سردار محمد همدرد

سردار محمد همدرد

ما اعلحضرت محمد ظاهر شاه په خپلو ځینو نورو مقالو کې هم د دې وطن یو رښتینی بچی او یو ښه افغان یاد کړی دی. د نوموړي د حکومت ځانګړنو ته لږ اشاره کوم.

د هغه شخصیت ډېر زړه سوانده او په عدالت معتقد و. بله خبره دا وه، چې د دوه لویو قدرتونو په سیالۍ کې یې په ډېر احتیاط قدم اخیسته او د ده سیاست همدا و، چې افغانستان د جګړې ډګر نه سي. که په واقعیت کې وګورو، دغه توازن یې په ډېر سیاسي مهارت ساتلی و.

ظاهر شاه بابا

اوس اصلي خبرې ته راځم، چې شهید داود خان ولې کودتاه وکړه؟ په دې اړه بېلا بېل نظرونه موجود دي. زه د یو افغان په توګه خپل نظر په لاندې ډول بیانوم.

شهید داود خان له وطن سره واقعي لېونۍ مینه درلوده. د واک ډېر تږی نه و. یوه خبره وه، چې داود خان په ډېر لږ وخت کې له نړۍ سره د افغانستان سیال کول غوښتل. هغه اوږد مزل چې الحضرت محمد ظاهر شاه را پیل کړی و، د شهید داود خان هیله دا وه، چې د هېواد د پرمختګ دغه مزل باید ګړندی سي. همداسې یې وکړل. په کودتاه کې یې هم وینې ونه بهولې او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د پنځه کلن پلان تر څنګ د ډېرو اساسي او بنسټیزو پروژو د پلي کولو لپاره هڅې پیل کړې.

سردار محمد داوودخان

د شهید داود خان پنځه کلن پلان که مطالعه سي، سړی حیرانیږی. داسي فکر به کوي، چې هغه پر ځان شپه او ورځ یوه کړې وه. یعنې د ده د پنځه کلن پلان عملي کول په خپلو پښو د هېواد درول وو. له بده مرغه باید و وایم، چې د وطن اساسي جوړونې هیلې یې نیمګړې پاتې سوې. د داود خان شخصیت له هر اړه که وګورو، ډېر لوړ دی. د وطن سره لېونۍ مینه، تقوا او په پوره انرژۍ کار کول هغه څه وو، چې مونږ یې په ډېرو لږو کسانو کې بېلګي لرو.

په پای کې یوه بله خبره هم کوم، ځکه چې دا هرڅه د تاریخ یوه برخه ګرځي. د شهید داوود خان لویه تېروتنه دا وه، چې د لویو ابر قدرته، چې دواړو یو بل ته د جګړې اوږې موښلې، شهید داود خان یې توازن ونه ساته. یو ځل يې یوه لور ته ځان نږدې کړ او بل ځل یې بل لوري ته ځان نږدې کړ.دا هغه څه وو، چې جګړې ته لاره هواره سوه.

د افغانستان دښمنان او په ځانګړې توګه ګاونډیان د دې ورځې په هیله وو، چې د دې کور دېوال مات او خپله نا روا لوبه پر مخ بوځي. چې له بده مرغه جګړه مو څلوېښت کلنه سوه، مګر اوس هم له یوه بد حالت څخه تیریږو.

3 thoughts on “اعلحضرت ظاهر شاه باندې د شهید داود خان د کودتا علت”
  1. سلام
    پہ علمی ، سیاسی ، سیمہ ایزہ توگہ دغہ علتو نہ ستر ابعاد لری کلہ چی دغہ ابعاد ذخیرو پہ خنگ کی نور عوامل ھم پہ نظر کی ونیسو
    زہ نہ پوھیڑم کوم دول عدالت باندی پا چا معتقد وہ د ھغہ شخصیت دکومی زاویے لہ طر حی تاسو ترسیم کری ھغہ رشئیا پہ سیاست پوھیدہ کمونستان دچا پہ پا چائے ویدہ او ترلی تُولُوز کی راو توکیدل
    وا یی دہ در کجا ودرختا ن اصلا د پاچا کورنی سیاست وہ چی داتول مصیبتو نہ ھیواد تہ رامخ شول ملی او اسلامی شخصیت چا تہ ویل کیڑی؟
    بیسوادی، اقتصادی، اجتماعی ،، سیاسی ستونزو کچہ پہ ھیواد کی یو اپیدیمیک حالت کی وہ را غلو د شھید داؤد خان سیاست تہ : داؤد خان سرہ خپل حکومت بی غیرتی وکرہ کلہ چی د روسانو او خلقی او پرچمئ لکی پری کوی او ھغہ ھم پہ یوہ داسی حالت کی چی شا او خوا یی حل نیولی یو مشکل کار وہ د داؤد خان عزت او کمال پہ دی کی وھ چی ھغہ یو نارینہ افغان وہ وایی چی:
    د ننگیالی دی د آ دوہ کارہ
    یا بہ و خوری ککری یا بہ کامران شی
    پہ دولت کی دننہ چا پلوسو ، کاسہ لیسو ، مزدور انو ، بیسوادو د خلق او پرچم کاسہ او کپریو تہ زمینہ مساعدہ کرہ چی اوس ھم د باتور ملت پہ نوم خان تہ اگادمیسن وایی او غنی خان تہ یی آھدا کوی پہ تولہ کی زموڑ احساساتی تولنہ بہ یوی داسی مرحلی تہ ور سیڑی چی دیوی خان گری جھان بینی پوھہ لہ خانہ ولری د بیان او آزادی پہ مفہوم باندی پوہ شی

  2. تبصره باید هغه څوک ولیکي چې لږ تر لږه د مقالې له لیکوال نه یې دانش او دلایل قوي وي. د جناب آزاد صیب خط خو پښتو ندي او ډېرې کلیمې د لوستلو ندي چې شاید له اردو او یا پشه ایی او یا اینکو نه یې قرض کړي وي.
    په کوم وخت او زمان کې چې ظاهر شاه ژوند کاووه ، زمونږ نیکونو هم هغه ډول ژوند خوښاوو. دوی د غازي امان الله خان په مقابل کې ودرېدل او د سقاو انارشي او اغتشاش ورته ښه مالومېده.
    بنا ظاهرشاه او د هغه ترونو ډېر په احتیاط ګام پورته کاوو خو د ګوندونو جوړول د وخت تقاضا وه که ظاهرشاه غوښتي وای او که نه وای ، هغه کار کېده.
    که د ظاهرشاه وزیران او صدراعظمان ارزیابي کړو زمونږ د ټولنې نابغه ګان او د دري په اصطلاح ګلهای سرسبد ول چې متاسفانه ټول زمونږ د مشرانو او د وخت د پارلمان له خوا استعفی ته اړ کړل شول. د هلمند د اوبو موضوع دومره حاد وه چې کیداي شول ایران په هغه سیمه تعرض وکړي . مګر شهید محمدموسی شفیق مونږ ته 85 سلنه برخه پدې سیند کې ثابته او ابدي کړه.

  3. دا زہ منم چی املا کے کم و کاشت شتہ خکہ ما د ن تیلیفون اردو ڑ بی الفبا نہ لیکلی
    حسن خان دانش ستا لہ پوھی نہ دیر اوچت دی کا شکی تا دومرہ پوھہ درلو دلی تبصرہ یو خل بیا ولولہ او لہ خا نہ دوم ظاھر خان نہ جوروہ
    دشمن دا نا بلندت می کند
    بر زمین میز ندت نادان دوست

ځواب ورکول ع شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *