اتمه برخه

د زېبا سر مې پر خپل ټټر پورې ونيو، هغې ژړل، ما هم خپلې اوښکې نه شوای کابو کولی.

ښه شېبه ووته، وروسته يې په غريو کې وويل:

_مور مې کېناسته، شکېدلې جامې يې واغوستې، له کوټې ووته، بېرته راغله، پر ما يې خپړې کړې، تر ډېرو يې په غېږ کې ټينګه نيولې وم، بيا يې کلکه پر تندي ښکل کړم، يودم يې منډه واخيسته او سرتور سر د باندې ووته. ټکری مې راواخيست، پسې ورغلم، درب شو، له ځمکې دوړه پورته شوه، پښو ته مې وکتل، مور مې په خاورو کې پرته وه، تر خولې يې سرې وينې راووتې. دې د تامير له سره ځان راغورځولی و.

 

د زېبا پر خوله مې لاس کېښود، چېغه مې خولې ته راغله، په غريو کې مې وويل:

 

_بس دی! نور څه مه وايه!

 

زېبا سرې سترګې راواړولې. لاس مې د هغې له خولې ليري کړ، نجلۍ وويل:

 

_تا کيسه غوښته!

 

غريو واخيستم:

 

_سمه ده. ووايه!

 

نجلۍ وويل:

 

_چيغې شوې، په کوټه کې د ولاړو افغانانو ګوتې د پنجرې تر اوسپنيزو سيخانو تاوې وې، زورونه يې وهل، ايرانيانو ته يې کنځلې کولې، خو د اوسپنې سيخان ټينګ ول.

 

د فارم کاريګر راغلل، پلار مې هم پکې و، دی زما مور ته ورنږدې شو، د هغې لاس يې پورته کړ، بېرته يې پرېښود، لاس پر ځمکه ولګېد.

 

تر ډېره غلی و، د مور شکېدلي ټټر ته يې وچې سترګې نېولې وې، وروسته يې د هغې سر له خاورو پورته کړ، په غېږ کې يې ونيو، يودم يې کوکه کړه، له چيغو سره يې په پنجره کې د ولاړو خلکو ژړاوي ګډې وې.

 

پلار مې ښه شېبه وژړل، بيا يې ماته وکتل، سترګې يې له سرو رګونو ډکې وې. په غريو کې يې وويل:

 

_علی رضا و؟

 

سر مې د ( هو ) په بڼه ورته وخوځاوه.

 

پلار مې دېوال ته ولاړ بېل ور واخيست، منډه يې کړه، له حويلۍ ووت.

 

زېبا غلې شوه.

 

په غريو کې مې وويل:

 

_نور؟

 

د نجلۍ سر وځړېد:

 

_مور ته ورنږدې شوم، سترګې يې لوڅې وې، ماته يې کتل. يودم يې پر ټټر ور پرېوتم، پر غاړه مې يې مخ کېښود، خوله مې تروه وه، نه پوهېدم ، زما اوښکې وې که د وينو خوند.

 

بيا چا تر وليو ونيولم، ور ومې کتل، علي رضا و، ټټر ته مې يې سوکان ونيول، علي رضا پورته کړم، پر ځمکه ولګېدم، په سترګو مې تياره راغله، هڅه مې کوله چې باڼه سره جلا کړم، نه کېده، په سترګو مې زور راووست، څو پياوړو کسانو له ځمکې توره لويه پلاستکي خلطه پورته کوله، له خلطې زما د مور سپين لاس راوتلی و.

 

نور مې هيڅ هم ونه ليدل.

 

زېبا غلی شوه، د پلار غږ مې واورېد:

 

_د باندی نه ځې، ښکلې هوا ده.

 

ور ومې کتل، پلار مې مور ته وچي سترګې نيولې وې.

 

ويې ويل:

 

_څه پرې شوې.

 

ځواب مې ورکړ!

 

_سر يې خوږېده، ويده ده.

 

_ته نه ځې.

 

_نه، مور مې يواځې نه شم پرېښودی.

 

پلار مې بېرته له کوټې ووت.

 

زېبا ته مې وکتل، سترګې يې له سرو رګونو ډکې وې. يوه شېبه غلې وه، وروسته يې ترخې موسکا شونډې سره ويړې کړې، په غريو کې يې وويل:

 

_تاسو مه ويرېږئ، دوی ډالري مساپرو ته څه نه وايي.

 

په خبره کې يې ور ولوېدم.

 

_دوی؟

 

_هو، ماته يې ډېرې کيسې مالومې دي، دلته رقم رقم خلک راځي، علي رضا ډېر کسان پيژني، ځانته کوټه لري، ما څو ځله ډوډۍ ور وړې ده، ټول ترياک څکوي، توپانچې مې يې په خپلو سترګو ليدلې دي.

 

دوی دوه ډوله مساپر راوړې، ډالري مساپر کم دي، همدا کوټه يې ورته بېله کړې ده، خوراک، څښاک يې هم له نورو جلا دی، پام ورباندې کوي، خو هغه نور بيا داسې نه دي، علي رضا د تومني مساپرو نوم پرې ايښی دی، دا کسان ايران ته د کار له پاره راغلي، تر هغو د پنجرو تر شا ولاړ وي چې کوم خپل يا ملګری يې د قاچاقبر پيسې ورته راورسوي. خو داسې کسان هم پکې شته چې په هفتو هفتو دلته پراته دي. دوی د سهار له خوا يواځې لس دقيقې له کوټې راباسي، علي رضا وايي چې تښتي، لس دقيقې تشناب ته د تګ او پښو غوړولو له پاره بس دي. که مړه هم شي، څوک ور نه ور خلاصوي، تېره هفته مې د يوه مساپر چيغې واورېدې، ځوان و، ګېډه يې خوږېدله، خو هيڅوک يې هم په کيسه کې نه شول، سهار ته مړ پروت و.

 

زېبا غلې شوه.

 

ومې ويل:

 

_ته دلته څه کوې؟

 

_ديګ پخوم.

 

لاس ته مې يې وکتل، غټه تڼاکه پرې ختلې وه.

 

په غريو کې يې وويل:

 

_د مور له مرګه وروسته يې يوه کورته بوتلم، څلور ښځې پکې اوسېدې، يوه زړه او درې ځوانې، هرې يوې بيله کوټه درلوده، .دوهمه شپه مې پام شو، کور ته درې نارينه راغلل، بوډۍ پيسې ورنه واخيستې، بيا يې هر يو بيلې کوټې ته ور وليږه.

 

زېبا غلې شوه.

 

ور ومې کتل، شونډې يې لړزېدلې.

 

ومې ويل:

 

_بيا؟

 

_درې ورځې هلته وم، علي رضا راغی او بېرته يې دلته راوستم. خو يو شناخته مې هم ونه ليد. د پنجرو تر شا نور خلک ولاړ ول، د فارم کارګران هم بدل شوي وو، يواځې په دروازه کې ولاړ خلک مې پېژندل.

 

له علي رضا نه مې د پلار پوښتنه وکړه، ويل يې چې لږ ژوبل شوی دی، بس، چې له روغتونه رخصت شو، ورسره تلای شې.

 

د شا کوټې ته يې بوتلم، يوه زوړ سړي ديګ پخاوه، علي رضا راياده کړه چې مرسته ورسره کوه!

 

د شپې به يواځې وم، د کوټې کونج ته مې نه شو کتلی، مور مې ليده، لوڅه لغړه وه، د سر ويښته يې شکول. تر سهاره به ګروپ راته بل و، خو وروسته عادت شوم. علي رضا به د پلار احوال راته راووړ، ويل به يې چې مخ په جوړېدو دی.

 

ورځې تېرې شوې، پلار مې رانه غی. ما به هر وخت له علي رضا نه د هغه پوښتنه کوله. يوه ورځ يې راته وويل چې پلار دې پوليسو نيولی، اوس به يې خپل وطن ته اړولی وي.

 

. تمه مې ونه خته ، ځای ور مالوم و، ضرور راپسې راته.

 

يوه غرمه فارم ته لاړم، شېدې مې را اخيستې، د يوه کاريګر پښه وښوېده، نه شو ولاړېدی، له مانه يې وغوښتل چې د خوشايو ډک سطل د باندې وباسم.

 

ډېران د فارم د حويلۍ په کونج کې دی، دوی د ټولې هفتې خوشايي همالته اچوي، جومه موټر ورته راځي.

 

ورغلم، يو بوټ پروت و، شناخته رامالوم شو، په ټکري مې پاک کړ، زما د پلار بوټ و.

 

دروازې ته مې منډه کړه، چيغې مې کړې، بوټ مې د زاړه پيره دار سترګو ته ونيو.

 

هغه وارخطا و، يوې بلې خواته يې کتل، وروسته يې سترګې له اوښکو ډکې شوې، لاسونه يې رانه تاو کړل، ټټر ته يې ور نږدې کړم، پر ککرۍ يې شونډې راکېښودې.

 

ده ژړل، خو زما د پلار په اړه يې څه نه ويل، اخير يې راياده کړه چې علي رضا خبرېږې. له دې ځايه لاړه شه.

 

دوې ورځې وروسته علي رضا راغی، ورته ومې ويل. راياده يې کړه چې پلار دې راځي.

 

وخت تېر شو، ديګ به مې يواځې پخاوه.

 

يوه ورځ ځوان ساتونکی په ډوډۍ پسې راغی، د پلار پوښتنه مې ترې وکړه، په غوسه يې راته وويل چې نه پوهيږې.

 

په هماغه ماخوستن دروازه خلاصه شوه، هماغه ساتونکی و، د برق په رڼا کې يې سترګې سرې ښکارېدلې.

 

ده په دېوال پسې لاس ونيو، په دروازه کې کېناست، بوتل يې پر غولي کېښود، راياده يې کړه چې د پلار په اړه مې پوهيږي.

 

خوشاله شوم، د مالوماتو پوښتنه مې وکړه، خو ده اول مچه غوښته. څه پروا يې کوله، مور او پلار ډېره ښکل کړې وم، خو دده مچه بل رنګ وه، زما ټوله خوله يې رالنده کړه، بوی يې ته، زړه مې راپورته شو، منډه مې ترې واخيسته.

 

دی همالته ړنګ شو، له وېرې کوټې نه شوای ورتلای. شپه مې رڼو ستورو ته تېره کړه. سهار چې کوټې ته ورغلم، نه و. اته بجې راغی، وېرې اخيستی و، خواست يې کاوه چې علي رضا ته څه ونه وايم، هر څوک د نشې په حال کې چټياټ وايي، پلار دې ژوندی دی

 

، خو ماته يې هيڅ هم نه و ويلي.

 

زېبا غلې شوه، ماته يې وکتل، په غريو کې يې وويل:

 

_پلار مې راځي؟

 

د هغې تر نري ورميږ مې ګوتې تاوې کړې، ټټر ته مې رانږدې کړه.

 

د زېبا ورو غږ مې واورېد:

 

_علي رضا اوس هم راته وايي چې پلار دې راځي، بيګاه يې کوټې ته ور وبللم، همدا خبره يې راته وکړه، له خولې يې د هغه ځوان د خولې غوندې بوی ته. بيا يې وخندل، زما ټټريې څو ځله په خپلو ګوتو ټينګ کړ، ويل يې چې خوند درکوي؟

 

په چونډيو کې به نو څه خوند وي. ځواب مې ( نه ) و، خو هغه خندل، ويل يې چې ستاسو په راوستو کې تاواني نه يم، بس دوه، درې کاله وروسته د لارې سل چنده تومن راته ګټلی شې.

 

د مريم خبرې ختمې شوې.

 

جېب ته مې لاس کړ، فلش مې راويست، د لوسې په ايمېل راغلې خبرې لا پاتې وې. خو ټلېفون راغی، ملګری مې و، ويل يې چې مېلمه مې يې، موټر مې راوستی، پاخه ته راووځه.

 

بانه مې ورته وکړه، خو دی ټينګ و.

 

جامې مې بدلې کړې. کور ته ورسره لاړم، له هالنډه مو د ليسې دو خت يو همصنفی راغلی و، نه يې پرېښودم، شپه مې وکړه، سهار په دوو نورو ټولګېوالو وګرځېدو، ماښام تياره کورته راغلم.

 

د مريم خبرو ته مې بېړه وه، ويلي يې ول:

 

_په سره اور ناسته وم، ټيکه نه راتله، له علي رضا او دې کوره مې کرکه کېده، پلار به مې نن، سبا راته کول.

 

وخت ولاړ و، نه تېرېده، د زېبا مړاوو سترګو مې زړه خوړ، له وسه مې څه نه و پوره.

 

يو مازدېګر مې د پلار له جېبه د لسو زرو تومنو نوټ راوايست، زېبا ته مې ونيو، ډېرې نه وې، درې_ درې نيم سوه افغانې راتلې، خو زېبا نه اخيست، ويل يې چې څه يې کوم، په نږدې سيمه کې دوکان نشته.

 

وروسته ټوخی راته پيدا شو، پلار مې علي رضا ته وويل، ګولۍ يې راوړې، خو کرکه مې ترې کېده، ومې نه خوړې.

 

ورور مې هم تبې کولې، کوچيني سخوندر يې زړه وهلی و، ډېر وخت به له کټه نه ولاړېده.

 

يوولسمه ورځ له فارمه راووتو، مور، پلار او کوچينی ورور مې خوشاله ول، د موټر له ښيښو يې يوې بلې خواته کتل، خدای ته يې شکرونه ايستل، خو ما په لاس کې سوځېدلې وړې پراټې ته کتل، د زېبا له اوښکو ډکې سترګې مې له مخې نه ليرې کېدې، دهغې ورورستۍ جمله مې په ذهن کې راګرځېده:

 

_هه! دا پراټه مې په خپله درته پخه کړه، وږې به شې.

 

د مور حيرانه غږ مې واورېد.

 

_ته ژاړې؟

 

مخ مې واړاوه، نه وم پوه شوې.

 

پلار مې وخندل:

 

_اې لېونۍ، خوشاله اوسه، له زندانه راووتو.

 

څه مې ونه ويل، مخامخ په پياده رو کې د زېبا په عمر ډله نجوني روانې وې، ښکلې ښکارېدلې، خندل يې، په ملاوو پسې يې د مکتب بکسونه سرېښ ول.

 

ټکسي وان په يوه باغ کې پرېښودو، رنګارنګ ونې وې، غولی ژېړو پاڼو نيولی و.

 

لنډ وخت وروسته د اوبو يو لوی ټانکر راغی، حيران شوو، موټروان ويل چې ټانکر ته ورکښته شئ.

 

پلار مې په غوسه و، نه يې ورسره منله، خو موټروان سل دليلونه راوړل، د لارو سختۍ يې ياده کړه، ويې ويل چې ډېرې کورنۍ مو په همدې ټانکر کې وړې دي.

 

پلار مې نه قانع کېده، د موټروان وروستۍ خبره دا وه چې علي رضا ته به ټلېفون وکړي.

 

زړه مې ولړزېد، پلار مې وپوهاوه چې بيا هغه کور ته نه شو تلای.

 

ټانکر ته ورکښته شوو، وچ و، خو د ماهيانو غوندې سوړ بوی پکې لګېده.

 

ټول پر يوه هواره پنډه توشکه کېناستو، شاوخوا مې وکتل، تياره وه، پورته اسمان د شنې داېرې غوندې ښکارېده.

 

موټروان راياده کړه چې د موټر د درېدو په وخت کې به له توشکې سره د ټانکر شاتنۍ برخې ته ورځی.

 

شېبه وروسته موټر حرکت وکړ، د جمپونو له

 

ورکېدو پوه شوم چې پاخه ته وخوت.

 

يو، يو نيم ساعت ښه وو، خو وروسته مو ساه بندېده، ټولو پورته، ګردې دريڅې ته خولې نيولې وې.

 

يو ځای موټر ودرېد، توشکه مو په احتياط شاته يووړه، يوه دقيقه لا نه وه وتلې چې موټر حرکت وکړ.

 

نيم ساعت وروسته بيا موټر ودرېد، موټروان و، ويل يې چې د هوا د تبديلۍ له پاره د باندې راووځئ.

 

موټر له عمومي سړک نه چپ په ژېړو ونو کې ولاړ و.

 

موټروان کيڼ لور ته اشاره وکړه، له يوه لوړ ځايه، رڼې اوبه راتويېدلې.

 

سر مې ګرځېده، ورغلم، اوبو ته مې لاسونه ونيول.

 

پلار ته مې وکتل، له موټروان سره يې خبرې کولې.

 

کله چې بېرته ټانکر ته ورکښته شوو، پلار مې راياده کړه چې تر مهاباده به همدلته يو. د مهاباد په اړه مې مالومات ترې وغوښتل، د موټروان له خولې يې وويل چې ترکيې ته نږدې کوم ولايت دی.

 

سفر سخت و، خو بيا هم د ترکيې نوم زړه راکاوه.

 

يو ځای مې د ورور خوا راوګرځېده، پلارمې تر ډېره پر اوږو کېنولی و، ورور مې ازاده هوا اخيسته، وروسته يې يخني وشوه او بېرته پر توشکه کېناست.

 

لمر لوېدلی و چې مهاباد ته ورسېدو.

 

يوه کور ته لاړو، ساه مو لا نه وه سمه کړې چې يو دوه سيټه ټيوټا موټر راغی. خامې لارې مو په مخه ورکړې، ماخستن ناوخته ترې کښته شوو.

 

تياره وه، سپي غپ ووهل، ورور مې د مور غېږې ته ځان ور واچاوه.

 

لاټين ښکاره شو، مخکې راغی، يوه بوډی وه، په ژبه نه سره پوهېدو، په هغې پسې روان شوو.

 

د وره غنجا مې واورېده، ورغلو، يوه لويه کوټه وه.

 

په زړه درۍ کېناستو، د لاټين په ژېړه رڼا کې مې سترګې ورغړولې، تنور، په کونج کې له خټې جوړ نغری، څنګ ته ايښي وچ لرګي… ټول د کليوال ژوند نښې وې.

بوډۍ زوړ دسترخوان پرانيست، وچه ډوډۍ مو له پنير سره وخوړه.

وروسته يې څلور کمپلې راوړې، ستړي وو، پلار مې بکس تر سر لاندې کړ، نور له بالښته پرته، پر کلکه درۍ پرېوتو. ناوخته مې د ورور غږ واورېد، له بولو پاذاب وم، خو ځان مې غلی ونيو. د کوټې له دروازې سره د پراته سپي د ساه ايستلو غږ راته.

 

سهار وختې مې مور د ورور جامې وربدلولې، د هغه د وېدېدو ځای ته مې وکتل، دوه لويشتې درۍ لنده وه.

د باندې ووتم، سوړ باد چلېده، د يوې هسکې غونډۍ په لمنه کې درې ، څلور خام کورونه ولاړ ول. له دودکشونو يې لوګي ختل، په دېوالونو کې يې تيږې او ښويه لرګي کار شوي وو.

زړه مې خولې ته راغی، سپي ته نږدې ولاړه وم، وغرېد، ټوپ يې کړل، ځنځېر وشرنګېد.

بوډۍ منډه راواخيسته.

ځای پر ځای ناسته وم، له پښو مې سېکه ختلې وه.

بوډۍ لښته پورته کړه، تړلي سپي کوړنچ وهل، غلی دېواله ته پرېووت.

بوډۍ تر مټ ونيولم، تر بې پاڼو غوټه نيالګيو تېر شوو، په لښتي کې رڼې اوبه راتلې.

کله چې په کوټه کې قبلې ته ودرېدم، غاښونه مې سره لګېدل.

له چايو وروسته د باندې ووتم، لمر و، پر يوه هسکه غونډۍ د ترکيې بېرغ رپېده. مور ته مې ورناره کړه، راغله، د بېرغ په لېدو يې بېرته کوټې ته منډه واخيسته، شېبه وروسته ټولو بېرغ ته وچې سترګې نيولې وې.

 

زړه مې ټوپونه وهل، ترکيه تر يوه کيلو متره نېږدې وه.

 

بوډۍ راغله او په اشاره يې پوه کړو چې بايد کوټې ته ننوځو.

هماغسې مو وکړل، ټول پر درۍ کېناستو، ورور مې پر لانده ځای بکس کېښود.

د بوډۍ غږ مې واورېد، دومره يې وپوهولو چې ډله مه وځئ. خو شېبه وروسته مې له مور سره يو ځای د باندې ووته. له ورسۍ مې وروکتل، بوډۍ اوزه لوشله، مور مې د لښتي په اوبو کې د ورور لندې جامې پرېوللې، ورهاخوا، د غونډۍ تر سره ژېړ واښه ختلي وو.

ورځ تېره شوه، ماښام قضا يو جګ سړی کوټې ته راغی، پر شونډو يې سپين برېتونه پراته ول، ټول تندی يې ګونځو نيولی و.

 

سړی دېګدان ته ور وګرځېد، له جوش دېګه يې د چرګ ورون ور وايست، ور پوه يې کړل، خولې ته يې ور ووړ، د بريتو اوږده سپين ويښته يې د چرګ پر ورانه راپرېوتل. زما مور ته يې وکتل، په ډکه خوله يې وويل:

_ښکلی مال دی.

زړه مې ولړځېد.

پلار مې ولاړ شو، مخې ته يې ودرېدم. .

سړي وخندل:

_پرې يې ږدئ. هيڅ هم نه شي کولای.

 

پلار مې کېناست.

سړي چيچل شوی هډوکی په اور کې واچاوه، په زوره يې وويل:

_ننه، چای راوړه!

وروسته يې له جېبه څه راويستل، د قير غوندې سرېښناکه وړې ټوټې وې. ويې خندل:

_چرس، ډېر خوند لري.:.

بوډۍ کوټې ته راغله، پرېولې پياله او کوچينی ترموز يې د سړي تر مخ کېښودل.

 

سړي ډکه پياله خولې ته وروړه، پلار ته مې يې وکتل:

_صاحب منصب يې ؟

پلار مې وچې سترګې ورته نيولې وې.

سړي وويل:

_ ډېر ايراني پوځيان راسره بلد دي، له ولاړېدو دې پوه شوم.

پلار ته مې وکتل، په غوسه و.

شېبه وروسته کوټه د چرسو له بويه ډکه شوه. بيا يې زما پلار ته سګريټ ونيو، لاس يې هماغسې غځېدلی پاتې شو، بېرته يې سيګريټ خپلې خولې ته ور نږدې کړ، ټوخي واخيست، زما پلار ته يې وکتل، په ملنډو يې وويل:

 

_ډېر غيرتې يې!

 

يودم يې وخندل:

_خو دلته هيڅ هم نه شې کولای.

د پلار په سترګو کې مې غوسه لېده.

سړي وويل:

_تېر کال مې يوه ايرانۍ کورنۍ له سرحده اړوله، دوې پيغلې پکې وې، په تګ کې مې له يوې سره ناپامه اوږه ولګېده، وروڼو ته يې وويل، د سوکانو وار نه راباندې کېده، خو کله چې له سرحده واوښتو، هماغه نجلۍ مې په غېږ کې ونيوله، مچې مې ترې واخيستې ، وروڼو يې راته کتل، خو هيڅ يې هم نه شوای کولای.

څه به يې کول؟ هه! هيڅ، نه پوليسو ته ورتلای شوای او نه يې هم ماته کومه څپېړه راکړه. زاری يې کولې، ويل يې چې خويندو ته مې څه مه وايه.

 

خاوره هماغه وه، هوا هماغه وه، زه هماغه وم، دوی هماغه ول، خو وطن هماغه نه و. يواځې يوکيلو متر واټن ټول غيرت ورڅخه واخيست. د غونډۍ په دې سر کې مې په ناپامۍ اوږه ورسره ولګېده، د سوکانو وار نه راباندې کېده، خو د همدې غونډۍ په بل سر کې مې مچې ترې اخيستې، زاری يې کولې. ډېر فرق دی، نه؟

د سړي خبره سمه وه، تېر کال له پوهنتونه کورته تلم، په کوڅه کې يو هلک ولاړ و، مازې يې راته وخندل، خو ښه نه راباندې ولګېده، پلار ته مې وويل، ماښام کور ته ورغی، د هلک پلار يې راوايست، جنرال و، يوه عادي دوکاندار يوه روپۍ کړ، خو دلته يې يوه معتاد ايراني ته هيڅ هم نه شو ويلی.

 

د سړي په غږ مې فکر سره راټول شو.

 

_مه ويرېږئ!

ور ومې کتل، زما مور ته يې وچې سترګې نيولې وې.

سړي وخندل:

_ موږ دوه ډوله مساپر لرو، ځينې کمې پيسې راکوي، مازې يې تر سرحده اړوو، نور يې خپل کار، څه کوي، چېرته ځي، په موږ پورې اړه نه لري، خو ستاسو غوندې مساپر بيا په ټولو قاچاقبرو پورې تړلي دي، بس، ما هم په همدې ډله کې وشمېرئ، هره مياشت، لس، پنځلس مساپر تر سرحده اړوم، د هر مساپر پر سر زر ډالره راکوي، اعتبار نه شم خامولی، ډېرې پيسې دي.

غلی شو. ګړی ته يې وکتل، ويې ويل:

_دولسو بجو ته ځانونه تيار کړئ.

ودرېد او له کوټې ووت.

By admin

One thought on “اغزن سیم (۸ برخه) لیکوال: نصیراحمد احمدي”

ځواب ورکول hameed khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *