ګل رحمان رحماني

 “Confessional literature “

د ليکوال او شاعر په اړه ويل کېږي چې دى په خپلو پنځونو يا اثارو کې هغه څه نه وايي چې دى په ژوند کې ورسره مخ دى، يا په بل عبارت، ده خپل ژوند او دروني حالت له خپلو لوستونکو پټ ساتلى او کله خو ډېر داسې څه وړاندې کوي چې خپله ورسره جوړ نه دى.

کله کله بيا ځينې ليکوال يا شاعران هغه څه وايي چې دده د اصلي ژوند برخه يايې بشپړ اصلي او رېښتينى ژوند وي، په دې مانا چې دده په اثر کې بيان شوى موضوع خپله دى وي، نه غواړي چې هېڅ هم له لوستونکي پټ کړي، چې دې ډول اثارو يا ادبياتو ته د اعترافي ادبياتو اصطلاح کارېږي.

د ټي ايس اېلټ په څېر ځينې نور کره کتونکي هم شاعر يا ليکوال دوه شخصيته بولي. ياني يو هغه چې په خپلو اثاور کې يې خپلو مخاطبينو ته څرګندوي او بل هغه شخصيت چې نه غواړي په اړه يې څه ووايي او له ځان سره يې د يوه راز او ناويلې خبرې په توګه پټ ساتي.

د بېلګې په ډول شايد هر شاعر او ليکوال په خپل کورني، شخصي يا فردي او ټولنيز ژوند کې ځينې داسې ستونزې، ځانګړتياوې، خويونه اومحروميتونه ولري چې هره شېبه ترې ځورېږي او يا يې د هغه په ژوند سيورى غوړولى، خو دايې هم هېڅکله نه وي غوښتي چې خپل لوستونکي پرې خبر کړي.

د ادب پوهنې د څېړونکو په اند، دا ادبيات ټول هغه اثار را نغاړي چې په يوه ډول د هغه د پنځوونکو له شخصي ژوند او تجربو پرده پورته کوي، د ليکوال شخصي حالت، احساسات، هيلې،محروميت، شخصي غوښتنې، تېروتنې ، ښېګنې ، بدګڼې ، رواني او روحي حالت په کې په اصلي بڼه ځلېدلى وي.

په نړيوال ادب کې د دا ډول ادبياتو بېلګې زياتې دي، خو تر ټولو د پام وړ او مهم اثر چې د اعترافي ادبياتو په بنسټګرو اثارو کې راځي ،د فرانسوي ليکوال او مفکر ژان ژاک روسو(١٧١٢-١٧٧٨ز) د (ژان ژاک روسو اعترافات) اثر دى.

روسو د خپل دې کتاب په پيل کې د خپلو اعترافاتو په اړه وايي:((زه چې کوم کار تر سره کوم، شايد بې مخينې وې او تر نن ورځې هم چا ورنه تقليد نه دى کړى. زه د خپل دې کتاب په ليکلو سره هوډ لرم چې د انسان اصلي څېره په خپله بڼه وښيم او دا انسان له ما پرته بل څوک نه دى.))

دى په خپله مقدمه کې زياتوي: دا ليک زما عمل دى، هغه څه مې په کې ليکلي چې فکر مې کړى او ليدلي مې دي. خپلې بدۍ او ښېګڼې مې په صداقت سره ويلي. خپلې بدۍ مې نه دي پټې کړې او دا هڅه مې هم نه ده کړې چې خپلې ښېګڼې زياتې وښيم، په ځينو ځايونو کې مې که پېښو ته څانګې او پاڼې ورکړې، نو لامل يې دا و چې ددې مطالبو له لارې د خپلې حافظې کمښت او نيمګړتيا جبران کړم.

روسو زياتوي: په خپل دې کتاب کې مې هڅه کړې چې خپل ځان هغسې وښيم، چې څنګه يم، په ډېرو ځايونو کې دسختې غندنې او ردولو وړ وم، خو په ليک او ليکوالۍ کې د لوى لاس لرو په برکت مې دا هرڅه د ستاينو په هنداره کې وړاندې کړل.

اې لويه خدايه! ته پوهېږي چې ما خپل درون هغسې نه دى بربنډ کړى، څنګه يې چې ته په څرګند ډول ګورې، نو ته هم ټول هغه کسان چې زما په څېر دي، زما په مخکې حاضر کړه چې ټول زما اعتراف واوري، زما له بديو کرکه وکړي او له ښېګڼو مې اغېزمن شي.

د اعترافي ادبياتو پنځوونکى د دا ډول ادبي اثارو د پنځولو لپاره هم له داستان او هم له شعر ګټه اخلي. په داستاني برخه کې ليکوال خپل شخصي حالت بيانوي چې د خپل اصلي او لومړي ليد لوري نه يې ليکل شوې وې او خپل دروني حالت افشا کوي.

د فرانسوي داستان ليکوال او فيلسوف البر کامو Albert Camus ( ۱۹۱۳ – ۱۹۶۰) مشهور اثر (سقوط) د همداسې رومانونو يوه غوره بېلګه ده چې په کې يو قاضي له توبې اېستلو وروسته لوستونکو ته د خپلو کړنو اعتراف کوي.

په رومان کې قاضي چې ځان توبه ګار قاضي ګڼي او اصلي نوم يې ژان باتيست وي، د مکسيکو سيټي په يوه رستورانټ کې د کتاب له لوستونکي سره اشنا کېږي او د خپل ژوند ټوله کيسه ورته کوي.

قاضي وايي: په پاريس کې د لومړۍ درجې قاضيانو نه وو، ښکلى او عالي ژوند يې درلود، يوه شپه په پاريس کې له يوه پله نه تېرېدلو چې يوه ښځه يې په غير عادي حالت کې وليده چې د پله څنډو ته نږدې کېدله.

دى په بې پروايۍ سره د هغې له څنګه تېرېږي، له څو قدمه تګ وروسته لاندې اوبو ته د يو څه د لوېدو غږ اوري، خو د ټولو هغو ارزښتونو خلاف چې په څرګنده يې په خپلو اعترفاتو کې ورته ژمنتيا څرګنده کړې، ددې پېښې په ليدو څه اقدام نه کوي، همدا پېښه د يوه وکيل په توګه دهغه په ژوند کې د پام وړ تاثير پرېږدي.

په شعر کې هم دا موضوع مطرح کېږي، خو تر داستان ځکه اسانه وي چې شعر په ځانګړي ډول غنايي(مينه وړي) شعرونه د شاعر د رواني حالت، احساساتو او ژوند ليد بيان او په اړه يې اعتراف وي.

د پښتو ژبې د ځوان شاعر فريد باراني ګڼ شعرونه اعترافي بڼه لري چې شاعر د خپل ځان، هيلو، ناهيلو او په ټوله کې د اوسني انسان په اړه د اسلامي او غربي فلسفې له ليدلوري خپل بيان او اعتراف وړاندې کوي.

د امريکايي شاعرې ان سکستون( ۱۹۲۸ -۱۹۷۴)، د ( زما ټولې ښکلاوې) او ( ژوند وکړه يا مړشه!) شعري ټولګې د اعترافي شعرونو غوره بېلګې دي. نوموړې په خپلو شعرونو کې د جنسيتي مسايلو په اړه په هنري ژبه ډېر څه ويلې او له همدې امله يې د شعر پوليتزر جايزه هم اخيستې ده.

په پښتو داستاني ادبياتو کې د استاد سعدالدين شپون ځينې داستانونه او ليکنې په ځانګړي ډول د( و نه وو يو شپون و) د دا ډول ادبياتو غوره بېلګې دي. دى له خپل لوستونکي سره کومه پرده نه پرېږدي، مخامخ ورسره خبرې کوي او ځان هغسې ورته ښيي، څنګه چې دى.

د نوموموړي ډېر داستانونه د رېښتينو يونليکونو په څېر د هغه له خپل ژوند او پېښو مسايلو سرچينه اخلي. استاد چې د يوه استاد او مجرب ليکوال او د ادبياتو د ښوونکي په توګه له ژوند نه ګڼې تجربې لري، هېڅکله يې هڅه نه ده کړې چې په خپل اثر کې ځان د يو اتل ( قهرمان) په توګه وتراشي او يا د خپل شخصيت د اوچت ښودلو لپاره په ځينو مسايلو او حقيقتونو سترګې پټې کړي.

ددې تر څنګ يې د اعترافي بېلګو بله ښېګڼه داده چې د ولس ژبه کاروي، له بې ځايه تشريفايتي قيدونو ځان ساتي او مهمه دا چې په اثارو کې يې خپله ليکوال ګورو، همدا لامل ددې سبب شوې چې اثار يې له اوچت ټولنيز محبوبيت نه برخمن دي او د خپلو لوستونکو اوچت باور يې تر لاسه کړى دى.

د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

3 thoughts on “اعترافي ادبيات/ ګل رحمن رحماني”
  1. رحماني صیب دا د ژان ژاک روسو اعترافات کتاب پښتو ته ژباړل شوی؟ که شوی وي نو په اړه یې که معلومات راکړې چې تر لاسه یې کړو.

  2. سلامونه وربل صيب! ما خو تر اوسه پښتو ژبه کې دا ژباړه نه ده ليدلې، خو فارسي کې يې بېلابېلې ژباړې شته د ( اعتراف روسو) او( اعترافات روسو) په نامه ژباړل شوى. د کتاب انګليسي نوم(Rousseau les confessions) يا J.J Rousseau ) confessions) دى.

ځواب ورکول جاوید اوربل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *