ملا معتصم اغا جان

تاند- د طالبانو د تحریک د سیاسی کمېټې پخوانی مشر وايي، که د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره روانې هڅې بریالۍ نه شوې، په خپله به د سولې بهیر ته داخل شي.

اغا جان معصتم دا خبرې په داسي حال کې وکړې چې د پاکستان په منځګړتوب د کابل او طالبانتو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه کله خوشبینې اوج ته ورسېږي او کله بېرته نهیلۍ زور واخلي.

اغا جان معتصم، چې یو وخت د کوټې د شورا مهم غړی او ملا عمر ته نژدې کس و، وروسته له دې د طالبانو د مشرتابه له شورا بېل شو چې په کراچۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري پرې مرګونې حمله وشوه.

اغا جان معتصم د طالبانو په منځ کې یو له هغو کسانو څخه دی چې د خپل هیواد په چارو کې د ګاونډیانو له مداخلو او د هغو له پټو هدفونو خبر دی. دی ډېر لېواله دی چې طالبان د افغانستان له حکومت سره روغه وکړي او په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.

ده د سولې د خبرو لپاره اوسني شرایط داسي فرصت وباله چې باید له لاسه ونه وځي او که دا موقع ضایع شوه، په افغانستان او سیمه کې به سوله او ثبات له خطر سره مخامخ شي.

اغا جان معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مالیې وزیر و، اوس په ترکیه کې جلا وطن دی.

12 thoughts on “اغا جان معتصم وايي، که د سولې روانو هڅو نتیجه ورنه کړه په خپله به میدان ته راووځي”
  1. .آغا صاحب كه وطن فرست ءي او وطن درباندي كران وي او دوطن خلكو ته احترام لري را ميدان ته شه دخبل قدرته سره جه لري به عملي اقدام لاس به سر شه هره ثانيه اوهره دقيقه دصلحي راوستلو دباره طلاءي جانس دي .
    دتركي لاس بو خي مه كوه خبل أفغانيت او آغا كي دي ثابته كره جه دصلحي جايزه وكتي ..

  2. ښاغلی معتصم صاحب!
    نېک کار پوښتنې ته اړتیا نه لري. که مو په ریښتیا په دې ملت زړه سوځيږي او ددغه دردېدلي ملت د کونډو، یتیمانو، بورو او معلولینو درد احساسولی شې نو د خلکو غوښتنې ته مه ګوره چې له تاسې وغواړي، چې جناب معتصم صاحب راشه، سوله راوله بلکې په خپله را ودانګه او خپله ونډه واخله.

    هره ورځ ستا خویندې او وروڼه د علم او زده کړې له نعمت څخه محرومېږي.
    هره ورځ ستا وروڼه په یوه او یا بل نامه د پردیو لپاره وژل کېږي
    هره ورځ ملیونونه افغانان د بېوزلۍ او فقر په منګلو کې ژوند کوي
    هره ورځ د بیرونیو استخباراتو مداخلې پراخیږي
    هره ورځ ستا وطن د نورې نړۍ له سیالۍ شا ته پاتې کېږي.
    اوس خو تاسې یو څو هېوادونه هم ولیدل. ته ووایه چې هېواد د جوړ وي، ښه اقتصاد ولري او ښه پوهه خلک ولري، په نور، ځایونو کې څومره په ملي غرور مخامخ کېدلی شي!

    ټولو مشرانو چې افغانستان ته مو په یوه او یا بل نامه صدمه ور ورسوله نور لږ له الله وویرېږئ.

  3. Masta Sapay.

    That is the time that all Afghans should set together, Religious leaders, Political leaders, Militant leaders
    on one table discuss and find the best way for the on going conflict which is bleeding the bloods of innocent Afghans. Mr Agha jan is the man that we can count on him that he can play a very positive role in bringing peace to our beloved and wounded country.

  4. ښاغليه معتصم صاحبه !زه دهلال ورور نظر تائېده وم ،دخدای دپاره یوه شیبه هم ډیره وګڼۍ نور دصبر وخت نه ده د دې خاورې خلک دلوط،ابلیس او پیریانونه بد شوي د انسانیت ټکی لیده نه شي،زموږسوري زړونه خولې ته راغلي .ورکه کړی دا پلیته جګړه چه دطاعون ناروغتیا ورته هڅ ده ……………………………………

  5. وړونه دسولي خبرو هيڅ درک نسته نو اغاجان دکوم خبرو په باره کډيږي
    خلک دپه زندانو د شکنجو لاندي پراته دي اغاجان دسولي خبره کوي کوم څوک چي دي مخاليفين بولي دولايتي زندانونه بګرام ته وړل کيږئ دسولي خبري څنګه امکان نه لري.
    دسولي يوازيني شرط دخارجيانو وتل حکومت هرورځ نوي کاردادونه ورسره لاسليک کوي

  6. موږ ټول افغانان سولی ته اړتیا لرو نو باید په افغانستان کی نوره دا دربدری ورکه شی او سوله راشی .
    اغاجان صاحب موږ تاسو ته ‌‌‌‌‌‌ډیر اومید وار یو چی تاسو را وړاندی سی او خپل کوششونه جاری وساتی که ستاسو غوندی یوڅو نور افغانان پيدا شی انشاالله نور به په افغانستان کی سوله او ارامی راشی .

  7. سوله یونعمت دی. نیکبختی ده سوکالی ده. سوله عزت دی آبادی ده. په ننی شرایطو کی افغانان ورته شدید ضرورت هم لری اودخوشحالی زای دی چی هغه زعیمان اومشران لکه معتصم صاحب چی سوله ته دیر مفیداومهم حسابدای شی سولی ته چمتووالی شیی دالله ورته توفیق غوارم

  8. واقعآ معتصم صاحب پوره مثبت رول لوبولای شی لطفا ددحکومت مشران دخدای په خاطر ورسره هم غگی شی تر سو وطن ته سوله راشی دایوه بهترینه موقع ده

  9. هرکس همچو معتصم آغا جان که برای مردم بیچاره افغانستان صلح میخواهد تاج سر ماست خداوند برایش توفیق اعطا کند

  10. سوله یو اهم ضرورت دی سولی ته افغانان ‌‌‌‌‌‌ډیره اړتیا لری سوله او ازادی سره تړلی ده نو که موږ او تاسی یو مرغه ته وګورو هغه چی په یوه پنجره کی قید وی هغه څوره خواشینی وی که هغه ازاد شی نو بیا څومره خوش حاله وی نو که په افغانستان کی سوله راشی نو ټول افغانان به په خپل ګ‌‌‌‌‌‌ډ کور افغانستان کی ‌‌‌‌‌‌ډير په خوش حالی ژوند وکی نو باید په افغانستان کی نوره سوله راشی

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *