاروي مګر دا چې ولسوال د هغه کاندید خلاف ؤ نو د اسدالله د تره زوی ونیول شو او تراوسه یې دوسیه په څارنوالۍ کې تر اجرااتو لاندې ده مونږ ډیره هڅه وکړه چې شکایت په دغه محل وکړو خو هیچا مو ږغ وانه وریده په همدې ډول په هر محل کې د ډاکتر عبداله نمایندګانو په هر محل پیسې وشندلې او په هر محل کې یوه نفر ډاکتر عبداله ته تر پنځوسو رایې ورکړي چې د کمیسیون د کارکونکو پوره همکاري ورسره وه اما له دې تقلب سره یې بیا هم د ستاسې په مقابل کې هیڅ ؤ
ګرانه د افغانستان ډیری خلک ستاسو له نظریاتو سره سم یو څه امید لري هیله ده چې دغه امید یې د خاورو سره خاورې نه شي لکه څرنګه چې مو تراوسه ویلي چې سهامي شرکت نه جوړوم جوړ یې نه کړې له بیا ټاکنو ونه ویریږې مونږ د خوګیاڼو ځوانان اوس په دې ناستې لرو چې په دویم ځلي ټاکنو کې د هر محل لپاره لس قوي ځوانان واستو او هغه څوک چې تقلب کوي غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړو دغه ټاکنې خو یو څه د زلمي رسول په تقلب خرابه شوې اینده ټاکنې به زمونږ په بریا وي اګر دا هم دي خو د پنځوس جمع یو شک کې یاستو