تاند: ( ابوبکر جبارخېل )- د پښتونخوا ایالات د سوات د سیمې یو وتلی سیاستوال او د ملي عوامي نېشنل ګوند لوړپوړی غړی افضل خان لالا وايي، په سیمه کې روانه نا امني، ترهګري او جګړه د پاکستان، هندوستان او افغانستان د لاسوهنو زېږنده ده.

افضل خان لالا د جمعې په شپه له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې وویل: (( که چیرې پاکستان، هندوستان او افغانستان په یو بل کې لاسوهنې بندې کړې، نو بې له شکه به روانه جګړه او ترهګري ختمه شي.))

هغه زیاته کړه لر او بر افغانان ټول سره یوه خو په دې شرط چې ځانته مرام او مقصد وټاکي او پرته له دې د پښتونولۍ شعار ورکول کومه مانا نه لري.

نوموړي وړاندې وویل: (( د لر او بر افغان د یو موټي کولو لپاره مرام او مقصد باید وټاکل شي، له دې پرته د پښتونولۍ شعار ورکول داسې ده لکه چې ما په ګولۍ څوک ولي.))

لالا په  داسې حال کې د هند، پاکستان او افغانستان څخه د یو پر بل هېواد کې د لاسوهنو د بندولو غږ کوي چې اوسمهال په پاکستان کې د ترهګرو ډلو له امله دا مهال په افغانستان کې د دې هېواد تپل شوې جګړه روانه ده.

افغان دولت تل ویلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او له هغه ځایه په افغانستان کې جګړې ته لمن وهل کېږي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

8 thoughts on “افضل خان لالا: په سیمه کې نا امني د پاکستان، هندوستان او افغانستان د لاسوهنو زېږنده ده”
  1. لالادفیل په غوږکې ویده سیاستوال دی! که سیاستوالي داسې شوه چې دده په څیرخلکوته کارول کیږي زمایې ترې توبه ده. دمقبوضه خیبرپختونخواخلک ټول عمردپنجاب ترپښولاندې پاتې شوي، پنجاب یې چې څومره ځپي همغومره یې دغه خواران سپورټ کوي. افغانستان لاتردې دمه دهمدغه پنجاب واکه خلکودلاسه دخپل ځان په درداخته دی، نوڅنګه کیدای شي چې په پنجاب کې لاسوهنه وکړي. که دافغانستان واک له ماسره وای نوداخلک به مې په همدغه وخت پنجاب ته داسې ډالۍ کړي وای چې افغانستان یې رانه په خوب کې هم نه وای لیدلی. همدغه دله ګان دي چې دپنجاب دګټولپاره زموږدوطن دورانولودسیسې جوړوي ګنې پنجابی څنګه افغانستان ته راځي روغ به پرې سړی ننوزي!!!! سل ځله افسوس په داسې بې غیرته خلکوچې خپل ایمان اواسلامیت دپنجاب ترګټوقرباني کوي!

  2. افضل خان لالا – زه دی حیران کرم. افغانستان په چا کی لاس وهلی؟
    مور خو دیرش کاله کیزی چه دپنجابی له لاس وهنی په رنج اخته یو. خوتاسی یوه هم خپل غز جگ نه که.
    لالا خدای ته وگوره خپل پشتانه مه زپه

    کابلی والا

  3. Dera Mohtarama Khan La la.

    Le Mahmod Khan Achakzi sakha ye lag zda kra!

    Sal zala afsos staa po de dariz. Koma wera aw kom majboryat lare che speena khabara na kawe. Banjabiyano kho hase ham po mog ke law gad karay da no bya wale domra naa mardana ihtyat kawe?????

  4. داسی بریښی چه افضل خان لالا هم د پنجاب غوړی پراټی ډیری خوړلي !! ته او خدای د افغان وطن سیاستوال به داسی سر چپه او ړوند دریز وړاندی کړي ؟؟ دی په لوی لاس هڅه کوي چه د پښتونخوا مظلوم ولس نور هم بی لاری کړي او خپل دښمن ورڅخه ورک کړي تر څو دوی په همدی سرګردانۍ کی نور هم د تور پنجابي غلامۍ ته سر ټیټ کړي !! ته په کومه خوله دا خبره کوي چه افغانستان لاسوهنه کوي ؟؟

    لالا!!د خدای لپاره لږ شرم وکړه ، ته په کومو سترګو دا خبره کوي ؟؟ افغانستان خو ستا د تور پنجاب د لاسوهنو په پای کی کڼواله شو او ستا جنت سوات خو ستا د تور پنجابي په لاس سور دوزخ شو نو په کومه خوله او په کوم منطق داسی چټیات وایي ؟؟؟ خیر ده که د پنجاب پراټی ډیری خوږی دي خو دومره وجدان پلورل هم د پښتون سره ښه نه وایي !!!

  5. د لالا دا خبره لږ شانته پر ځای ده:
    (( د لر او بر افغان د یو موټي کولو لپاره مرام او مقصد باید وټاکل شي، له دې پرته د پښتونولۍ شعار ورکول داسې ده لکه چې ما په ګولۍ څوک ولي.))
    څنګه مرام ، څوک به یی عملی کړی دابیا بله خبره ده.

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *