افراسیاب خټک

تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک تېر ماښام په سرینا هوټل کې د دوی په ویاړ نیول شوې غونډې ته ویلي، افغان خاوره د وچې سینګاپور دی او که سوله راشي نو دا هیواد به تر سینګا پور هم لوړ سوداګریز ارزښت پیدا کړي.

افراسیاب خټک ویلي، افغانان یوازې د سوداګرۍ له لار‌ې هم یو بسیا ملت کیدلای شي خو د ۴۰ کالو راهیسې پرې جګړه تپل شوې او لا هم ځینې لوري پرې د جګړې د دوام فکر لري.
ښاغلي خټک وویل، ډاکټر نجیب د روسانو له وتلو وروسته د جګړې دوام پر کابل د پنجاب د حاکمیت هڅه بلله: (( نجیب ویل پنجابی دې خدای راولي داسې سبق به ورکړم چې اووه نسله یې یاد وساتي، مګر ماته خپل بې لارې افغان رالیږي، نو عزیزانو پنجاب تل یو ورور بل ودرولی دی او له ۴۰ کالو راهیسې دا کار کوي.))

د خټک په خبره پاکستان تل وایي، چې افغانستان د امپراتوریو قبرستان دی، په داسې حال کې چې خپله پاکستان یوه ورځ هم قبرستان نه شو: (( افغانستان نه غواړي نور قبرستان پاتې شي، افغانستان یو لوی هیواد کیدل غواړي په دې کې ورسره موږ ملګري یوو.))

ښاغلي خټک وویل، پاکستان دې خودکشي نه کوي، افغانستان دې یو خپلواک هیواد وبولي، که ی‌ نه مني نو د پښتون ژغورنې غورځنګ د باچا خان په پل ګام ایښی او د ویښتابه تحریک یې راپیل کړی دی او د جګړې مخه به په کلکه ونیسي: (( دا جنګ به پي ټي ایم په سوله ییز ډول ګټي، ولسونه به یې ګټي، افغانستان تر اوسه د جګړې قلب و، له دې وروسته به د ترقۍ قلب وي.))

د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا د میلمنو په ویاړ دغه غونډه کې د هېواد د ملي سوداګرو، مدني فعالانو، لیکوالو، فرهنګیانو او سیاسیونو په ګډون بېلابېلو مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.

One thought on “افراسیاب خټک: پاکستان دې خودکشي نه کوي، افغانستان به لږ وخت کې د ترقۍ زړه شي”
  1. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزیر مایک پمپیو د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو د پاکستان له لوري ‌د شویو ظلمونو پرده اوچته کړه .‌

    د بشر د حقوقو د صورتحال په تړاو د سټیټ ډیپارټمنټ یا بهرنیو چارو وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي‌ چې پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) خلاف ګامونو ته دوا ورکړی وو او په تېر ۲۰۱۹ کال کې په پاکستان کې د خلکو د ناقانونه ورکېدو ؛ وژل کېدو او نیونو لړۍ دوام درلود .

    دا خبري د امریکا د متحده ایالاتو له لوري په هغه راپور کې ذکر شوې دي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن چار شنبه خپور کړ.

    رپورټ کاږي د پاکستان په اړه وايي په ٢٠١٩ کې هیواد په غیرقانوني توګه او په بې دریغه ډول د خلکو د نیونو، د امنیتي ادارو له لوري د خلکو په غیرقانوني توگه د وژل کېدو، په زور د خلکو بې درکه کېدلو، په خلکو د تشدد او د ولس په شخصي ازادۍ او د بیان او مطبوعاتو په ازادۍ د ګواښلو غوندې مسلو سره مخامخ و.

    د امریکا متحده ایالاتو راپور وايي چې په پآکستان کې د ویب پاڼو بندول ، پر ژورنالیستانو بندیزونه لګول ، له خلکو د انټر نیټ آزادي ‌اخیستل ، پر مذهبي آزادیو محدودیتونه لګول ، د لویو غونډو او سیاسي‌ حرکتونو محنیوی کول او په حکومت کې پراخ اداري‌ فساد لويي ننګونې دي‌.

    راپور وايي چې که څه هم ۲۰۱۹ کال کې ترهه ګري‌په پاکستان کې لږ وه ،خو د کورنیو او بهرنیو تنظیمونو له لوری د بې قانوني ‌کلتور ته وده ورکړل شوې ده .

    د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا تازه خپور شوی راپور وايي ‌چې پاکستاني‌ حکومتي ‌چارواکو بې درېغه ناقانونه وژنې کړې دي‌ او ګڼ مامورین په ناقانونه وژنو کې ککړ وو.

    په دغه راپور کې چې مایک پمپیو وړاندی کړ د جنوبي‌پښتونخوا په بوري‌یا لورلايي سیمه کې د شهید ارمان لوڼي د شهادت یادونه شوې ده.

    سټیټ ډپارټمنټ په خپل راپور کې کاږي‌ چې په لورالايي کې د پي ټي اېم مشر عبدالقیوم اتمانخیل د ارمان لوني د وژل کېدو په سر د پولیس خلاف عریضه وکړه خو دوې میاشتې وروسته پي ټی اېم وویل عبدالقیوم باندې تشدد شوی و او د سړک پر غاړه په زخمي حالت کې موندل شوی و. پي ټي اېم د عبدالقیوم د پېښې خلاف احتجاج هم وکړ.

    سټیټ ډپارټمنټ وايي چې د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ادارو ځینو چارواکو ځینې قیدیان په داسې حالاتو کې بندي ساتلي وو چې هغوی د چا سره اړیکه نشوه نیولای او درک یې هم چا ته نه و معلوم.

    دغو کسانو ته میسنګ پرنس وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې دعوه را اخیستې ده .

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بری حقوقو د کمیسیونونو له قوله وايي چې چې امنیتي ادارو د پښتنو، سندیانو او بلوڅوخلکو د حقونو دپاره کارکونکي بې درکه کړي او یا یې نیولي دي.

    د سټیټ ډیپارټمنټ راپور د ۲۰۱۹ کال د مۍ میاشتي‌د خړ قمر پېښي ته په اشارې سره وايي ‌چې د پوځ ویاند قمر جاوید باجوه ویلي‌وو چې نور د پي ټي ایم وخت ختم دی او هغه وو چې په خړ قمر کې ۱۳ ولسي‌وګړي ووژل شول .

    د مایک پمپیو له لوري خپور شوی دا راپر زیاتوي چې که څه هم هغه وخت پاکستان وویل چې احتجاج کونکو پر امنیتي پوستو برید کړی وو خو وروسته دا موضوع سرچپه را ښکاره شوه او عیني ‌شاهدانو وویل چې برید احتجاجیانو نه بلکه د پاکستان د پوځ له لوري ‌شوی وو.

    داسي ښکاري چې اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ موضوع نړۍ واله شوه او نور نو پاکستاني پوځ او استخبارات په اساني سره د محکومو پښتنو روان ته لاس نه شي اچولای .

    په دغه راپور کې د نورو هیوادونو په تړاو هم یادونه شوې خو موږ یې یوازي د پښتنو دوسیه را اخیستې ده .

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *