تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي له خپل سیال عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې بېرته پروسې ته وروګرځي او په قانوني مراجعو اتکا وکړي.

ښاغلي غني په یوه غونډه کې، چې یو لاس ته یې احمدضیا مسعود او بل لاس ته دوه مرستیالان جنرال عبدالرشید دوستم او ډاکتر دانش ناست ول، وویل چې په تېرو څو ورځو کې یې د دې لپاره څه نه ویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ورڅخه غوښتي و چې مخکې تر مخکې قضاوت ونه کړي.

ده پوښتنه وکړه، په داسي حال کې چې نه دوی څه ویلي و او نه د انتخاباتو کمیسیون نتیجه اعلان کړې وه، د همپالنې او اصلاحاتو ټیم څرنګه پوی شو چې زموږ رایې ترې یو ملیون زیاتې دي؟

« موږ نتیجې اعلان نه کړې، کمیسیون اعلان نه کړې خو همپالنه څنګه پوه شوه چې موږ ترې یو ملیون زیاتې رایې لرو.»

ښاغلي غني وویل، د افغانستان برخلیک هغه ګوتې ټاکي چې دانتخاباتو په ورځ یې په رنګ تورې کړې، نه د توپک ماشه.

ده دا هم وویل، هره پرېکړه چې د انتخاباتو کمیسیون وکړه، ورته درناوی کوي او څوک چې له انتخاباتو شا ته شا ته کېږي په خپله ماته اعتراف کوي.

اشرف غني احمدزي ټینګار وکړ چې سهامي شرکت به جوړ نه کړي او د خلکو په رایو به معامله ونه کړي.

ده وویل چې د سرطان تر۱۱ انتظار باسي چې کمیسیون نتیجې اعلان کړي. خو تاکید یې وکړ چې باید د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د سرطان په یوولسمه ابتدايي پایلې او د سرطان په پای کې نهايي نتیجې اعلان کړي څو خلک پوي شي چې څوک یې ولسمشر دی.

اشرف غني احمدزي بیا بیا په دې تاکید وکړ چې د خلکو په رایو به معامله ونه کړي:« د هرې مشروع رایې ساتنه زموږ اساسي وظیفه ده. هره مشروع رایه د خلکو د ارادې نښه ده.»

ده دې ته په اشارې چې ډاکتر عبدالله په انتخاباتو کې د درغلیو شکایت لري، وویل:«ولي د همپالنې ټیم د شکایتونو کمیسیون ته مراجعه نه کوي او انتظار نه کوي چې کمیسیونونه پرېکړې وکړي.

موږ ۱۸۰۰ شکایتونه کړي او باور لرو چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به پرې غور وکړي.»

اشرف غني احمدزي دا هم وویل چې افغانستان زیات مشکلات لري او بحران زېږول د هیواد په ګټه نه دي.

ویل کېږي چې اشرف غني احمدزي تر خپل سیال عبدالله عبدالله څه باندې ۱۴ لکه زیاتې رایې ګټلي دي.

ده د خپل ټیم د بریالیتوب د علتونو اړه وویل چې په ۳۴ ولایتونو کې یې خپلې رایې زیاتې کړي. خو اوس نه وايي چې چیري یې څومره رایې ګټلي او دا کار کمیسیون ته پرېږدي.

احمدزي وویل، په ۱۷ ولایتونو کې، چې فکر کېده د ناامنۍ له کبله به خلک په انتخاباتو کې زیات ګډون ونه کړي، د انتخاباتو په ورځ امنیت ښه و او بناً ویلی شي«موږ لا قدرت ته نه یو رسېدلې، سوله مو راوستې ده.»

اشرف غني احمدزي د عبدالله عبدالله دا ادعا چې په خوست کې د دغه ولایت تر نفوس زیاتې رایې اچول شوي، وویل:«ښاغلی عبدالله باید خپل معلومات زیات کړي. خوست هغه خوست نه دی چې اتیا کاله پخوا و، شپېته زره خوستیان یوازې په العین کې کار کوي، د خوست په پوهنتون کې۱۰ زره محصلان زده کړه کوي.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې د درغلۍ په اړه وویل چې له عبدالله څخه یې وغوښتي و چې قول ورکړي چې یو به هم درغلي نه کوي خو عبدالله د ده لاس ته راس اوږد نه کړ.

اشرف غني په کلکه وویل چې ټیم یې هیچا ته د هیڅ پوسټ ژمنه نه ده ورکړې البته یو احمدضیا مسعود ته یې د مرستیالۍ وعده ورکړې، په قانون کې بدلون راولي چې ټول قومونه په حکومت کې شامل وي.

7 thoughts on “اشرف غني له خپل سیال عبدالله عبدالله وغوښتل چې انتخاباتي بهیر ته راوګرځي”
  1. ډیر ښه شو مونږته مو بیرته جرات راکړ. تر ټولو مهمه داده چی د ملت رایو ته احترام وشی او د افغانستان قوانین د ټولو له خوا مراعات شی. هغوی چی قوانین نه مراعات کوی باید تر پوښتنی لاندی راشی او نور بی تفاوته باته نشی .
    هغوی چی ملت توهینوی او ګوسفندی ورته وایی باید تر پوښتنی لاندی راوستل شی.
    هغوی چی لاری بندوی او کوڅوته وځی او یا وندالیزم یا ګډوډی جوړوی د جزا له قانون سره سم مجازات شی.
    هغو ی چی د ولس اذهان مغشوشوی او بیځایه تبیلغات کوی یا جعلی ویدیو ګانی جوړوی. او یا د قانون خلاف محرم اسرار افشا کوی او یا د خلکو تلیفونی مکالموته غوږ نیسی باید تر جدی تحقیق لاندی را وستل شی. تاسو ته به د واتر ګیت قضیه دریاد وی چی په 1970 اویایمو کلونو کی یی د امریکا د وخت جمهور ریس ریچارد نکسن استعفی ته مجبور کړ. دلته هم انسانان اوسی او دوی هم انسانیت او شرافت او شخصیت لری . څوک حق نه لری د چا شخصی حریم ته داخل شی البته امنیتی ارګانونه یواځی د قانون په چوکاټ او د محکمی تر رسمی امر نه وروسته کولای شی پدی برخه کی مداخله وکړی.
    قانون ماتونکی که مسلح وی یا غیر مسلح دواړه مجرمین دی. مسلح یواځی يوڅو کسان وژنی اما غیر مسلح ولسونه وژنی دا تر ټولو سخت دښمن دی . له قانونه هیڅوک استثنی نه دی. که هغه ولسمشر دی یا یی کاندید دی او که عادی خلک دی.
    قوم ، ژبی او یا د ولایتونو خلکو ته اهانت خپله جرم دی. هیڅوک حق نه لری بل ته به بده وینا خطاب وکړی. باید د افغانستان د خلکو ، دولت او ملی منافعو درناوی وشی. که څوک ملت ته اهانت کوی هغه خاین او د پردیو په خدمت کی دی او باید سخته سزا ووینی. بریال

  2. هم غبرګ عبدالله مشهور په ګل مرجان اوهم طالبان فکر کوی چی پښتانه پسونه دی نو ځکه هره ورځ حلالیږی. په اوسنی پيړۍ کی خو انسانان څه لا حیوانات هم څوک نه حلالوی او اوایی چی ظلم ورسره کیږی نو یواځی په یوه تیزه پیچکاری یی لږ بیسده کوی او بیایی وینه تری باسی . خو زمونږ مذهبی مشران « طالبان» او سکولر مشران « ګل مرجان عبدالله ګل » لا تراوسه په پخوانیو طریقو حلالول کوی او پسونه ورته خطاب کوی. کله چی د افغانستان د زعامت دعوه ګیران داسی کوی نو له دی خوار ملت او اولس نه به څه ګیله وکړو.

  3. Salamoona khwaindo & wrono taand lostonkoo ta,
    Aferin par doctor sahib Ashraf Ghani aw watandost aw uluspervera team yi che pa lannddo kalimato sara yi siyaci mofsedino ta dder sha zawaboona werkrrydi . pa video ki ma yawa jaliba khabra yi wawredala” Mung d` millat kandid wo , faqat Aodola d` djamia`t wo!”

    hassan khan wror ta wayim zma pa piker d` golmerjan tzang ki ma-lieka, Khoday makrra d` Turkiye Jalaletmaab ulus-mashar ta teshbeh nasy.pa Ehtiraam!.Dr.Sapi

  4. Salamoona khwaindo & wrono taand lostonkoo ta,
    Aferin par doctor sahib Ashraf Ghani aw watandost aw uluspervera team yi che pa lannddo kalimato sara yi siyaci mofsedino ta dder sha zawaboona werkrrydi . pa video ki ma yawa jaliba khabra yi wawredala” Mung d` millat kandid yu , faqat Aodola d` djamia`t wo!”

    hassan khan wror ta wayim zma pa piker d` golmerjan tzang ki maliekay, Khoday makrra d` Turkiye Jalaletmaab ulus-mashar ta teshbeh nasy.pa Ehtiraam!.Dr.Sapi

  5. ګل مرجان مشهوره په عبدالله عبدالله به خامخا ټوله هغه پښتنو ته د پسونو خطاب کوي چی ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ته یی خپل د بارو رایه ورکړیده . ولي چی هغه پښتنو چه ګل مرجان ته یی رایه ورکړیده هغه ګل مرجان غله او شرموښان بولي. ګل مرجان وایه چی ټوله هغه پښتانه چی خپل ټولني ته خدمتګاره او وطن پرست نه سول نو هغه به ماته څه کار وکړي او ماته کومه غلا او ناروا وکړي . خو موږ ګل مرجان ته وایو چی اوس پښتانه ویښ او بیداره دي . ټوله پښتانه خپل د پاکو رایو دفاع کوي . او خپل پاکي رایه به د ناپاکو رایه څخه جلا کیدل غواړي . او ټوله پښتانه غني افغانستان غواړو. او هغه پښتانه چی ګل مرجان ته یی رایه ورکړیده شرمیږي او په ښارونو او بازارونو کی په پټ مخ ګرځي را ګرځی . ولي پښتنو د ریاست جمهوري پنځه کلنی تګلاري او پلان ته رایه ورکړيده نه ژیبي ، قوم ، قبیل ، رنګ او سمنت ته . ګل مرجانه اوس د پروتي لغتي مه وهه ولي چی ته اوس مشروت یه او انشاالله ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي پلان لري چه ستاسو لپاره په ۲۰۱۸ کال کی د انتخاباتو زمینه برابر وي . اخیري خبره دا ده که چیري افغان اولس وختي خبر واي چي ته ګل مرجان یی نو هیڅکله به یی تاسو ته رایه نه واي در کړید خو تا عبدالله عبدالله خپل اصلي نوم پټ کړی وه . ته چی خپل اصلي نوم پټ وي نو ته به د افغانستان لپاره څه وکړي ګل مرجانه . . . . . . .

  6. ګل مرجان يي نه مني
    ګل مرجان يي نه مني
    ګل مرجان يي نه مني
    ګل مرجان يي نه مني

  7. درنو دوستانو لکه څنګه چی داکټر اشرف غنی بیګا په خپلو خبرو کی وویل چی هیچاته یی د کوم وعده نده ورکړی نو مونږ هم تری د همدی طمعه لرو چی لومړی باید وړ شخص وپیژنی او بیا یی په پوست وګماری او په پټو ستړګو کار ونه کړی زه د داکتر صیب غنی لپاره د یو محل سر ناظر وم بیدون له دی چی ورڅخه کومه طمعه هم ولری او نه غواړم چی په کوم پوست می مقرر کړی خو دا حق ورڅخه ضرور غواړم چی مونږ درته رایه درکړی مو د سره پر تا تیر و او یو به تر اخره خو دا غواړو چی نو رو غوندی نه باید واوسیږی او باید لکه څنګه چی وایی هماغه شان د خلکو په زړونو حکومت وکړی او د خلکو د زړونو خبر وی باید فساد ورک کړی او یو سم نظام دی جنګ زپلی هیواد ته راوړړی
    کار باید اهل کار ته وسپارل شی او په روابطو یو کار هم ونه کړی
    زه د ژوند یوه ترخه خاطره تاسی سره شریکول غواړم زه چی کله د پوهنتون څخه فارغ شوم نو زمونږ یو دوست چی په ارزګان څارنوالی کی وظیفه لری مونږ ته له خپل ریس څخه پشنهاد واخست او همدغه ریس د لوی څارنوال احکام هم واخستل لوی څارنوال ورته لیکلی ول(پشنهاد منظور و تعین بست ګردد) مونږ ته ریس د ارزګان زنګ راووهه او مونږ ټولو ته یی مبارکی راکړه او مونږ ته یی وویل چی تاسی راتلوونکی هفتی ته راشی او له منابع بشری څخه خپل کار خلاص کړی نور به ځو خپلی وظیفی ته موږ ټول خوشاله و کله چی کابل ته لاړو د منابع بشری ریس تر ننه پوری زمونږ کار ونه کړ او په یوه بانه او بله بانه یی دوکه کړو مونږ راغلو زمونږ دوه دوستان بیا لاړل خو په لنډ ډول یی ووایم چی پنځه زره دالر فی نفر یی تری غوښتی ول هغوی بیچاره ګان تر اوسه بیکاره ګرځی او نشی کولی چی ځانته وظیفه پیداکړی

ځواب ورکول Naveed Ahmad Amin ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *