د لوست د ودي او کتابونو د چاپولو په لړ کي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

لس عنوانه بېلابېل کتابونه او کلنۍ چاپ کړه.

2د وزارت د مشرتابه په لارښوونه او د بیهقي خپرونو د ریاست په هڅو؛ په کابل کي د هند موقت حکومت، سرکذشت تمدن، غزنی د تاریخ په پاڼو کي، پیر هرات، امام ابوحنیفه« رح» او نبوي کورنۍ، شناسنامه ابدات تاریخی افغانستان، هنر طنزپردازی، اخلاق اسلامي، حکومت موقت هند درکابل او د لغمان د

مشاهیرو څخه لس عنوانه کتابونه او د ۱۳۹۲ کال کالنۍ چاپ سوه.

د بېلابېلو لیکوالو د یادو آثارو د چاپ د چارو د پرمخ وړلو ترڅنګ، وزارت د لیکوالو سره مالي او ددغو کتابونو د خپراوي مرستي په پام کي لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني، نن د بیهقي د خپرونو د کتني پر مهال، د کتابونو د ټاکني کمېسیون ته د پرځای پرېکړو، کتونکو او تخنیکي کارکوونکو ته په خپلو چارو کي د دقت او مسوولیت په ښه ډول ادا کولو، سپارښتني وکړې.

د یادوني وړ ده چي د وزارت له لوري دا مهال د لسو نورو کتابونو پر چاپ کار روان دی.

2 thoughts on “اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لس عنوانه کتابونه او کالنۍ چاپ کړه”
  1. ښه زېری دی، کتاب ښه ملګری دی، څومره چې د علمي کتابونو د چاپ زمينه برابريږي همدومره د خلکو د مطالعې لېوالتيا زیاتېږي.
    ټولو ته دې مبارک وي؟

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *