که د لویدیځې نړۍ تاریخ په ځیر مطالعه کړو، په دې باوري کیږو، چې لویدیځوال له مخیځه ځیرک او نوابغ ندي، د ګوتو په شمار شخصیتونه خدای ورباندې لورولي دي چې هغوی په ولس کې د تحرک او خوځښت لامل شویدي او غربي ټولنه یې د اوسني مدنیت مالکه ګرځولې ده.

 موږ له غربیانو سره هیڅ توپیر نلرو، زموږ او د دوی تر منځ یوازینی توپیر دادی چې هغوی د خپلو علمي هستیو قدر کوي، تابعیت یې کوي او خبره یې د زړه په غوږونو اوري؛ خو موږ نه یوازې دا چې خپله د ستونزو د حل استعداد نلرو؛ بلکه هغه څوک چې زموږ د ستونزو او ناخوالو د حل وړتیا او ځانګړتیا لري، په هغه پسې هم نه ځو.

زه فکر کوم چې ډاکټر اشرف غني احمدزی پدې شرایطو کې د افغانانو لپاره داسې حیثیت لري، لکه د مودو ستړی لاروی چې په شاړه دښته کې، د ګڼ سیوري درلودونکې ونه او د رڼو اوبو چینه بیامومي.

باور وکړﺉ چې په شخصي ژوند کې د غوړه مالۍ او تواضع له مخې د بې ځایه صفتونو عادت نلرم؛ خو په افغان سیاسیونو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي شخصیت ماته کاملا استثنا ښکاري. که نړۍ ته دده له خدمتونو څخه تېر شو، که دده استعداد په پام کې ونه نیسو ، داچې په جنایت او ملي شخړو کې یې هیڅ برخه نده اخیستې هیڅ یاد نکړو، داچې په فساد کې هیڅ لاس نلري سترګې پرې پټې کړو، ایا د هېواد او سیمې په تاریخ کې څوک داسې شخصیت راښوودلی شي، چې دوولس کاله د یوه هیواد ستر ستر مسوولیتونه بې لدې چې یوه روپۍ معاش واخلي سرته ورسوي ؟؟؟

زه فکر نه کووم، چې نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکه پدې سیمه کې داسې شخصیت ولرو. یوازینۍ نیوکه، چې د ډاکټر غني منتقدین همیشه شخوند پرې وهي داده، چې دی، په ځینو مواردو کې احساساتي برخورد کوي؛ ولې دوی تر اوسه پدې ندي توانېدلي، چې هغه موارد مشخص کړي، چې ډاکټر اشرف غني یې په وړاندې احساساتي کیږي . که له دوی څخه وپوښتل شي، چې ایا ډاکټر اشرف غني تر اوسه د شخصي مفادو له امله څوک رټلي دي، په ډاډ سره وایم، چې ددوی ځواب به نه وي.

دوی پدې پوهیږي، چې ډاکټر اشرف غني، د هیچا سره د خپلو شخصي ګټو له مخې دوستي او دښمني نه پالي، د هغه دوستي او دښمني یوازې د هېواد او ولس د ګټو لپاره ده؛ خو دوی بیا هم د ناکسه د ښمن په څېر ” ډک جام ته، نیم تش جام وايي ” دا چې له یوه پلوه، غني د ټولمنلي شخصیت په توګه هیڅ شخصیتي نیمګړتیا نلري او له بله پلوه، منتقدین مجبور دي، چې ورسپارل شوې دنده اجراء کړي؛ نو مجبوریږي، چې د هغه مثبتو عاداتو ته په منفي ډول تبارز ورکړي.

زه دوی ته وایم، که په ریښتیا سره مو ددې هېواد سره مینه وي، که په ریښتیا سره مو ددې ولس مظلومیت کړوي، که د هېواد اوسنی وضعیت درته د زغم وړ نه وي؛ باید په ښاغلي احمدزي وویاړﺉ او د هغه دغه ځانګړی خاصیت په ځانونو کې وروزﺉ. موږ پدې شرایطو کې داسې مشر نه غواړو، چې له غله سره د خورجین خوله ونیسي، موږ داسې چاته اړتیا لرو، چې غلا او فساد ته د جرم په سترګه وګوري او مفسدین ددې پر ځای چې ویې نازوي، په سزا ورسوي.

پدې کې شک نشته، چې مفسدین اوخاینان د ګرویږنې په صورت کې، د افریقايي چرمښکۍ په څېر، اتومات خپل رنګ بدلوي او په مخ باندې د قومي او ژبني ټیکه دار نقاب غوړوي او کیدی شي، چې نظام ته لنډ مهالې ستونزې جوړې کړي؛ خو موږ ته پکار دي، د خپلې پاکې ملي مبارزې پر حقانیت باور ولرو او هغه څه وکړو، چې لوړې ملي ګټې خوندي کولی شي.

 موږ به تر څو پورې مفسدینو او ظالمانو ته د هغوی د ظلم په وړاندې امتیاز ورکوو؟ تر څو پورې به د مظلومو هېواد والو وینې د زورواکو په رګونو کې پیچکاري کوو؟ ولس باید پدې خبر کړو، چې نن ورځ موږ د تاریخ په دوه لارې کې ولاړ یو، یا به باطله لاره، چې ښايي تګ ورباندې لږ څه اسانه وي؛ خو پای به یې د تاریخ په کنده کې دفن کېدل وي ټاکو او یا به په حقه لاره، چې ښايي له اغزیو ډکه وي، مزل ته ادامه ورکوو او د خدای په مرسته او د ولس په همت به د عزت او ترقۍ منزل ته رسېږو. که موږ غواړو، چې صبا ته د راتلونکو نسلونو لپاره د اسوده ژوند د بنسټ ډبره کیږدو، باید دوهمه لاره غوره کړو، که څه هم له ستونزو او کړاوونو ډکه ده؛ ځکه چې د تاریخ جوړول د وینو او خولو تویولو ته اړتیا لري.

———————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی

13 thoughts on “اشرف غني یوه الهي پیرزوینه/ سلطان احمدزی”
  1. ګرانه ووروه!
    خدای د توفیق درکړي چې د احمدزي صیب په هکله نورې داسي لیکني هم وکړې مګر یوه خبره کوم هغه داچې د اشرف غني احمدزي صیب شا او خوا هم هغه زاړه خاماران او فاسد خلک راغونډ شوي دي چې احمدزی صیب به یي هم مخنیوی ونکړی شي د هغه زاړو داړه مارانو ښه مثال بي سواده دوستم، د هغه لپاره په ختیځ زون کې د کمپاین پرمخ بیوونکی کړۍ او همداسي نور کسان دي. دا هغه جنایت کاران دي چې له یوې خوا د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتو سره لاس لري او له بلې خوا د هیواد د سترو غلو او مافیایي کړیو سره نږدې خپلوي لري او زه فکر نه کوم چې احمدزی صیب به دا نړیوال داړه ماران مهار کړی شي بیا به هم لکه د کرزي د دولس کلنې دورې غوندې یو مصحلتي او قومي حکومت رامینځته شي او احمدزی صیب به یوازې د کرزې په شان سمبولیک ولسمشر وي او بس.

  2. منفي دریځ لرونکي دخپلې منفي بافئ په تلکه کي بند پاته دي دتاوان اوګټي کوم نوی شی نلري چه وړاندي یی کي بس همدغه دمریضی بهانه داشرف غني دخدمت کولو په لاره کي غورځوي ترڅو مخه یی ونیسي، خوزه وایم چه هغه کسان چه دوی یی دراوستلودپاره هڅه کوي پذاسي مریضیو ککړدي چه وجودیی دټولني شاته تګ نفاق اوبي نظمیو موجبه بلل کیږي . مننه

  3. نور — ګله
    ته چی د ډاکټر صاحب د معاونینو په اړه کومه اندیښنه لری
    دا خبره حل شوی ډیری لیکنی او وینا وی په دی باره کې وشوی
    چا خبره
    د زلیخا کتاب ختم شو ته وای دا نر و که ښځه
    افرېن شه په تا نور ګله
    مننه

  4. اشرف غني په خپلو تېرو کړنو که ترډېره بريده بريالی وو اودنوموړي تېرته په کتو سره به ډېرې برياوې ولري. هوپه دې باندې بايد هم پوه
    واوسو چې د۲۰ کلنې ړنګې شوې او يافاسدې ادارې سمونه تقوااوکلکه اراده اووخت غواړي. تقوااواراده په اشرف غني کې شته اووخت بايد ورته ملت ورکړي.دابايدهم له ياده ونه باسوچې دافغانستان دنظام سمونه دملت په مټواوديوه ښه مديريت لاندې کېدای شي.داهرڅه به له ننګونوخالي نه وي. که غواړوچې پرمختګ وکړو، نودننګونوڅخه بايدډار ونه لرو.

  5. له اشرف غني نه ملا یکه او الهي پیرزو ینه مه جوړوه، همدا سې اشخاص او همداسې لینې دي چې په همدې چا پلو سیو د روغ خاورین بنیادم نه خارق العده افسانوي ځناور جوړوي. د غني با با نصیحت واوره چې: نه زه فلسفي یم خلکه، نه زه لیونی یمه. یو غریب بچی د پښتنو د پلار ګۍ یمه

  6. که هر څومره د داکتر اشرف غنی صفت وکړو هغومره د ظرفیت خاوند دی. که څوک د داکتر غنی په پوهه او پاک والی او صداقت باندی شک لری نو د هغه معنی داده لکه څه د ماشوم په لاس کی سره زر ورکړی او ماشوم ته بی اهمیت وی.

  7. Dear Brothers,

    Ashraf Ghani was the special economy adviser of Karzai for many years. He could invest our money in a right place to improve our economy and save our country from poverty but unfortunately he failed many times and he is responsible for the failing of Karzai’s government.
    I give you one example:
    He focused to make Afghanistan as an industrial country and he invested so much money on that, but that was impossible for Afghanistan to compete with our neighbours like China, India, Iran and Pakistan. As you can see after 7 years 70% of our factories closed down and our people lost millions of dollars investments because of his wrong policy in economy. He should have concentrated on our Agriculture and farming first, which 80% of our people is busy in this job and there is huge demand of food in our country and in our surrounding countries.
    We shouldn’t see only who the president is; we need to focuse on their team and see who has a strong personality to bring peace and stability for the country. He cannot build our country and bring peace and stability in Afghanistan with Genral Dostum who killed 7000 people in Sheberghan.
    I don’t have time to write more but please open your eyes, study about him and don’t make an angel from Ashraf Ghani.

    Thanks

    Dr Mohammadzai from London

  8. پدی 35 کلونو کی زمونږ خلک دومره بی تفاوته او بی احساسه شویدی چی نور د ښه او بد فرق نشی کولی. که په دوی د بل چا له خوا هرڅومره ظلم وشی ، په سرو یی شپږ او لس انچه میخونه ووهی ، که یی مال چور کړی ، یا یی ښځو ته بی ناموسی ور واړوی او که د هیوا د ملی شتمنی چور او یا یی هیواد په نورو خرڅ کړی ، دوی ته فرق نه کوی او وایی چی د الله رضا به همدا وی . خو الله ج فر مایی چی « – لَیسَ للانسانِ الّا ماسَعی. د مبارک آیت شریف ترجمه : د انسان لپاره له سعی او کوشش نه پرته بله ګټه نشته.
    نابرده رنج گنج میسر نمی شود مزد آن گرفت جان برادر که کار کرد
    از این بایست چندین رنج بردن کی بی رنج نخواهی گنج بردن
    «اسرارنامه»
    یکی را که سعی قدم بیشتر به درگاه حق منزلت بیشتر
    یکی باز پس خائن و شرمسار نیابد همی مزد، ناکرده کار
    هرکه رنجی دید گنجی شد پدید هر که جدی کرد در جدی رسید
    «مولوی»
    سایه حق بر سر بنده بود عاقبت جوینده یابنده بود
    نیاید مراد آنکه جوینده نیست که جویندگی عین یابندگی است
    که همداسی بی تفاوته اوسو او خپله ملامتی په نورو ور واچوو نو بیا به مو همداسی حال وی. د افغانانو لپاره دا یو طلایی چانس دی چی له اشرف غنی احمدزی نه ملاتړ وکړو او خپل هیواد سمی لاری ته را وګرځوو. په اوسنی ترکیه که ښاغلی رجب طیب اردوغان هم همداسی یو نابغه شخصیت دی . هغه ښاغلی په خپله دولس کلنه دوره کی خپل هیواد ترکیه د سیالانو سیال کړ او اوس د نړۍ شپاړسم اقتصادی – نظامی قدرت دی .

  9. هو زه کاملآ ستاسی سره هم نظره یم که نور پریږدو اودډاکتر صاحب پوهه او تجربی،کارنامی ،فکر اوعمل دجمهوری ریاست داوسنیو نوماندانو سره پر تله کړو نو ځمکه او آسمان غوندی تفاوت به ووینو ، څرنګه چه ما دهغه مناظری دنورو کاندیدانو سره ولیدلی نو داکتر صاحب داسی علمی اوعملی طرحی اوبرنامی وړاندی کوی لکه یو تکړه او با تجربه استاد او نور کاندیدان داسی څه وایی لکه ډیر ضعیفه شاګردان دموضوع څخه بی ارتباطه او په نورو دنیوکو په څیر حر ګندونی کوی داسی طرحی وړاندی کوی چه پلی کیدل یی هیڅ ممکن نه دی ،بل فرق په دی کی دی چه چا ددین چا دوطن اوچاهم دملی ګټو پر ضد دپردیو چوپړ کړیدی اواوس هم په دغه ناروا عمل ویاړی .مګر داکتر صاحب اشرف غنی احمدزی لکه تاسی چه ور ته اشاره کړیده نه دچا په قتل نه فساد،ظلم اونه هم دوطن اوملی ګټو پر سر دمعاملی کومه سابقه لری. نودمسلمانانو په توګه موږ مسولییت لرو چه دکاندیدانو په منځ کی هغه چا ته رایه ور ګړو چه په پوهه اوعمل ،تقوی او امانت داری کی تر نو ر ښه وی .نو دخپل دینی او ملی رسالت له مخی به داکتر صاحب اشرف غنی احمدزی ته رایی ور کړو.

  10. تر څو چې په صحیح معنی انسانان نه شو نو زمونږ درک به د ښآغلی غنی د وړتیاوو څخه بل رنګه وي .
    زمونږ لویه ستونزه زمونږ فاصله د انسانیت د دایرې څخه ده

  11. Baryalitob warta gewaram. Kho meranei ba ye haga wakt wobolam Che de khpal qawmi wroor Shahid Najib ullah enteqam wahkli.

  12. احمدزی صیب ډېره مننه چې په رښتني ډول سره دې د ډاکټر صیب وړتياوې ستايلې، موږ هم ورسره يو خو ته دې نورو ليکنو ته هم دوام ورکړه
    مننه

ځواب ورکول Mangal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *