تاند – د هندوستان د معیوبینو د کرکټ لوبډله نن ماسپښین کابل ته را ورسېدله چې د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو له خوا یې په مینه او درناوي سره هرکلی وشو.‌

د افغانستان د کرکټ بورډ فیس بک پاڼې د کابل هوایي ډګر ته د خپلو هندي مېلمنو د را رسېدلو پروګرام په ژوندۍ بڼه خپراوه. په ویډیو کې لیدل کېږي چې افغان چارواکي راغلیو معیوبو هندي لوبغاړو ته ښه راغلاست وایي او هر یوه ته په غاړه کې ګلونه اچوي.

ویل کیږي چې د هندوستان د معیوبینو د کرکټ لوبډله به په راتلونکیو ورځو کې د افغانستان د معیوبینو د کرکټ له لوبغاړو سره په کابل کې دوستانه لوبې وکړي.

هندوستان چې د افغانستان یو خواخوږی دوست هېواد دی له افغانستان سره تاریخي کلتوري او دوستانه اړیکې لري چې دواړو غاړو له ډېرو کلونو راهیسې یو له بل سره پاللي دي. دغه هېواد له ۲۰۰۱ کال راهیسې د روغتونونو، د اوبو د بندونو،‌ او د پارلمان د ودانۍ په شمول د بیا رغونې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د نژدې دوه نیم میلیارده ډالرو په اندازه مرستې کړې دي او هم هر کال په سلګونو افغان محصلینو ته په خپلو پوهنتونو کې د لوړو زده کړو وړیا فرصتونه برابروي.

One thought on “د هندوستان د کرکټ لوبغاړو ته د کابل په هوایي ډګر کې په ګلونو هرکلی وویل شو”
  1. دمعیوبینو د کلمی پر حای چه معلولین وکاروی شه به وی حکه چه د افغانستان د معلولینو په ترمینالجی کی د معیوب کلمه حذف شوی او یواحی معلول اومنل شو

    پدیر احترام

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *