ننګرهار پوهنتون

د افغانستان پوهنتونونه چې له معیاري اړخه ډېرې کمزورۍ لري، اوسمهال له یو بل ډېر خطرناک ناورین سره هم مخامخ دي. ورځ تر بلې په افغان پوهنتونونو کې د افراطي کړیو فعالیتونه پراخیږي او همدرانګه یې د شمېر په کچه کې ډېروالی راځي.

په پوهنتونونو کې واکمن افراطیان له ځان سره د وسله والو کلک ملاتړ لري او له مالي اړخه هم له هماغې لارې خړوبیږي. مالي ملاتړ د کومې وسله والې جګړې لپاره نه دی، بلکې د هغو اذهانو د جلب او راماتولو لپاره دی، چې نوې د پوهنتون پر انګړ ورننوځي او تازه یې خپل کلی او کور پرېښودی وي.

د شریعاتو، حقوقو او ورته نورو پوهنځیو لپاره د کانکور له لارې د پیسو په زور داسې کسان بېلابېلو پوهنتونو ته دننه کیږي، چې ژبه یې په خپل واک نه، بلکې د هغه چا په زور خوځیږي، چې دا یې تر دې حده او دې ځای رارسولی اوسي. آن په دوی کې ډېری کسان داسې هم شته، چې له دې وړاندې یې د ګاونډیو او نورو استخباراتي کړیو تر اثر لاندې خپلې زده کړې پوره کړي او داسې ژبه یې زده کړې، چې ډېر ژر نابلده لوستي ځوانان ځانته جذبولی شي.

خو له ځان او دین ناخبره ځوانان چې د داسې ایجنټي زده کړیالانو د څو خبرو تر تاثیر لاندې راشي، بیا نو ترې زده کړه، د هېواد مینه، ټولګیوال او ملګري هېر شي او سم دواره هغه شعارونه بدرګه کړي، چې ناخوالې زیږوي او افراطیزم پیاوړی کوي.

دی پر دې نه پوهیږي، چې پټی له کوم ورخه اوبه څښي، له کور لاندې څومره کوره ګي شته او له بوسو لاندې دا اوبه څوک ځغلوي، بس د خپل نوي بادار له خولې راوتلې خبره ورته له سپېڅلي ځايه راغلی ټکی ښکاري او نور هیڅ نه مني.

آن دېته هم فکر نه کوي، چې کله په کوم لاریون کې ګډون کوي، دغه لاریون کې د چا بیرغ پورته دی؟ چا پورته کړی؟ ولې پورته شوی او له کومه ځایه راغلی دی؟

دلته نو غوا دهغه لنګیږي، چې پروژه یې برابرې کړې، که څه هم هغه شپږمې ګوتې ته ورته دي، چې له وخت وروسته به غوسه شي، خو دلته ترې ډېره ګټه اخېستل کیږي او ددې پروژې مشري پر غاړه لري.

په پوهنتونو کې له استادانو رانیولې تر ادراې او ریاسته ددې کړیو لاس اوږد دی. استادان او د پوهنتون چارواکي یې د خپل ټوپک او شپنیو شبنامو په وسیله دومره ویرولي، چې هر زده کړیال ته ددوی په خوښه نمرې ورکوي او ډېر کله خو یې د هغه زده کړیالانو راتلونکې ته هم سخته صدمه رسولې، چې ددوی پر وړاندې یې غږ پورته کړی دی. دا کړۍ له دې لارې هڅه کوي، زده محصلين ته وښیي، چې په پوهنتون کې له څومره نفوذ برخمن دي او که د دوی ملګرتیا خپله کړي، په هر مضمون کې به بې له درس ویلو نمرې خپلې کړي.

په پوهنتونو کې د افراطي کړیو یووالی هم دهېرولو نه دی. دوی دومره منسجم دي، چې د۲۰۱۲م کال دمی په میاشت کې یې له ننګرهاره په کابل کې د لاریون لپاره ځانونه راورسول او دغه لاریون کې د سپینو او شنو جنډو په رپولو سره ګرم کړ.

د افراطیزم دغه تر ټولو خطرناکې ډلې د پوهنتون په لیلیه کې د ځان لپاره ځانګړې کمېټه لري، مرستیال، منشي او مالي یې ټاکلی او په خپله خونه کې څلورم کس هم نه پریږدي، چې له دوی سره واوسیږي.

د لیلیې ډوډۍ نه خوري، د نورو په پرتله پاک او ښکلی لوی اطاق یې په خپل نوم کړی اوسي او له لیلیې د ځان لپاره د طالبانو د وخت د امر باالمعروف او نهي المنکر مرکز جوړ کړی دی، هغه ډول مرکز چې له اسلام خپله ناخبر دي، خو پر نورو درېیم وارې لمونځ کوي.

کله چې له ډلې یو یې د ملي امنیت اداره د خپلو کشفي اورګانونو پر مټ ونیسي، نو بیا یې نور لکه د شاتو مچیو وروڼه تر هغه بنګیږي، چې راخلاص کړی یې نه اوسي.

په وروستیو کې که افغان حکومت غواړي، چې له دې خطرناکې افراط پالونکو کړیو مخه ونیسي، ښه به داوي، چې خپله کشفي برخه نوره هم پیاوړې کړي او که کوم افراطي ددې پر اساس چې د نورو ساز لپاره ګډیږي نیسي، د ښکاره ثبوتونو له مخې خلکو او نا خبره زده محصلينو ته وښیي، چې دا لالا مو فلانکي خان په مینه مست د کالدرو او تومنو ویالې ته ناست و، خو تاسې يې هسې لکه نانځکې لوبولۍ.

One thought on “افراطیزم د پوهنتون په انګړ کې/ یما غورځنګ”
  1. كه خبره د لاريون شي نو داسي لاريونونه خو په هر پوهنتون كي كيږي، د كابل پوهنتون نه نيولي بيا تر كندهار، خوست، هرات، مزار تولو پوهنتونو كي محصلين لاريونونه كوي، چي دا دمحصلينو يو جمهوري او مدني حق دي، د ننګرهار د پوهنتون د بدنامولو كوشش مه كوۍ، مننه ـ

ځواب ورکول GHAIRAT ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *