خانزاده تراب

دوهمه برخه

ګرانو لوستونکو! د افتراء او توهین په لومړۍ برخه کې مو د توهین په پیژندنه خبري وکړې او د اسلامي اصولو په رڼا کې مو د هغه جرم او سزاء هم وپیژنده، چې د یو چا توهین کول او یا تهمت پرې لګول کبیره کناه شمیرل شوې او د سزاء لپاره ورته د قذف حد ټاکل شوی ده.

اوس راځو دې ته چې په کوم وخت او زمان کې توهین او تهمت جرم ګڼل کیږي، چې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان یې د جرم په ځانګړو عناصرو ددې لپاره وپوهیږي ترڅو افتراء او توهین ( حُرمت او سپکاوی ) واقع نشي، بلکي خبریال د پلټني پرمهال له خپل لګول شوي تور څخه دفاع وکړي او د ژورنالیزم او د رسنیو په قانون کې قانوني اما اصلاحي بڼه ولري.

توهین هغه وخت په قانون کې جرم ګڼل کیږي او توهین کوونکی د سزاء مستحق ګرځي چې د یو چا سپکاوی لاندي ځانګړتیاوي ولي.

د توهین د جرم ځانګړي عناصر:

  1. توهین باید په قانون کې جرم ګڼل شوی وي: (( که یو کس په خبریال او یا رسنۍ باندي تور ولګوي چې دده توهین یې کړی نو هغه خبره یا هم عمل چې له خبریال څخه صادر شوی په قانون کې جرم بلل شوی وي او سزاء یې معلومه وي.))
  1. د سپکو او زښتو کلماتو استعمالول: (( توهین هغه وخت صورت مومي چې بد، سپک، نا مانوسه، د اخلاقي او اسلامي اصولو نه خلاف کلمات د توهین په خاطر د ژورنالیست له خوا په یو چا پسي ویل شوي وي.))
  1. د اهانت علني والی: (( تحقیر یا توهین باید په شکاره ډول ویل شوی وي او یا هم له رسنۍ څخه باید نشر شوی وي.))
  1. د یو ټاکلي شخص په اړه سپک الفاظ کاریدلي وي: (( هغه الفاظ چې توهین پرې شوی وي باید د یو ټاکلي شخص پر وړاندي وي نه په عام ډول.))
  1. د سپک ( توهین کړل شوي) شخص مشخص والی: (( هغه شخص چې تحقیر شوی باید مشخص او واضح وي.))
  2. د متضرر شخص لیکل شوي شکایت شتون: (( د تحقیر کړل شوي شخص شکایت باید په لیکلي ډول شتون ولري.))
  3. د مرتکب سوء قصد: ((کوم چا چې توهین کړی وي هغه باید قصدي وي، نه په غلطي سره))

افترا :

افترا د عربي ژبي څخه اخیستل شوی کلمه ده، چې په لغت کې درواغ او تور( تهمت) ته ویل کیږي.

په حقوقي لحاظ افترا یو شخص ته د علني وسایلو په ذریعه دداسي عمل تړاو ورکولو ته وایې؛ چې عمل یو شخص نه وي ترسره کړی اما تور پرې ولګیږي، او که تړل شوی تور د رسنۍ او یا خبریال له لوري ثابت نشي بیا دا شخص د سزاء وړ دی.

یعني که چیرته لګول شوی تهمت د توهین کړای شوي شخص له لوري ثابت شي نو ژورنالیست او یا هغه رسنۍ چې د هغې له لاري په یو چا تور لګیدلی د سزاء مستحق ګرځي، همدارنګه که د تهمت کړای شوي شخص له لوري افتراء د ثبوت وړ ونه ګرځي سزاء یې نشته.

د افترا ( تهمت) ځانګړي عناصر:

یعني هغه ځانګړتیاوي چې له امله یې افتراء د ثبوت پرمهال د سزاء ورکولو ځای خپلوي.

  1. د روښانتیا صریح والی: د افترا یا درواغ د جرم لومړی شرط صریح والی او علني والی ده، یعني افترا باید په روښانه ډول سره صورت موندلی وي، هیڅ ګونګوالی باید ونه لري.
  1. د قانون ممنوعیت: یعني افترا باید د قانون له مخي جرم ګڼل شوی وي.
  1. افترا باید په لیکلي ډول وي او په مطبوعاتو کې خپور شوی وي.
  2. عمل باید عمدي یا قصدي وي: یعني افتراء به په قصدي ډول صورت موندلی وي.
  1. علني والی: د علني وسایلو پر بنسټ یو شخص ته د تهمت تړاو ورکړل شوی وي.
  1. د متضرر د شکایت شتون: یو ژورنالیست هغه وخت د سزاء وړ ګرځي چې تهمت کړای شوی شخص په قضایې ارګانونو کې په لیکلي ډول سره شکایت وکړي.

د افتراء پیژندنه: افترا او توهین له هغو ناسمو ( غلطو) نشراتي مطالبو څخه عبارت ده چي ، د خلکو په هکله د حقیقتونو او واقیعتونو مخالفت کوي او د تکړه او روانو شخصیتونو ټولنیز ځایونو او د انسانانو مالي او ځاني ګټو ته زیانونه ورسوي افترا ( تهمت ) بلل کیږي.

افترا او توهین د انسان په شخصیت او موقیعت پوري تړاو لري، څرنګه چي له مادي او معنوي اړخه د انسان په حقیقت باندي د افتراء له امله ضربه واردیږي ؛ نو دهغه نیک نوم هم په ټولنه کي نابود او بد نامیږي .

افترا او توهین داسي یو عمل دی چي د ټولني عمومي اخلاق بې خونده کوي، د انسان ټولنیزي اړیکي له مینځه وړي، امکان لري چي تهمت او بهتان د لنډ وخت لپاره زیات تاثير لرونکی وي، مګر غښتلي خبریالان باید حقیقت او وجدان د ښو عملونو په ولکه کي ځای پر ځای کړي؛ مطلب دا چې هیڅ یو خبریال باید خپل ضمیر او وجدان د قصد، ضد، او غچ اخیستلو په اختیار کې ورنه کړي بلکي تل باید پاک نیت ولري او د ټولني په خیر کار وکړي.

دنړۍ په ډیرو هیوادونو کي توهین او تهمت په مختلفو شکلونو صورت لري، لنډه دا چي د خلکو په پوهه، انساني کرامت، ټولنیز موقف، لیک لوست ،ژبه، ژوند، سیمه او فرهنګ باندي ډیر اغیز غورځونکی دی.

په ديرو هیوادونو کي د افتراء او توهین دغه غیري اخلاقي چلند پرته له دې چي یو مطبوعاتي جرم دی ، بلکي دمدني قوانینو پر اساس د موادو یوه شامله برخه ګرځیدلې ،تهمت او بهتان د غیري اخلاقي ( بې اخلاقي) له جملې څخه دی ، چي دهغه لپاره په مدني قوانینو کي د نړۍ هیوادونو سزاګاني تاکلې دي ، لکه څرنګه چي دغه خطا یوازي د خبریالانو څخه نه کیږي؛ بلکی یو عادي کس هم کولای شي چي د چا په هکله پروپاګند وکړي ، چې په بعضي ځایونو کي مطبوعاتي قوانینو سزا په نظر کي نیولې ده .

د نړۍ رواشناسانو او حقوق پوهانو پدې اعتراف کړی چي د حدونو ( حد) ټاکل او پیژندل پدې برخه کي یو ستر مسؤلیت دی چې باید حقوق پوهان او قانون جوړونکي یې اداء کړي.

لویس فورډ وایې ((د ورکو او ګونګو مسایلو د وضاحت په هکله ژورنالیست باید داسي مطالب خپاره نکړي چي، منفي تاثیرات يې یواځي د رسنیو د کړنو لامل شي))

خبریالان د ورکو دلایلو پر اساس د اطمنان له وجي د جوړو شوو او خیال شوو مطالبو باندي په ځان بندیز او سانسور لګوي او یا هم په سانسور کي لاسوهنه کوي.

انتقاد نیول او جوړول د عامه ګټو په صورت کي د خلکو د چلند پر وړاندي نظر ورکول بې حرمتي نده ، اما د نظر وړاندوینه باید د شخص پر وړاندي د ټولنیزو اخلاقو په تړاو وي، چي د ځانګړي ژوند او ځاني شخصیت پوري تړاو ونه لري.

مطلب دا چې انتقاد کول د خلکو د عامه ګټو د ساتلو په موخه بې حرمتي او سپکاوی نه دی ، مګر انتقاد کول او نظر ورکول باید د ټولنیزو انساني اخلاقو په رڼا کې ترسره شي، چې د یو چا په ژوند پوري ملنډي وهل نه وي.

خبریالان پرته له اطلاع رسولو نوري دندي هم پر غاړه لري؛ چې د همدې سپیڅلو دندو او وظایفو پر اساس د ټولني له حقیقتونو او واقیعتونو څخه پرده پورته کوي او د ټولني د وګړو کړنو ته پوره پاملرنه وکړي ، غلط او مفسد خلګ تولني ته معرفي کړي ، که څه هم ژورنالیستان د نورو انسانانو په څیر غلطي او ګناه کوي ؛ مګر ژورنالیستان چي کله وغواړي، د چا د شخصیت ،مذهب او فرهنګ پر وړاندي نیوکه وکړي ښه خبره دا ده چي لومړی د معلوماتو په پلټنه او راټولونه کي دقیق او حقیقي ارقام پیدا کړي، که چیرته دقیق معلومات او ارقام ونه لري نو د نوموړي انسان په حیثیت باندي به تور داغ پوري شي چي، دا په ښکاره ډول تهمت او بوهتان بلل کیږي.

هر کله چي یو بیګانه وګړی ( شخص) د تعرض په هکله نیول شوی وي او په هغه باندي د تهمت تور لګیدلی وي نو نوموړی شخص ددې حق لري چي، شکایت وکړي او د خپل حیثیت دعوه او غوښتنه وکړي .

لکه څرنګه چي توهین او تهمت یواځي په کلمو او خبرو سره نه ترسره کیږي ،بلکي د کارتون او داسي نورو خپرونو په نشر د کاریکاتور لخوا هم عملي کیږي .

د یو چا لپاره د توهین او تهمت نیت او قصد دغه ادعا د ثبوت امکان نه پیدا کوي چې ګواکې افتراء او توهین ویل شوی او یا چاپ شوی،اما په هغه وخت کې چې تر څو دلایل او مستقیم نقل قولونه ونه لرو .

د انګلستان د جزاء په قانون کې افترا او توهین هغه وخت ثبوت کیدلای شي چې افتراء او توهین د علني وسایلو له لاري ویل شوي وي او یا لیکل شوې بڼه ولري، چې

هدف ورنه نفرت، تمسخر او یا بهتان ویل وي. او له امله یې د هغه شخص موقیعت، مقام، کار او یا کسب ته تاوان ورسیږي.

د ایران په قوانینو کې هم د جزا په قانون کې د افترا او توهین لپاره ځانګړې سزا ټاکلې ده او افترا او تو هین یې په دوو ډولونو ویشلی ده.

  • افترا فعلي
  • افترا قولي

له لوستني مو مننه ! پاتي مطلب په دریمه برخه کې درسره شریکوم.

By میر

One thought on “افترا او توهین (حُرمت او سپکاوی) خانزاده تراب”

ځواب ورکول عبدالغفور حنانزاده ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *