افراسیاب خټک

تاند، جمعه، د جدي ۶مه: په کوزه پښتونخوا کې د ملي عوامي ګوند پخوانی مشر غړی او د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک د پاکستان پوځ په افغانستان کې ولسواکي نه غواړي، بلکې ټوله لاره طالبانو ته خلاصول غواړي.

افراسیاب خټک له امریکا غږ سره په فیسبوک لایف مرکه کې وویل، د طالبانو مربیون پاکستاني پوځي مشران پر دغه ډله بشپړ نفوذ لري او دغه هېواد د افغانستان د نظام پر ضد د طالبانو یو موازي حکومت په اسلام اباد او کویټه کې کېنولی دی.

نوموړی وايي، پاکستان په افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو سره خوشاله نه دی، بلکې خپلې ټولې د امید هګۍ یې د طالبانو په ټوکرۍ کې اچولې دي او د هغوی د بیا حاکمولو خوبونه ویني: (( اوس د اقتصادي همکاریو زمانه ده، خو پاکستانی پوځ هر څه د جیو ستراتیژیک زاویې ګوري، اوس په دوی کې هم اختلاف دی، ځینې یې طالبان واک ته رسول غواړي، ځینې وايي چې نه یوازې دوی حکومت کې شامل کړئ، ځکه بیا که دوی افغانستان کې واکمن شول، پاکستان کې به هم د پخوا په څېر طالباني تحریکونه وده وکړي.))

نوموړی وايي، د پاکستان حکومت په نااعلان شوي ډول له مودو راهیسې د پوځ له لوري چلول کېږي او دوی یوازې په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې هم ولسواکي نه غواړي: (( پاکستان د افغانستان د ستراتیژیک عمق سیاست نه دی پریښی، دوی افغانستان ته داسې جنګي ماشینونه جوړوي، چې په سیاست نه پوهېږي، مجاهدین او طالبان همداسې خلک دي، حتی طالبان دوه ورځې اوربند نه شي اعلانولی، نه دوی په سیاست پوهېږي.))

افراسیاب خټک د طالبانو د سولې په اراده هم شکمن دی او وایي، دا خلک په سیاست د نه پوهېدو له ډاره له جګړې او تشدد څخه راوتلی نه شي: ((طالبان له تشدد څخه راوتلي نه دي، ټوله اتکا یې به جګړه ده، که طالبان جدي وای، دوی باید سیاست زیات کړی وای، کومې سیمې یې چې تر کنټرول لاندې دي، هیڅ یې په کې نه دي کړي، نه یې د ولس زړه ګټلی دی، طالبانو ته بله طریقه نه ورځي، دوی فقط جنګ زده دی، مجاهدین هم په سیاست کې کامیاب نه وو.))

 ښاغلي خټک د روانو مذاکراتو له چوکاټ سره هم مخالفت وښود او زیاته یې کړه په دې مذاکراتو کې طالبانو د دولت حاکمیت نه دی منلی نه یې هم تاوتریخوالی راکمول منلي دي.

نوموړی وايي، روان مذاکرات د امریکا د وتلو لپاره مذاکرات دي، د مصالحې مذاکراته نه دي: (( مذاکرات د څلورو ټکو لپاره وو، د امریکا وتل، القاعده سره د طالبانو اړیکه شکول، حکومت سره خبرې او اوربند، اوس طالبان حکومت د بل ګوډاګی بولي، حال دا چې ټول طالبان په پاکستان کې ناست دي.))

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ چې د سولې لپاره یوه داخلی غښتلې اجماع رامنځته کړي تر څو یې خبره نور هم قوت پیدا کړي.

 افراسیاب خټک د افغانستان او افغانانو په ملاتړ کې مشهور د کوزې پښتونخوا سیاسي فعال دی چې تل یې د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځي پالیسیو په زغرده غندنه او مخالفت کړی دی.

4 thoughts on “افراسیاب خټک: پاکستان، په اسلام اباد کې د افغانستان د دولت پر ضد موازي حکومت کېنولی”
  1. کور د ودان محترم افراسیاب خټک صاحب د تاسو کرښو هره نقطه ددی جاهلو او د مصنوعی تنظیمونو غلامانو په هکله کاملآ واقعیت دی او همدا جاهلان دی چی افغانستان ئي د تباهی سره مخامخ کړۍ دی ، امریکا باید د بی ځایه غروره او فریبی خوب څخه بیداره شی او پاکستان حکومت؟ په پټی سره داسی روانو فجایعو ته نه یوازی نور تشویق نکړی بلکه د فریبی سیاست څخه لاس واخلی!!! دا باید واضح وویل شی چی امریکا د خپل ګوډاکی پاکستان په وسیله چی جاهل او تربیه شوی تش په نامه طالبان او تنظیمونو نازولو باندی موفق کیدای نشی !!! دا کاوبایان باید کاوبای وحشیانه رفتار پریږدی او افانستان افغانانو ته خوشۍ کړی ، افغانانو د امریکا مسخره دیموکراسی شعارونو څخه استفراق کوی !!! اوس امریکا ددوی فجایعو ختم کیدو ته ښه زمینه برابره دی

  2. KHATAK SAHIB ZHWAND/ZHWAND/ZHWAND

    YOU ARE EXACTLY PASHTOON LEADER;
    WE WANT LONG LONG LIFE GOOD HEALTH AND VICTORY.

    ZENDA BAD PASHTOON MASHAR AFAR ASYAAB KHATAK

  3. د افراسیاب خټک خبری د واقعیتونو نه ډیره ښه پرده پورته کړی چه هیڅوک تری انکار نه شی کولی ، طالب تروریستی ګروپ چه مشران یی هرځل د خلیلزاد د مذاکراتو په ترڅ کی کوټی او اسلاآباد ته منډی را وهی د چا سره مشوری کوی ، چه دوی وایی موږ د خپلو مشرانو سره مشوری کوو ، واضح خبره ده چه ددوی مشران دوی د ایجاد نه تر اوسه د جنرل نصیرالله بابر ، کرنل امام انډیوالان دی چه اوس د پاکستان د فوج او استخباراتو مشران دی ځکه طالب تروریستی ډله لکه نوری تروریستی ډلی چه په منطقه کی دی همدغه جنرالانو ایجاد کړی چه د پاکستا د استراتژیکو ، سیاسی اوتوسعه وی اهدافو د پاره په دی منطقه کی د ابزار او مواد سوخت په شکل استعمالو. ټوله دنیا په دی اوس پوره پوهیژی چه د تروریسم تولیدونکی ، حامی ، تجهیزونکی او صادرونکی د پاکستان دولت ، فوج او دپاکستان د استخباراتو اداره ده ، دوی په افغانستان کی یوی قوی مرکزی دولت ، او په منطقه کی د افغانستان کامیابه سیاست ، اقوی قتصاد او همدارنګه د افغانستان قوی فوج نه شی زغملی ، نو ځکه د افغانستان د مرکزی حکومت په مقابل کی د تروریستانو په وحشت موازی اداره رامنځ ته کول غواړی ، څه موده مخکی یی چه پیشنهادونه کول چه طالبانو ته دی یو دوه ولایته په افغانستان کی ورکړل شی چه هلته دوی خپله اداره جوړه کړی ، البته په کوټه ، پشاور ، او اسلام آباد کی خو دغسی حلقات د پخوا نه ځای په ځای دی چه د طالبانومزدوری اداری یی بللای شو ، خلاصه پاکستان او د طالبانو تروریستی ګروپ خپل آینده ته ډیر شوم کښت کړی چه ددوی نسلونه به یی په پاکولو کی ډیر ستړی او شرمنده وی .

  4. کچیری دا مشران دومره هم پوهیږی ولی د پنجاب ظالم پوځ او استخباراتو څخه د بلوڅو او پښتنو چی تعداد ۳۲ زره پشتنو ته رسیږی او منظور پښتون یی تل نړیوالو ته ښایی ولی له هغوی سره نه یوځای کیږی او دولت او پوځ د ظلم په وړاندی نړیوالو ته د خپل پښتون قوم غږ نه پورته کوی مګر زما په اند ښکته پښتنو داسی خبری ډیری کړی دا کوم عمل چی پکار ده نه یی ده کړی کچیری دوی په افغانستان باندی ځوریږی نو د ډیورنډ په اړه ټولپوښتنه وکړی چی موږ افغانان پوه شو چی ښکته پښتانه په رښتیا له افغانانو یا بر پښتنو سره مینه لری او درد یی ځوریږی او په رښتیا لوی افغانستان غواړی او پښتونستان غواړی

    ولی د همدی ښکته پښتونخوا سیاسیون او ګوندی مشران ولی د پوځ او استخباراتو په وړاندی په دوامداره توګه لاریونونه نه کوی چی دوی ولی په افغانستان کی د طالبانو څخه مالی، نظامی او سیاسی ملاتړ کوی ځکه هر پروسه چی نهایی پریکړی ته رسیږی طالبان د مشوری لپاره یوځل پاکستان ته منډه کوی یعنی د پاکستان له پوځ او استخباراتو اجازه اخلی
    کچیری طالبان مشران هلته نشته نو معلوم داره خبره ده چی دوی د پاکستان د پوځ او استخباراتو څخه مشوره اخلی او کچیری د دوی مشران په پاکستان کی دی نو د پاکستان پوځ او استخبارات باید خپلی اړیکی لکه څرنګه چی ریس جمهور اشرف غنی وایی باید خپلی اړیکی موږ افغانانو ته تعریف کړی چی دوی د کوم قانون او بین المللی مکانیزم له لاری له دوی سره نظامی او مالی مرسته او د روزنی په اړه ورسره هر راز نړیوال سیاسی مکانیزم په اړه خپل نظریت شریک کوی

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *