اصف مومند

تاند- پژواک خبري اژانس د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مومند داسې عکسونه خپاره کړي چې د عطا محمد نور د وسله والو کسانو له لوري د ولایتي شورا دغه غړي ته د ورکړای شوې شکنجې نښې پکې له ورایه ښکاري.

اژانس وايي، مومند په داسې حال کې له بنده خوشي کړای شوی چې یو غوږ یې پرې او د سر پر کاسه یې ژور ټپونه خوړلي دي.

د مومند د کورنۍ غړیو مخکې ویلي و چې د عطا نور کسانو د ولایتي شورا غړی له نیولو وروسته سخت وهلی دی.

مومند: په خپله عطا نور او زامنو یې وهلی یم

پخپله مومند له خوشي کېدو وروسته وویل چې د عطا محمد نور، د هغه د زامنو او ساتونکو له لوري وهل شوی دی.

ده چې له خوشي کېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې، په داسې حال کې چې ټپونه یې پر غوږ او مخ ښکارېدل او سر یې تړلی و، وویل چې په خپله عطا نور او زامنو یې وهلی دی.

خو د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد د اصف مومند ادعا رد کړه، ویې ویل چې نوموړی کوم بل چا وهلی دی.

د نور، دوستم او محقق ګډه خبرپاڼه

له دې سره په یوه وخت عطا محمد نور د خپل ايتلاف له دوو نورو غړیو جنرال دوستم او محمد محقق سره یوځای د اصف مومند د نیولو د قضیې د څېړلو په وړاندې په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د ملي یووالي له حکومته غواړي چې د افغانستان د شمال د نارامه کولو بهیر پای ته ورسوي.

په خبرپانه کې، چې د افغانستان د ژغورنې د ايتلاف د عالي شورا له لوري خپره شوې، راغلي چې دا شورا د اصف مومند د نیولو او په لړ کې یې د نښتې په تړاو د عطا محمد نور ملاتړ کوي.

د عطا نور، محقق او دوستم شورا د اصف مومند قضیه د بلخ د والي خلاف دسیسه بللې او ادعا یې کړی چې نوموړی د څارنوالۍ له لوري متهم و.

د حزب اسلامي دریځ

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي حزب نن په یوه اعلامیه کې د مزارشریف د هوايي ډګر پېښه، چې په نتیجه کې یې د عطا نور د وسله والو له لوري د ولایتي شورا غړی اصف مومند ونیول شو او څو تنه ساتونکي یې مړه او ژوبل شول، په کلکه غندلې ده.

حزب د ښاغلي مومند نیونه او د عطا محمد نور د وسله والو خونړۍ حمله هم په کلکه غندلې او له حکومته یې غوښتي چې په دې پېښه کې لاس لرونکي ژر تر ژره ونیسي او له شرعي اصولو سره سم یې محاکمه کړي.

حزب اسلامي په عین حال کې حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د وژل شویو، ټپیانو او نیول شویو کسانو په حق کې یې عدالت تطبیق نه کړای شو، د پېښې د قربانیانو او د اصف مومند د پلویانو جدي منفي عکس العمل به وپارېږي او هغوی به په یو نه یو ډول خپل غچ واخلي.

د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالي او د عدلي – قضايي اورګانونو پلاوی مخکې لا مزارشریف ښار ته د تحقیقاتو لپاره تللی خو تراوسه پورې یې د کار نتیجه نه ده څرګنده شوې.

دا هم لا معلومه نه ده چې له بند څخه د اصف مومند خلاصون د دغه پلاوي له سفر سره تړاو لري او که یې نه لري.

3 thoughts on “اصف مومند له شکنجه کېدو وروسته خوشي شو”
  1. منافقو او ریاکارو دروغجنو غربیانو په افغانستان کی د تور غوایه د ښکر په څوکه کی برګه سپی کراسي جوړه کړی او د دموکراسی پرتوګ یی وراغوستی خو دا پرتوګ هره ورځ راولیږي. دا دی نن بیا را ولویده

  2. پداسې حال کې چې د عطامحمد نور له خوا وروستی تروریستی عمل د ښاغلي آصف مومند پرضد پرکلکوټکو غندو او هغه د ټولو ملي ، اسلامی او نړیوالو نورمونو خلاف کاردي، هيله ده د افغانستان اسلامی جمهوریت ، د بشر د حقوقو کمیسیون ، مدنی فعالین ، مطبوعات هم د داسې اعمالو د څېړلو ، افشاکولو او محکومولو کې پوره ونډه واخلي.
    د عطامحمد نور دا اقدام هېڅکله د بښلو نده ، هغه ځان ، کورنۍ او خپلو ملګرو ته په لوی لاس د ټول ویاړلی ملت دښمني په پیسو واخیسته . خپل آرام خوب یې ناآرامه کړ.
    هغه پخوانۍ عیاشي ، له هېواده د باندې د مزو او چړچو سفرونه او دا پرېمانه باد راوې دارایی نه دی هم نور خیر وې نه سي.
    کجا کند عاقل کارې که بار آرد پشیماني.

  3. ضعف د منطق جنګ او سپیتوب دی.
    دا دی بیا ثابته شوه چی عطا نه معلم وو نه مجاهد او نه هم قانونی او مؤمن حاکم ، او ویښودل چی د افغانستان د تباهی د جبهی د عنااصرو یا کبار مفسدین ګډ او مشترک خصوصیات لری چی دوی سره یو ځای کړی او د اجرتی قاتلانو ، میخکوبانو او غلو او ظالمو ملکانو ګډوله ده ، له انسانیت ،قانون او انسانی تعامل نه لیری او د ارذلیت کامله نمونه ده ، چور ، غصب ، انحصار ،ظلم او هراړخیز فساد ته ژمن او ورانکاری لوړ ظرفیت لری ، په حکم او اداره کی دا ډول ارذل الناس ، حکومت او افغان ته د شرم خبره ده ، باید مؤمن حکام ، متقی او شجاع علما او مؤمن ملت له دغه مفسدینو ځان لری او حمایت یی حرام دی نور باید دوی د تیرو ۳۰ کلونو د جنایتونو او ارذلیت سزا وګوری او همدا تر ټولو لوی جهاد او د ملت او حکومت د تقویی او عزت لار ده.

ځواب ورکول ا.تندر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *