تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي ولسمشر حامد کرزی په دې وستایه چې د لومړي ځل لپاره یې په هیواد کې په دیموکارتیکه بڼه د واک لېږدولو امکان برابر کړی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې اشرف غني احمدزي نن د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل، که ولسمشر غوره شو نو حامد کرزي ته به د سلاکار او یوه مشر رول ورکړي.

اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو تر انتخاباتو دوې ورځې مخکې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په یوه مفصله مرکه کې وویل:«ولسمشر کرزي په خورا سختو شرایطو کې واک ترلاسه کړ او دی د افغانستان په پنځه زره کلن تاریخ کې لومړنی کس دی چې په خپله خوښه له اساسي قانون سره سم د خلکو له لوري ټاکل کېدونکي ولسمشر ته واک سپاري.»

اشرف غني همداراز وویل:«که زه ولسمشر شوم، په دې به وویاړم چې حامد کرزی مشورې راکړي او یو ځانګړی دفتر به ورته پرانیزم چې د هیواد لومړنی منتخب ولسمشر پکې د ملي او نړیوالو چارو په برخه کې پرېکړه کولی شي.»

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايی چې ۶۴ کلن اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ د اتو کاندیدانو په منځ کې یو له هغو مخکښانو شمېرل کېږي چې د رایو اکثریت به ترلاسه او ولسمشر غوره شي.

عبدالله عبدالله او زلمی رسول دوه نور مخکښ کاندیدان دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، ډېری کارپوهان شک لري چې په لومړي پړاو کې دې کوم کاندید اکثریت (پنځوس جمع ۱) رایې ترلاسه کړای شي نو غالباً به انتخابات دوهم پړاو ته ووځي.

خو اشرف غني احمدزي بل پړاو ته د انتخاباتو د ځنډېدو احتمال تر وخت مخکې اټکل وباله.

احمدزي همداراز وویل چې سیاسي پروسې ته د طالبانو د راوستلو لپاره د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو ده ټینګار وکړ چې د طالبانو د تشدد د مخنیوي تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده چې حکومتوالي بهتره کړای شي او خلکو ته عامه خدمات برابر شي.

ده همداراز وویل، د تشدد له لارې پر خلکو د خپلې خوښې منل سم کار نه دی:«کله چې موږ حقیقي سولې ته، چې حاضر یوو د هغې بیه ورکړو، شرایط تیار کړو، فکر کوم په داسي صورت کې به طالبان یا له سیاسي بهیر سره یوځای شي او یا به ورټل شي ځکه چې دا به داسي حکومت نه وي چې دوی منزوي کولی نه شي، دا به خلک وي چې پرېکنده اقدام به کولی شي.»

ده دا هم وویل چې هیڅ بل کاندید حاضر نه شو چې له ده سره د اقتصاد په اړه تلویزیوني مناظره وکړي.

0 thoughts on “اشرف غني ولسمشر کرزی د دیموکراتیک واک لېږد د امکان په برابرولو وستایه”
  1. اوس دي خدای ج افغان ولس ته خير ور پېښ کړي چي ستا په دوران کي به هم کرزی د يو مشر او مشاور په صفت
    ستا څنګ ته ناست وي ، موږ نه پوهېږو چي په افغانستان کي دغه سياسي لوی سوي خلګ د پردې شاته همېشه ولي
    د ملت په پټه کړغېړن مصلحتونه کوي، دلته بايد همېشه وطن او خلګو ته دښمن خلګ وستايل شي، قهرمان ځني جوړ
    شي، او که خالي چوکی ورته پيدا نه سوه مشاور دي سي او بيا دي هم د کونډي او د يتيم حق په و خوړل سي ٠
    پسله ډېرو کلونو مو هيله او امیدونه بيا را پیداسوي وه چي اوس نو يو عالم او عادل او په هره ژبه پوه انسان ته واک
    او قدرت سپارل کيږي او هغه به د دغه دردېدلي او چور سوي ملت غم وخوري که نور هيڅ ونه کړي د ايران، پاکستان
    او د هغه د تالي څټو لاسونه به نور د افغانستان د سياسي صحنې څخه بند کړي اما چي کرزی مشاور وي او د دغه نا
    سولټه مشاورينو اعلان او تهداب ايښوول بل څه نه دي بېله د کرزي او مارشال د حکومت دوام٠
    هر افغان چي خپله رايه تاته در کوي، او يا د اتو کسانو له مينځه تا انتخابوي په مقابل کي څه غوښتنه لري؟ اولينه غوښتنه ېې داده چي سياسي اخلاقو ته تغير ور کړه، غله او فاسد خلګ مه ستايه، د وطن دښمنان بايد په ډاګه سي که
    ېې د عدالت په ګير کي نه سې راوستلای نو صحنې ته ېې نور مه پرېږده ٠ اشرف غني محترمه اعتماد او باور مو مه
    را تاواني کوه ، پاک خلګ پېداکړه ، په بد نامه خلګو سړی بد ناميږي ٠ واک د چا د پلار قباله نه ده چي په پرېښودلو
    دي ېې کور ودانی و چاته وويل سي، چور خو به نه وي، د قانون په اساس بايد دا چوکی پسله هري دورې څخه و بل
    ګټونکي ولسمشر ته بېله چون او چرا څخه تسليم سي٠

ځواب ورکول ع٠ توخي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *