په روشنګرۍ غورځنګ کې ډاکټر توپان وزیری د افراطیت په باره کې لکچر ورکړ.

ډاکټرتوپان وزیری پر افراطیت له مذهبي او سیاسي اړخ خبرې وکړې او وویل (افراطیت اصلاً د فقر، محرمیت او استبداد څخه سرچینه اخلي، چې په نړۍ کې جګړه له همدې څخه را پیدا کېږي، بل جنګ په هغو هېوادو او ملتو کې وي یا د نورو په نسبت زیات وي، چې استبدادي حکومتونه لري.)

دی وایي، په نړیواله سحطه چې کومې تروریستي ډلې تر اوسه را منځته شوې او یا هم را منځته کېږي، وجودي فلسفه یې اقتصاد وي او په هغه هېوادو کې جنګ وي، چې ظالم او مستبد حکومتونه ولري.

وزیري په لکچر کې په نړیوالو تروریستانو ډلو لکه داعش، القاعده د رامځته کېدو په اهدافو باندې خبرې وکړي.

د لکچر په وروستیو کې ډاکټرتوپان وزیری د روشنګرۍ ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل، چې د دې پوښتنې په ځواب کې چې داعش ډله د افغانستان لپاره څومره خطرناکه ده؟

داسې وویل (داعش ډله د افغانستان لپاره ډېره خطرناکه تماميدلای شي، ځکه ټولې هغه جنګي ډلې چې اوس دلته د حکومت په خلاف جنګېږي، د داعش ډلې سره یې د یو ځای کېدو امکان شته نو افغان حکومت او امریکا ته په کار ده، چې د مخنیوی لپاره یې قوي مدیریت او حکومتدارۍ رامنځته کړي.)

یاده دي وي، چې د روشنګرۍ پروګرام هره اونۍ په کابل کې تر سره کېږي، چې په کندهار او هلمند کې یې څانګې شته.

0 thoughts on “افراطیت د انسان ژوند ګواښي/ راپور: عصمت بهیر”
  1. طوفان وزیری د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی ځخه فارغ دی ، او زه غواړم چه دده په شخصیت باند یو څه ولیکم او دد د طب پوهنځی د نومرو جدول نشر کړم ، او که تاند خپور نه کړ نه په نن ټکی اسیا که یی وګوری. واقعا ډیر جالب دی. مننه

  2. His leader is Doctor Abdullah, so you can imagine what is his level, no need to see transcripts… I see him as a useless opportunist

ځواب ورکول انصار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *