لیکوال: ډاکتر مصدق یحیی/ د مرکزي حکومتدارۍ تر ټولو ښه بېلګه د امیر عبدالرحمان خان زمامداري وه. د سیاسي علومو ټول متخصصین په دې ګواه دي چې امیر عبدالرحمان خان په لومړي ځل د مرکزي دولت د استقرار بنسټونه جوړ کړل او داسې حکومتي سیستم یې رامنځته کړ چې په مرکزي حکومت به راټول و.

د ولسمشر غني په شمول د نظام اصلي مشران په دې باور لري چې د مرکزي دولت تقویت به د اوږدمهالو سیاستونو او استقراریافته نظام سره بې درېغه مرسته وکړي. د کندهار زون د مرکزې دولت تر مستقیم چلښت لاندې راوستل د هغه برنامې برخه وه، چې په هرات کې پیل شوه. د هرات د محلي حکومت ټول اسماعیل خاني دولتیان چې په جدي ډول په فساد او خیانتونو تورن وو، برطرفه او څارنوالۍ ته معرفي شول، او پر ځای یې کارفهمه او جدي مامورین وګومارل شول.

دا پالیسي په غیر مستقیم او د یو شمیر سیاسي مهارتونو په اساس په شمال او شمال شرقي زون کې وکارول شوه او هلته د کرزي د مهال یکه تاز او خودمختاره والي عطا محمد نور چې اوس مهال یوازې د هغه ولایت سرپرست والي دی او د ولایت ورځنۍ چارې پر مخ بیایي، د پخوا په څېر په هېڅ ډول سیاسي، اقتصادي او اجتماعي قضایاوو کې لاسوهنه نه کوي او جنجالي حضور نه لري.

جنجالي سیاستوال د ولایت تر سرپرستۍ؛ عطا محمد نور ولې غلی دی؟

بلخ عطا محمد نور ته د شمال ټلوالې او حامد کرزي په میراث رسېدلې حکمراني ده. هلته د عطا محمد نور څه کمیوه لسیزه ماموریت د هېوادني سیاست تر بلې هرې موضوع جنجالي او حیثیتي بحث و. ولسمشر اشرف غني ته هم اکثره پلویانو یې په ده موخه رایه ورکوله او ملاتړ یې ترې کاوه چې ګواکې باید دا ښکرور سیاستوال په کور کېنوي او یا یې په سیاسي انزوا اخته کړي.

د ولسمشر غني د حکومت تر پيلېدو وروسته ټول والیان سرپرستان شول او پخواني واکونه یې په طبیعي ډول کم او را ټول شول. له دې جملې عطا محمد نور چې په یو سیاسي معامله کې تر نن پورې د سرپرست والي په توګه د شمال ټلوالې په سهم کې پاتې شوی دی.

شمال او شمال شرق ولایتونه د امنیتي ستونزو له کبله د مرکزي حکومت لپاره په یوه جدي مسله بدل شول. هلته د نویو والیانو ټاکل او د جنرال دوستم سهم، د عطا محمد نور پخوانی د واک ساحه ور ټوله کړه. اوس جنرال دوستم د شمال او شمال شرق په زونونو کې د مرکزي حکومت او د ملي امنیت د شورا د اوامرو د تطبیق لپاره محلي حضور لري. عطا محمد نور اوس د پخوا په څېر نه یوازې دا چې نه شي کولای په ټوله شمالي حوزه کې د واک ګدۍ وچلوي، بلکې د خپلو شتمنیو د ساتنې په چل یې هم سر نه دی خلاص.

عطا محمد نور اوس د مرکزي حکومت لپاره یو جنجالي سیاستوال نه دی. له حکومت سره د سهم پر سر لانجه نه لري. د سولې مذاکرات، منطقوي خبرې، د حکومت په داخل کې سیاسي مقررۍ او دې ته ورته موارد اوس د عطا محمد نور د وس او سویې موضوعات نه دي چې له مرکزي دولت او د نظام له اصلي مشرانو سره پرې لاس او ګرېوان شي.

عطا محد نور اوس یوازې د خپل ولایت سرپرست والي دی چې په ډېرو کمو ناستو او مجلسونو کې را ښکاره کېږي. د شمال او شمال شرق زون چې بلخ یې برخه ده، ټول امنیتي او نظامي چارې د ملي امنیت شورا تر نظارت لاندې مخته وړل کېږي او هلته ګومارل شوي چارواکي یوازې د ملي امنیت شورا د اوامرو د تطبیق مسوولیت لري.

د مرکزي دولت دارۍ تقویه به د ولایتونو په سطحه د ځان ځاني سیاستوالو او مامورینو غوږونه ور تاو کړي او د مشروع قدرت د اعمال واک به ارګ ته ولېږدول شي.

اسماعیل خاني هرات، د تورن اسماعیل خان لپاره وېرونکی دی

هرات چې تورن اسماعیل خان به د خپلې خودمختارې پاچاهۍ اېتوپیا بلله، نن په جدي ډول د ده لپاره وېرونکې دی. تورن اسماعیل خان چې به تر دې وړاندې د کرزي د حکومت پر مهال په لویه او وړه خبره ناراضه کېده، هرات ته بې پناه وړله او هلته به یې د ځايي حکومت په چارو او د محلي نظم او امنیت په خرابۍ کې ګوتې وهلې، تر څو پر مرکزي حکومت فشار راوړي او د ده نامشروع او وطن دښمنه غوښتنې ومني؛ ولې نن په هماغه هرات کې پر خپل ځان ساتلو وېریږي.

د اسماعیل خان محلي زورواکي پای ته رسېدلې، دی اوس هلته د خپل نامشروع قدرت د اعمال هېڅ وسیله نه لري، له حکومت څخه د خپل سهم غوښتنه نه کوي، بلکې تر ټولو ستر ارمان یې دا دی چې را ټوله کړې غیر مشروع شتمني یې خوندي وساتل شي.

اسماعیل خان حتی په دې هم راضي دی چې په هرات کې له هر ډول سهم څخه تېر شي او یوازې په آرام او پرته له کوم سیاسي جنجاله د ژوند وروستۍ ورځې شپې تېرې کړي. خو داسې ښکاري چې مرکزي حکومت او د نظام اصلي مشران هوډمن دي چې د مرکزي حکومت د واک چلښت قطعي او پراخ کړي.

د اسماعیل خان موقف اوس یوازې یو پخوانۍ جهاد پېشه او جنګي جنایتکار دی، پرته له دې په هېڅ سیاسي تصمیم کې د تورن اسماعیل اشتراک په غوڅ ډول بې مانا شوی دی او غرب او جنوب غرب پخوانۍ سیاسي حوزه په پوره ډول د ملي امنیت شورا او ارګ د مستقیم اوامرو تر تاثیر لاندې ده.

د مافیایي جنرال خاتمه؛ جبار قهرمان پر واک ور شریک شو

جنوب حوزه په تېرو څوارلسو کلونو کې د طالبانو د حضور په خاطر د رسنیو لپاره د ځانګړي تمرکز موضوع وه. په دې جغرافیه کې اکثره کړنې د ځايي مشرانو او طالبانو تر خپل منځي جوړجاړي لاندې پټې وې.

جنوب د مخدره توکو د قاچاق له مخې ځانګړی نړیوال شهرت خپل کړ. هلته حاکم نظامي او غیر نظامي چارواکي د هماغې حوزې خودمختاره مشران بلل کېدل. کندهار د همدې حوزې مرکزي هسته تشکیلوله. په دې ځایي مشرانو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور مرحوم احمد ولي کرزی تر نورو زیات خطرناک او مرکزي حکومت لپاره ستونزمن شخصیت وو. په یاده حوزه کې د احمد ولي خان عام او تام حضور او د واک چلښت د مرکزي حکومت له پاره یوه همېشنۍ ستونزه وه.

خدای بخښلی احمد ولي خان به د لوی کندهار د ولسونو او قومي وېشنو په برخه کې هم بې درېغه لاسوهنه کوله او د پوپلزیو او بارکزیو د تاریخي کشالې او د واک پر سر د لانجې موضوع ته بې لمن وهله؛ حتی هغه مهال ډېرۍ قضیې داسې پېښې شوې چې رسمي او ستر ولسي شکایتونه تر ولسمشر پورې ورسېدل؛ خو دا چې د ولسمشر کرزي لپاره یې هم کنټرول سخت وو، سر یې نه پرې ګراوه.

د احمد ولي خان په مرسته یو خام ځوان د عبدالرازق خان په نامه لومړۍ د سپین بولدک د قومندانۍ په مسند وټاکل شو. عبدالرازق خان چې بیا یې وروسته مفته جنرالي ترلاسه کړه، د احمد ولي خان او د کرزي د کورنۍ یو بې پرس و پاله عسکر و.

جنرال رازق په دې زیات مشهور دی چې زیات د دولت مخالف وسله وال یې وژلي دي او حتی خپل پولیسو ته به یې امر کاوه چې طالب تر ما مه را رسوئ، بلکې ځای پر ځای یې ختم کړئ؛ د بشري حقونو دا ښکاره نقض د جنرال رازق په قومندانۍ کې د دې قومندان یوه خاصه بلل کېده.

جنرال رازق په ډېر کم وخت کې ارتقاء وکړه او تر احمد ولي خان وروسته د کندهار د امنیه قومندان په صفت د جنوب حوزې ټول صلاحیت ده ته ور انتقال شو. مرکزي حکومت دا مهمه بلله چې د دوی تر څار او نظارت ورهاخوا په کندهار زون کې غیر رسمي استقرار ته ادامه ورکړي. هلمند، زابل، ارزوګان او کندهار په ساده ډول د جنرال رازق د مافیايي حلقې برخې وې.

د اروزګان پخوانۍ امنیه قومندان مطیع الله خان چې د ارزوګان د قومي مشر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار جان محمد خان وراره و، تېر کال په کابل کې په مرموز ډول ووژل شو. دې کار د جنرال رازق او د کرزي د کورنۍ له لوري د یو سیمه ییز تربیه شوې مافیا یو اړخ ور غوڅ کړ.

د کندهار او جنوب حوزې په سطحه د ټولې مافیا او مخدره توکو د قاچاق غټ حلقات تر جنرال رازق خان پورې رسیږي. د ده لوري ادعا شوې د پاکستان د ای ایس ای خلاف جګړه، هېڅکله ماناداره موضوع نه وه. کندهار اوس مهال د همدې رازق خان او ورته مېشتو قومي ټیکدارانو له خوا اغوا شوی دی او جدي هڅه کېږي چې د مرکزي حکومت له زعامت څخه یې وباسي.

د ولسمشر غني له لوري د هلمند په چارو کې د یو باتجربه او مجرب جنرال تقرر هغه چلینجونو ته ځواب دی چې جنوب حوزه ترې رنځېده. جنرال عبدالجبار قهرمان د هلمند په سطحه او د ټول جنوب زون په برخه کې بې پرې، له قومي لانجو او معاملو خلاص، باتجربه او دقیق نظامي افسر، او نظام او سیستم وفادار شخصیت دی. دی به د دې توانمندي ولري چې د هلمند وضع د یو مستقل ولایت په صفت د مرکزي دولت تر جدي نظارت لاندې راولي.

د عبدالجبار قهرمان سیمې ته استول او هلته په نظامي جبهاتو کې د هغه حضور به د جنګ لوری بدل کړي. تر ځايي مافیا نېولې، بیا تر مخدره توکو تر قاچاق او د جنګ د موثر تنظیم په برخه کې دا انتخاب اړین ګام دی.د جنوب په زون کې یکه تازي پای ته رسیږي. د مرکزي دولت موثر او پر وخت حضور به د ښې حکومتوالې او د بشر حقونو په ښه شته والي کې جدي ښه والی راولي.

د شرق د خیانتونو مثلث؛ ظاهر قدیر، مسلمیار او حضرت علي

د شرقي زون په برخه کې د ستر مافیايي ګروپ چې په وژنو، غضب، تښتونو او ګڼو نورو خیانتونو کې یې لاسونه درلودل، نن تر بل هر وخت محکوم او په انزوا کې دی. د ظاهر قدیر ډلې نن د شرق یک تاز پاچاهان نه دي او نه هم هلته د دوی د واک اعمال کارنده موضعیت لري. لغمان، کونړ او بلاخره ننګرهار نن د مستقلو ولایتونو او په ولایتونو کې د مرکزي حکومت تر چتر لاندې د مستقیمو اوامرو د تطبیق نمایش وړاندې کوي.

تر دې وړاندې به د شرق په سطحه تر ټولو وړاندې خبرې همدې دریو سترو دبړه مارانو کولې. په شرقي زون کې انکشاف، معارف، روغتیا، بیارغونه او اړوند دولتي خدمتونه باید د دوی د ګټو په ترازو کې تر تللو وروسته عملي شوي وائ. والي باید د همدې ګروپونو د نظریاتو او تر موافقې وروسته لېږل شوی وائ، کنه نه یې مانه او مرکزي حکومت به یې ګواښه. امنیه قومندان باید همدې ګروپونو ته سهم ورکړی وائ او له جلال اباد ښار څخه په ښکاره ډول باید د ظاهر قدیر د وروڼو او ورېرونو له لوري د بې ګناه نجونو پورته کول، د ملي امنیت او امنیه قومندان لپاره جرمي او جنایي قضیه نه وائ.

د ننګرهار د کانالونو تر ځمکې نیولې بیا حتی د امیر امان الله د مقبرې او د شاهي خاندان پورې تر متعلقه دولتي ځمکو د غضب پر وړاندې را پورته کېدونکي کسان په ظالمانه مرګ محکوم وو. په ننګرهار، لغمان او کونړ کې ټولو مافیايي ډلو له لوري د ملېشو او غیر قانوني وسله والو حضور یوه عادي او شهرت پسنده مساله وه.

ظاهر قدیر چې له ای ایس ای سره په نژدې اړیکو متهم دی، د ځايي خلکو لپاره فقط د یو ظالم او جنایتکار حیثیت لري. د ده میراثي حکمراني پای ته رسیږي، له داعش سره د جنګ ډرامه یې یوازې د خپل محلي واک د پراخولو او اوږدولو کوښښ و، چې د ملي امنیت د شورا له لوري سبوتاژ شو. ظاهر قدیر هڅه کوله چې له دې لارې د غیر مسوول وسله والو یوه لویه ډله جوړه کړي او هلته د داعش پر وړاندې د جګړې په نامه ګڼ سیمه ییز غضب، خیانت او وژنې ترسره کړي.

مسلمیار چې د شرقي زون یو قومي ټیکدار بلل کېده نن د ملي امنیت شورا سر سپرده عسکر دی او یوازې په همدې خاطر چې خپل حیثیت وساتلی شي له ټولو پخوانیو اړیکو او مناسباتونو تېر شوی دی. د مسلمیار دا هوښیاري د دې زبات کوي چې هغه په هر حال دې ته حاظر دی چې د مرکزي دولت اوامر تطبیق او د تسلیمی سر ورته ټیټ کړي.

حضرت علي چې له پخوا د سالمو مشرانو د نشتون یو هسې را شنه شوې ګیاه وه، د شمال ټلوالې په ملاتړ یې ګڼې سیمه ییزې ناکردې وکړې. له ناموسي قضییو نیولې بیا د غضب، وژنو، خیانتونو او فسادونو یو لوی پېټی یې په شا دی. حضرت علي اوس دې نتیجې ته رسېدلی دی چې نور به د شرق او لوی ننګرهار هېڅ استازیتوب نه کوي بلکې هېڅ د محلي مشرۍ لپاره مناسب کس نه دی.

پایله

د مشروع قدرت د اعمال صلاحیت د مرکزي حکومت او د ملي امنیت شورا دنده او واک دی. د ولسمشر غني هغه وعده چې ګواکې دا صلاحیت به په سریع ډول خپلوي، تر زیاتې اندازې تطبیق شوی دی او د هغه سرغړونو او بې ځایه ځان ځانیو مخه نیول شوې ده چې تر دې وړاندې یې رواج درلود.

د ولسمشر غني حکومتداري د مرکزي دولتدارۍ او د مشروع قدرت د اعمال د صلاحیت خپلولو تر ټولو نخبه تجربه ده چې کولای شو په درېیمه نړۍ کې یې د عالي او مډرنو تجربو وګڼو.

5 thoughts on “اشرف غني لکه یو واقعي ولسمشر!!! د نظام اصلي مشرانو د سیاسي قدرت د اعمال واک ارګ ته انتقال کړ”
  1. وه دیره مهمه خبره چه خلک یی له مرکزی دولته خوا بدی او طالبانو سره یی مرستی کولو ته تیل وهلی د همدغو داکوانو او پاتکیانو موجودیت او ددولت لخوا ددوی حمایت کول دی خو په هر صورت که ستاسی لیکنه حتی که 50 سلنه هم عملی بنه و نیسی د اشرف غنی تیم به په راتلونکو تاکنو کی به حتمی بریالی کیزی خو که دا ونه شوه نو زه اوس یی درته په داگه وایم چه 30 سلنه رایه به هم خوک ور نکی . والله عندالغیب
    په در ناوی .

  2. ډیره ښه لیکنه ده چې د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنی ئې ارزولي دي . دا دسکې یو مخ دی مګر بل مخ ئې ډیر دردوونکی او له خطرونو ډک دی . هغه داچې ددوو مشرانو ترمنځ د قدرت دویش پر سر کش مکش د خلکو اعتماد ئې پر دولت او خاصتا” پر حکومت کم کړی دی ځکه خو د ولس او دولت ترمنځ واټن زیات شوی دی . د مرکزي دولت له ضعفه د پخوانو ” جهادي ” مشرانو بغاوتونه او له حده زیات جرئت ( د عبدالرب رسول سیاف ، تورن اسماعیل ، د شمال ټلوالې د یوشمیر مشرانو او د حزب اسلامي جګ پوړی غړي جمعه خان همدرد ، د ولس مشر د خاص اساذي او سلاکار احمدضیا مسعود … څرګندونې ) ، د اساسي قانون نه تطبیقیدل یا نقضول لکه د ملي شورا د کار دوام او نوو ټاکنو ته شاه کول . په شمال کې د نظار د شورا او جمعیت اسلامي له خوا د ملیشوو مسلحول ، د مسلحو قواوو په رهبرۍ کې د تنظیمي غیرمسلکي افرادو نصبول ( د علومي وروسته داوسني فرد چې ټوپکمار دی او نظامي علمي اهلیت هم نلري ) . د داکتر اشرف غني د کمپاین د وخت د ملاتړ کونکو نارضایتي او له ارګ سره ئې فاصله نیول ، د مرکزي حکومت د لاتضعیف لپاره د پخوانو تنظیمي ګروپونو او مشرانو له خوا د شوراګانو جوړول او داسې نور چې د نسبي موجود امنیت لپاره لا خطرونه منځ ته راوړلای شي . زه هیله من یم چې د لوئې جرګې د جوړیدو سره چې په اساسي قانون کې به تغیرات منځ ته راولي او دولتي سیتم به څه ناڅه بدلون مومي ، دا حکومت به له دړې وړې کیدو سره مخامخ نشي ( ځکه ډیر ورته په کمین کې ناست دي ) . د پاکستان تعرض اوتیری د افغانستان په پوله خو لا له وړاندې شروع شوی چې په هلمند کې ئې وروستۍ بیلګه نشراتو او رسنیو ته هم رسیدلې ده . د سولې په شورا کې ټول تنظیمونه شامل او هماغه پخوانۍ حالت روان دی چې تراوسه ئې هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده ، د بهرنیو چارو په وزارت او کړو وړو کې داسې حالت روان دی چې سیاست ته نه پاتې کیږي ،

ځواب ورکول Azam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *