تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د ډیورنډ پر کرښه د وروستۍ ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره نن د دوو هیوادونو چارواکي په لوړه کچه خبرې وکړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د سرچینې له یادولو پرته لیکلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترڅنګ امریکايي استازی هم ګډون وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د چمن – سپین بولدک لاره لا هم بنده ده. دا لار ۱۷ ورځې وړاندې پاکستان وروسته له دې بنده کړه چې افغان سرحدي پولیسو د سپین بولدک له لقمان او نظر کلیو پاکستاني ځواکونه وایستل او درنه مرګ ژوبله یې ورواړوله.

پاکستان ادعا کوي چې افغانستان اجازه ورکړې چې په دغو کلیو کې سرشمېرنه وکړي. افغان چارواکو تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “افغان، امریکايي او پاکستاني چارواکي د سپین بولدک پر وروستۍ شخړې خبرې کوي”
  1. ځاځی پور غواړي، توری نور غواړي.
    مونږ « ډیورند » نه منو ، دوی د کندهار په کلیو دعوې کوي.

ځواب ورکول احمد بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *