يولسمه برخه

دوې ورځې ووتې، د مريم درک مالوم نه شو، نه يې ايمېل راغی او نه هم ټلېفون.

د مريم د ټلېفون نومره مې ووهله، بند و.

اوونۍ پوره  شوه، احوال رانه غی.

يکشنبه، دوشنبه، نه پوهېږم، هېر مې دي،  د لوسي په نوم يو ايمېل راغی. دومره يې ليکلي و چې د مريم خبرې.

خبرې مې راواخيستې، ټېکه نه راتله، په دفتر کې مې روښانه کړې، د کمپيوټر له لاوډسپيکره د مريم ټوخی راووت، يوه همکار مې راته وکتل، خبرې مې بېرته بندې کړې.

ماښام کورته راغلم، د بخارۍ له بلولو مخکې کمپيوټر ته کېناستم، مريم ټوخل، ساه يې لنډه لنډه کېده، په زحمت  يې وويل:

_څو  ځله مې ټلېفون درته وکړ، نه وې.

بېرته ټوخي واخيسته.

پوه شوم، دا خبرې هغه وخت ثبت شوې وې، چې زه په کلي کې وم.

د اوبو  غوړپ  مې واورېد. غږ  يو  څه ښه شو، مريم ويلي  ول:

_د ادرياتيک بحيره د غير قانوني مهاجرينو هديره وه، ددې بحيرې شنو اوبو سلګونه، نه پوهېږم، شايد تر دې ډير غير قانوني مهاجر ډوب کړي وو، خو موږ پوره پنځه ساعته مزل پکې وکړ، نه سمندر طوفاني شو او نه هم د ايټالياوي پوليسو بيړۍ په مخه راغلې،  بس، ساحل ته نږدې  هسکې تورې ډبرې ولاړې وې، همالته ور وختو، ارت غار و، کمرنګه  ګروپ پکې بلېده.

مخکې  لاړو،  ميداني وه،  له ډبرو جوړو وړو کوټو پنجرې درلودې، تور او سپين لاسونه ترې راوتلي وو.

تيږو ته کېناستو، چيغې وې، د دوو ډبرو تر مينځ د انسان سپينه جمجمه او مات هډوکي پراته ول.   له لندو ډبرو څاڅکي څاڅکي اوبه راتويېدلې.

  په قفسونو کې د مفلسو خلکو زګيروي ختل.

د مژګان دوی کورنۍ يې په هماغه سهار د باندې وايسته، خو موږ ته درېيمه ورځ نوبت راغی.

شنو غونډيو ته لنډه لار ختلې وه،  د ناجو ونې لندې وې.  له نري باد سره د نمجن بوی ګډ و.

 لنډه لاره وه، بس، يواځې يوه غونډۍ ور هاخوا لاندې پر تک تور سړک د ناجو دو نو شنې، تېرې،  پرېوللې پاڼې راغلې وې.

سړک ته ورکښته شوو، يو ټرېلر ودرېد، د سيت تر شا چپرکټ ته ور تېر شوو، همالته کېناستو.

موټر حرکت وکړ، دوه ساعته لار مو ووهله، موټروان سړک ته نږدې د يوه ګوښي کور مخې ته  پرېښودو.

څلوېښت، پنځه څلوېښت کلن سړي دروازه راته خلاصه کړه، وړه کوټه وه، له دېوال سره درې څوکۍ اېښې وې، څنګ ته دوه منزله کټ ښکارېده،  د يخچال دروازه نيمه لوڅو عکسونو نيولې وه.

ورغلو، پر څوکيو کېناستو، د څنګ له کوټې خندا راتله.

پاو ووت، يوه خبره مو هم ونه کړه، پلار مې خوله وازه وازه کوله، دوې شپې يې د تبې له لاسه سترګې نه وې سره ور وستې.

 چېرته تلو، له چا سره تلو، څنګه تلو، په اروا کې مې هم نه راتلل.

وړې کړکۍ ته ودرېدم، خاوره نه ښکارېده، د ايټاليا په مني کې لا دومره زور و، چې ونې او بوټي شنه وساتي.

کړپ شو، ور ومې کتل، مور مې د يخچال ور پرانيستی و. ورغلم، يو بوتل مې راواخيست، پزې ته مې ور ووړ، د الکولو بوی ترې ته.

د يخچال  لاندينۍ خانې ته مې پام شو،  دوه له اوبو ډک بوتلونه مې راوايستل، بېرته کړکۍ ته ور وګرځېدم.

د اوبو له غوړپ سره ټوخي واخيستم، خوله مې تروه شوه، مور او پلارته مې وکتل، د يوه سترګې پټې وې، بلې غولي  ته وچې سترګې نيولې وې، د جاکټ استر مې پر شونډو تېر کړ، ور ومې کتل، خړ استر په وينو سور و.

ټوله ورځ مو په کوټه کې تېره کړه، ماښام دوه تنه راغلل، يوه يې اوږده سره ويښته درلودل، دوهم يې له وريځو پرته پر خپل سر او مخ هيڅ هم نه و پرېيښي. پوه يې کړو چې اوږد، پياده مزل مو په مخکې دی.

ځنګل و، خو د ونو له چولو د موټرو رڼاوې راوتلې، تر ډېره له سړک سره روان وو.  وروسته مو لاره چپه کړه، غره ته وختو،  د موټرو  رڼاوي  د وړو ستورو غوندې ښکارېدلې.

 باران  شو،  دوو رهنماوو د پراشوټي جمپرونو ځنځيرونه کش کړل، خو زما تر ټکري اوبه راووتې، مخ، وېښته او اوږې مې لندې شوې، په زېرپيرانۍ کې ګنډلو ډالرو ته مې زړه ورختلی و.

باران تېز شو، له پورته نرۍ اوبه راماتې شوې، نيم ساعت، يو ساعت، نه پوهېدم، خو مخکې تلو، وروسته  پر ځمکه د باران د څاڅکو د لګېدو له غږ سره پشهاری هم ګډ شو، تر غوټه ونو ووتو، لاندې څپانده سيند روان و، په تياره کې يې سپين ځګونه له ورايه ښکارېدل.

يوه غار ته ور وګرځېدو، ارت  وچ ځای و، همالته کېناستو.

څڼېور  رهنما د ملا له بکسه وړه بجلي راوايسته، خو رڼا يې تېزه وه، ان د غار له پورتنيو تيږو راځوړند نري واښه هم مالومېدل.

وخت ووت، خو باران ونه درېد.

پلار ته مې وکتل، په ناستو يې سترګې پټې وې.

د الکولو بوی راغی، مخ  مې ور واړاوه، سر خرېيلي چاغ رهنما يو لوی بوتل خولې ته نيولی و، څڼېور يې  زما مور ته کتل.

پلار ته ورنږدې شوم.

رهنماوو په نوبت له بوتل څخه غوړپ کاوه، خندل يې، خبرې يې کولې، په ژبه يې نه پوهېدم، خو زړه ته مې لويدلې وه  چې زما د مور په اړه غږيږي.

مور ته مې وکتل،  سر يې پر ځنګنو ايښی و، پر سپينه غاړه يې لانده پيچلي ويښته سريښ ول.

ما هم د خپل پلار پر اوږه سر ولګاوه. يو وخت مې د بکس د ځنځير د کشېدو غږ واورېد، ور ومې کتل، مور مې  د تشناب  کاغذ ور اخيست.

رهنماوو وچې سترګې ورته نيولې وې، بيا يې وخندل، مخ مې ورنه  واړاوه،  له مور سره د باندي ووتم.

اسمان برګ و، د ورېځو غټې ټوټې باد په مخه کړې وې، ما تر دې دمه دومره  سپينه، تېزه سپوږمۍ نه وه ليدلې.

مخکې لاړو، بوټی وښورېد، زړه مې خولې ته راغی، سويه وه، منډه يې  واخيسته، ان  سيوری يې هم ښکارېده.

مور مې ګڼو نيالګيو ته ور وګرځېده، زه پر يوه هواره تېږه کېناستم، د اوبو له شڼهاري سره د شغالانو کوکې هم ګډې وې.

يودم يو سيوری راباندې راغی، زړه مې ولړځېد،  څڼېور رهنما مې مخې ته ودرېد، لاس يې راوغځاوه، پورې مې واهه، غوټه يې کړه، په غيږ کې يې ونيولم، لندې شونډې يې زما پر بغورکېښودې، له خولې يې د الکولو بوی ته.

ساه مې بنده شوه، سړی مې تر څڼو ونيو، نه ليرې کېده. چيغه مې خولې ته راغله، ومې ټوخل، وينو داره وکړه.

سړی يودم شاته شو، لاس يې پر خپله غاړه تېر کړ، ګوتې يې وسولولې، وينه وه.

په کرکه يې وويل:

_ايق!

ماته يې وکتل، هماغسې مې ټوخل، خوله مې د وينو خوند نيولې وه.

سړی دوه ګامه شاته شو، له ټوخې سره ګډه ناره مې تر خولې راووته!

_ابا!!!

سړي منډه کړه!

چيغه شوه،  پاڼې وخوځېدې، مور مې له ګڼو نيالګيو راووته، منډه يې کړه، د چاغ، سر خرېيلي رهنما لنډ لاس يې خلاصو وېښتو ته ور ورسېد، دواړه پر ځمکه ولوېدل.

وړې ډبرې ورغړېدې، ور ومې کتل، پلار مې منډې وهلې… مخ مې واړاوه، مور مې نه وه، خو چيغې يې د سيند له خوا راتلې.

منډه مې ور واخيسته، له ګڼو ونو تېره شوم، پلار مې د سر خرېيلي سړي  سر ته سوکان نيولې وو.  بيا يې يودم  له ځمکې يوه لويه ډبره ور پورته کړه، سترګې مې پټې کړې، پر مخ او لاسونو مې تاوده څاڅکي ولګېدل، ور ومې کتل، د سړي د سر  وينې او د غوښې سرېښناکه وړې ټوټې وې.

په مور پسې مې سترګې ور غړولې، زړه مې خولې ته راغی، مور مې د پاڼ پر ژۍ ولاړه وه، ځګنو اوبو ته يې کتل، د سپين ګرېوانه شکېدلې تراډې  او تور خلاص وېښته يې باد يوې، بلې خواته سره اړول.

پلار مې تر مټ ونيو، جټکه مې ورکړه، ور ويې کتل، يوه تېره چيغه يې تر خولې راووته:

_نه!

مريم ټوخي واخيسته، تر ډېرو يې وټوخل، بيا  له ټوخي سره ژړا ګډه شوه، په زحمت يې وويل:

_پلار مې ور  ورسېد، خو يواځې زما د مور د کميس سپينه تراډه په ګوتو ورغله.

موږ  دواړو له اوبو سره منډې وهلې،  مور مې  په سپينو ځګونو کې ورکه وه، اوبه له لويو ډبرو سره لګېدلې، شڼهارې يې خوت.

د مريم ژړا زور واخيست، ژړا او ټوخي خبرو ته نه پرېښودله، بيا يې ساه بنده شوه، يو دم يې خوړ وهل، يوه شېبه هيڅ هم نه و، وروسته خرهاری راغی،  ښځينه  وارخطا چيغې پکې ګډې شوې، پر کاشيو د بوټونو کړپا، په ايټالوي ژبه  نارينه او ښځينه وارخطا غږونه او د تذکرې د ټاېرونو کرښنده اواز. بس! همدومره، پاتې لس دقيقې سپينې وې.

په  سهار مې  لوسي ته ايمېل ولېږه او د مريم د صحت پوښتنه مې ترې وکړه، يوه بجه يې لنډ ځواب راغی:

_بښنه غواړم. مريم تېره اوونۍ  مړه شوه.

ولاړ شوم، په دهلېز کې مې يو همکار په مخه راغی، په حيرانۍ يې وپوښتل:

_سترګې دې له اوښکو ډکې دي!

 مخ مې واړاوه، لاندې د دفتر حويلۍ ته کښته شوم.

لمر و،  د سټوډيو د بام په ناوه پسې يوه لوېشت کنګل را ځړېده.

بېرته شعبې ته راغلم، لوسي ته مې خپله نومره ور ولېږله او هېله مې ترې وکړه چې ټلېفون راته وکړي.

څلرويشت ساعته تېر شول، خو درک يې مالوم نه شو.

په دوهم  ايمېل کې مې يو بل ټکی هم اضافه کړ:

_د مريم له پاره.

په سبا يې يو اوږد ايمېل راته ليکلی و. ايمېل مې پر نټ کړ، ماخستن بخارۍ ته نږدې کېناستم، لوسي ليکلي وو:

_وبښه، تر ټلېفونه مې ليکلي مالومات غوره وګڼل، پوهېږم، مريم راته ويلي وو، چې يو څوک يې د ژوند کيسه ليکي.

مريم دوه ورځې په کوما کې وه، بس، يواځې يوه دقيقه په هوښ راغله، خبرې يې واضح نه وې، خو دومره يې پوه کړم چې په ټايپ کې ثبت شوې وروستۍ خبرې تاسو ته ايمېل کړم.

مريم يې څلوېښت، پنځوس ورځې مخکې  دلته راوړه، پوليس ورسره ول، ويل يې چې د تحقيق په وخت کې يې وينه وګرځوله.

معايناتو دوه ساعته وخت ونيو، نجلۍ د سږو سرطان درلود، دې بايد د ژوند وروستۍ ورځې په روغتون کې تېرې کړې وای.

مريم غلې نجلۍ وه، ډېرې خبرې يې نه کولې، خو پټ، پټ به يې  ژړل.

مجبوره مې کړه، په ژوند يې پوه شوم.

يوه ورځ يې راته وويل:

_عمه لوسي! مرګ ته مې څو ورځې پاتې دي؟

غلی وم.

ويې ويل:

_داسې څه نشته چې دا څو ورځې نورې هم را لنډې کړي؟

خو په سبا يې مرګ ته زړه نه  کېده. علت مې وپوښت، کمپيوټر ته يې ودرولم، د فيسبوک پاڼه يې  خلاصه کړې وه، د يوه ځوان عکس و، ښکلې غټې سترګې يې درلودې.

مريم په خوند وويل:

_وحيد مې وليکه، څو څيرې راغلې، خو خپله مينه مې  په اسانۍ پکې ومونده.

يودم يې وخندل:

_ته ورته وګوره! له ځانه يې څه جوړ کړېدي، ږيره او  برېت يې نشته.

ولاړه شوه، ټينګه يې په غېږ کې ونيولم، زنه يې زما پر اوږه راکېښوده، يودم غريو واخيسته:

_اه! عمه لوسي!   مرګ ته مې زړه نه کيږي.

خو په سهار يې بيا  ژړل،  له څېرې يې پوه شوم چې د خبرو له پاره مناسب وخت نه دی.

غرمه مې د روغتون په حويلۍ کې ولېده، پر اوږده سيميټي څوکۍ يواځې ناسته وه، ورغلم، پر اوږه مې لاس ور کېښود، راويې کتل، سترګې يې لا سرې وې.

يوه شېبه دواړه غلي وو، مريم ځمکې ته کتل، د ښي بوټ په څوکه يې ژېړې پاڼې راټولولې.

ورو مې وويل:

_باد سوړ دی، نه ځو؟

هماغسې يې ځمکې ته  کتل. يو دم غريو واخيسته. د هغې سر مې پر خپل ټټر پورې ونيو. وخت ووت، ويې ويل:

_وحيد ته مې ټلېفون وکړ، د خندا غږ راغی، ومې پوښت،  نامزادې يې په واوره ويشت.

مريم په سبا  بل سيمکارت رانه وغوښت، ويل يې چې وحيد څو ځله زنګ ورته  وهلی، ايمېلونه يې رالېږلي، خو دا  نه غواړي چې ځواب ورکړي.

بله شپه نوکري وم، په دهلېز کې مې د مريم غږ  واورېد، څه يې ويل، فکر کوم چې سندره وه، په مانا يې نه پوهېدم، خو درد پکې نغښتی و. دروازه مې خلاصه کړه، مريم پر کټ ناسته وه، سپينه روجايي سرو وينو نيولې وه.

په بيړه ورغلم، د مريم خوله، غاړه او ټتر په وينو سره ول.

مخ يې راواړاوه، ورو يې وويل:

_وحيد مې خوشاله وليد، کوم بل ارمان نه لرم.

مريم بيا هيڅکله د فيس بوک مخ ونه ليد، بانه يې دا وه چې وخت ضايع کوي، دې به پښتو سايټونه کتل.

يوه ورځ يې راته وويل:

_اه! عمه لوسي! ته مې ډېره په تکليف کړې، خو يوه وروستۍ خبره مې هم ومنه!. زما تر بالښت لاندې د افغانستان نقشه او د وحيد عکس دی، هيله لرم چې دواړه په تابوت کې راسره  کيږدې.

لوسي همدومره ليکلي وو.

په سبا مې ايمېل ور وليږه او د مريم د عکس غوښتنه مې ترې وکړه. په هماغه ورځ يې ځواب راغی، ليکلي يې وو، چې مريم  په تا باور درلود، خو نه يې غوښتل چې عکس يې په  کتاب کې راشي.

په بل ايمېل کې مې ډاډ ورکړ،  عکس يې راولېږه.  عکس ته مې وکتل، په ټلېفون کې د مريم  خبرې راپه زړه شوې:

_نه، دومره بدرنګه هم نه يم، خوله مې وړه ده، سترګې غټې، وېښته مې ګڼ او پيچلي، ږمنځ پکې بنديږي، بس،  له رنګه يو څه توره  يم.

ټول سم ول، يواځې  په غټو تورو سترګو کې ډنډ اوښکې ترې هېرې وې.

(پای)

١٣٩١ ل کال

13 thoughts on “اغزن سیم(۱۱ برخه) لیکوال: نصیر احمد احمدي”
  1. له مانه دا لړۍ د شپږمې برخې په نیمایي کې پاتې ده خو اوس تاند ټولې برخې په یوه لړ نه ښیي. په ګوګل کې مې شپږمه او اومه برخه پیدا کړې خو چې کلیک پرې وکړم وایي دا صفحه نشته. که تاند یا بل چاته پته وي پوه مې دې کړي چې څنګه کولی شم شپږمه، اومه، اتمه، نهمه او لسمه برخه پیدا کړم.

  2. ډیر ښکلی ، په خوږه او روانه ژبه لیکل شوی ناول دی، زه یی په صفت کی همدومره ویلای شم چی په لمړی ځل په انلاین صفحو باندی کوم ناول تر اخره لولم، نه یواځی دا بلکه د هری برخی پر لیکه کیدو ته به لیواله وم….

  3. ښاغلی جمال، په رښتیا هم چی دا ناول ډیر منظم خپور نشو. خو د دی لپاره چی ټول ناول پیدا کړی د ګوګل پر ځای یی په همدی تاند کی ولټوه (سرچ یی کړه) دلته په آسانی پیدا کیدای شی. د تاند نوی صفحه ما ته ځورونکی ښکاری. هیڅ هم پر ځای نه دی او هر څه ژر ورکیږی!

  4. ښکلی ناول دی خو،
    – د یوه لوستونکي په توګه زه په کې د لیکوال، مریم، زېبا او حتی لوسي د خبرو دود نشم بېلولی.
    – شپون صیب وایي چې ښه لیکوال هغه دی چې د کیسې اتل مړ نه کړي. آیا کومه بله چاره نه وه؟
    په ګوته دې برکت شه او لاره دې روښانه.

  5. salam roora ..deera khaista nawal wo .kho kash che ma na losta
    za ye reshta ham deer khapa kram.
    che maryam mra na wa bia ba ham nawal 1 sa khwand lara.

  6. احمدي صاحب په مټو دې برکت شه روښتونی ښکلی ناول احمدي صاحب زما عدت دی چې کوم کتاب لولم که یوه زاره علطي هم چې پکې ووینم په نښه کوم یې فکر کوم که چیرته زه لیکوال ه
    شوم هسې نه چې زه دغه علطۍ ونکړم
    هاهاهاهاهاهاهاهاها
    زه خو لیکوال نیم خو ما دلته یا کومه علطي ونلیده یاخو په خوندکې زه پرې نه پوهېږم

  7. ﻧﺼﻴﺮ اﺣﻤﺪ اﺣﻤﺪﻱ ﺻﺎﺣﺐ ﺧﺪاﻱ ﺩﻱ ﭘﻪ ﮔﻮﺗﻮ ﻛﻲ ﻧﻮﺭ ﻫﻢ ﺑﺮﻛﺖ ﻭاﭼﻮﻩ ﭘﻪ ﺭﺷﺘﻴﺎ ﭼﻲ ﺩﻳﺮ ﺷﻜﻠﻲ ﻧﺎﻭﻝ ﻭﻭ اﻭ ﺩا ﺩﻳﺮﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﻣﻲ ﺯﺭﻩ ﻏﻮﺷﺘﻞ ﭼﻲ ﻳﻮ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺧﻪ ﻓﻠﻢ ﻭﮔﻮﺭﻡ اﻳﻨﺘﺮﻧﺖ ﻣﻲ ﻭﺭﭘﺴﻲ ﭼﻦ ﻛﻪ ﺧﻮ د ﻛﺘﻠﻮ ﻭﺭ ﭼﻲ ﻣﻲ ﭘﻴﺪا ﻧﻪ ﻛﺮ ﺩﺭﻱ ﻛﺎﻟﻪ ﻣﺨﻜﻲ ﻣﻲ ﺳﺘﺎﺳﻲ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻧﺎﻭﻝ ﻟﻮﺳﺘﻲ ﻭﻭ ﻧﻮ ﻓﻜﺮ ﻣﻲ ﻭﻛﺮ ﭼﻲ ﻛﻴﺪاﻱ ﺷﻲ ﻧﺼﻴﺮ اﺣﻤﺪ ﻛﻮﻡ ﺑﻞ ﻧﺎﻭﻝ ﻟﻴﻜﻠﻲ ﻳﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻣﻲ ﺳﺘﺎﺳﻲ ﺩا ﻧﺎﻭﻝ ﻭﻟﻮﺳﺖ اﻭ د اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻓﻠﻢ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﻲ ﭘﺮﻱ ﻣﺎﺗﻪ ﺷﻮﻩ

ځواب ورکول اﺟﻤﻞ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *