يوه راډيويي مرکه مې درلوده، موضوع يې د لنډې کيسې او ناول په اړه وه، د مرکه کونکي يوه پوښتنه د اوسنيو هغو پښتنو ليکوالو په اړه وه چې په اوس وخت کې لنډې کيسې او ناولونه ليکي. مالومات مې درلودل، د ځينو ليکوالانو د ناولونو په اړه ورته وغږېدم، خو بلې پوښتنې يې غلی کړم. مرکه کونکي د دري ژبو اوسنيو داستان ليکونکو په باره کې مالومات غوښتل. پر ذهن مې فشار را ووست، ايله مې د دوو، دريو  ليکوالانو او دوو، دريو کتابونو نومونه ورته واخيستل، نور په ټکي هم نه وم خبر.

ځان ملامت راته وايسېد. د فرانسوي لیکوال ویکتور هوګو د مور نوم لا را مالوم و، خو د خپل وطن له داستان ليکونکو نه وم خبر. ډاډه وم چې زما په څېربه ډېر دري ژبي لیکوالان هم په پښتو ژبه له ليکلو اثارو او ليکوالانو ناخبره وي.

يو لنډ مثال:

شپون صاحب دې الله  (ج) وبخښي، په پښتو داستاني ادبیاتو کې نوم لري، هره لنډه  کيسه او هر ناول يې له خونده ډک دی، که کوم پښتون مازې کيسې لوستې وي، نو د شپون صاحب نوم به يې اورېدلی وي. کله چې شپون صاحب وفات شو، نو ټول فیسبوک څو ورځې ویر او دعاوو ونیو. ډېر خلک خواشیني ول. کله کله به مې د ځينو ملګرو کامينټونه لوستل، يوه، نیم دري ژبې ورور يا خور به هم غمرازي ښودلې وه، خو ډېرو دري ژبو ليکلي وو چې دوی تر دې دمه نه وو خبر چې شپون صاحب د دې وطن دومره تکړه ليکوال دی.

د دې ناخبري یو اساسي علت په خپله ناخبري ده. خو څنګه کېدای شي چې د يوه وطن اوسيدونکي له يو بله خبر کړو.

تقریبا دوې مياشتې مخکې ګران لیکوال ملګري ډاکټر محب الله ذغم په تليفون کې راته وويل چې بېګاه ته مې مېلمه يې. کور يې ودان، ورغلم. درې نور مېلمانه يې هم درلودل. محمد یار صاحب، افضلي صاحب او عبدالواحد رفیعي صاحب….

له ډوډۍ وروسته همدا خبره یاده شوه چې ولي د دې وطن هزاره، تاجک، ازبک، پښتانه … ليکوالان له يو بل او د يو بل له اثارو نا خبره دي. بحث تود شو، ټولې خبرې پر دې راګرځېدې چې که ( داسې وشي، يا هاسي وشي…) نو یو بل، يو بل ته ور پېژندلی شو. اخیر ډاکټر صاحب ذغم وویل چې له هوايي خبرو څه نه جوړېږي، ونيسئ، همدا تاسې عملي ګام پورته کړئ.

ورته ومو ويل چې څنګه؟

زغم صاحب راته وويل چې تاسو دواړه ( زه او رفیعي صاحب چې په هزارګۍ خوږه لهجه ښکلي داستانونه ليکي) لومړۍ ګام واخلئ، د يوبل لس – لس لنډې کيسې وژباړئ. دا کيسې به په یوه ټولګه کې چاپ کړو.

د زغم صاحب په دې ښکلي فکر کې به مو نو څه ويل! بس، دواړو یو بل ته په ايمېل کې لس لس کيسې ور ولېږلي. کله چې مې د رفیعی صاحب د کيسو په ژباړلو پیل وکړ، هره کيسه يې تر شاتو خوږه وه، ښکلي هزارګي اصطلاحات، ژوندي تصويرونه، له مانا ډکې خبرې، ژور پيغامونه…

ځان مې ملامت ګاڼه چې ولې مې تر دې مخکې دا کيسې نه وې لوستې!

د کيسو ترجمې خلاصې شوې، دريو کسانو ( ما، رفيعی صاحب او زغم صاحب ) وکتلې، په پای کې مو په ګډ‌ه د کيسو دې ټولګې ته د ( اشر) نوم انتخاب کړ. ( اشر) مانا له يو بل سره مينه، يووالی، پرمختګ او آبادي.

د کتاب چاپ ته د ګويته انسټيټيوټ مشر ښاغلي ابراهیم (هوتک) صاحب ټټر وډباوه. کور يې ودان، غله يې ډېره. که خدای کول کتاب به په راتلونکې نږدې وخت کې چاپ شي.

همدارنګه څه موده مخکې ګران لیکوال ملګري علم ګل سحر زما (بغدادي پير) ناول يوې دري ژبې خور الهې (آرين) ته د لوستلو له پاره ورکړی و. د اغلې آرين ناول خوښ شوی و، سحر صاحب تشويق کړې وه چې دا کتاب دري ژبې ته وژباړي. همداسې وشول، الهې دا ناول په خوږه دري ژبه ترجمه کړ. ترجمه يې ما ولوسته، زما په نظر ښکلې او عالي ده. چاپ يې ګران ملګري فريد بزګر صاحب په غاړه واخيست. کور يې ودان، غله يې ډېره.

د دوو نېکو انسانانو ( سحر صاحب او زغم صاحب) نېکو فکرونو ، په دې وطن کې  دوه نور کتابونه هم زيات کړل. موږ په دري، پښتو، ازبکي او د دې هېواد په نورو ژبو ګڼ ګټور کتابونه لرو چې که وژباړل شي، نو له يوه بله مو خبروي، يوبل ته مو ور پېژني،  پوهوي مو چې د دې خاورې هر يو اوسيدونکی ( تاجک، هزاره، ازبک، پښتون، ترکمن…) مشترک وطن او مشترک درد لري. يو تن او يو وجود دي. همدا واړه، خو اساسي ټکي مو يوبل ته نږدې کولای شي. خو دې ټکو ته پام، د ډاکټر زغم  او علم ګل سحر غوندې پاک او پر وطن مين زړونه غواړي. په دې وطن کې داسې صادق زړونه ډېر لرو. بس! يواځې يوه اشاره، هڅونه او تشويق کافي دي.  

3 thoughts on “اشر | نصير احمد احمدي”
  1. ماشاءالله محترمه وروره کله مې چې دا لیکنه ولیده باور وکړه ډیرې دعاګانې مې درته وکړې ، ډیر نیک اقدام دی ، موږ به دعا کوو چې الله ج دې دغه تعصب زموږ له ګران هیواده ختم کړي او الله ج د ورورولۍ او له یو بل نه د ځاریدلو فضاء پر موږ خوره کړي آمین ثم آمین . په احترام . ستا او د ټول افغان ولس یو وړوکی خدمتګار غروال

  2. سلامونه،
    ورور ن.ا.احمدي صاحب ځانګړي احترامات او ښې چارې.
    ډیر ښه، پر افغاني کلتور برابر کار مو کړی ؛خدای دې وکړي چې نور لیکوالان او شاعران هم همداسې د خپل-منځي- ژباړو زغم ! پیدا کړي. آمین.
    او ګورئ د اشر اصلي مانا خو زمونږ په لغمان کې = د کلي کومه غټه ستونزه کې د ځوانانو،سپین ږیرو او حتی ماشومانو او زنانه وو یو ځای کار کولو ته هم ویل کیدهء؛البته اساس ېې همدا ستا ماناوې یعنې مینه،یووالی او پرمختګ ا.د.ن. دي. په درنښت.

  3. ورور ن.ا.احمدي صاحب ځانګړي احترامات او ښې چارې.
    ډیر ښه، پر افغاني کلتور برابر کار مو کړی ؛خدای دې وکړي چې نور لیکوالان او شاعران هم همداسې د خپل-منځي- ژباړو زغم ! پیدا کړي. آمین.
    او ګورئ د اشر اصلي مانا خو زمونږ په لغمان کې = د کلي کومه غټه ستونزه کې د ځوانانو،سپین ږیرو او حتی ماشومانو او زنانه وو یو ځای کار کولو ته هم ویل کیدهء؛البته اساس ېې همدا ستا ماناوې یعنې مینه،یووالی او پرمختګ ا.د.ن. دي. په درنښت.

ځواب ورکول ihsanullah gharwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *